• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسماعیل بقایي: له امریکا سره مو د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران تر اوسه له امریکا سره د اټومي موضوع په اړه هېڅ ډول خبرې اترې نه دي کړې او د وروستیو تماسونو موخه یوازې د پخواني تفاهم د ځینو مادو د عملي کېدو ارزونه وه.

بقايي څرګنده کړې چې له امریکا سره د وروستۍ هوکړې په اړه رسمي مذاکرات به هغه وخت پیل شي چې د تفاهم‌لیک د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، لسمې او یوولسمې مادو د عملي کولو بهیر پیل شوی وي.

هغه زیاته کړه چې سویس ته د ایران د مذاکره‌کوونکي پلاوي وروستی سفر هم د همدې لپاره ترسره شوی و، څو ډاډ ترلاسه شي چې د یادو مادو د پلي کېدو بهیر عملي بڼه غوره کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: «موږ د اټومي موضوع په اړه هېڅ مذاکرات نه دي کړي.»

بقايي همداراز وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټنو او څارنې بهیر به د پخوا په څېر دوام ولري او په دې برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د نوموړي څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي تفاهم، اټومي پروګرام او د نړیوالې اټومي ادارې د پلټنو په اړه ګڼ راپورونه او اټکلونه خپاره شوي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۴

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکي به په مناسب وخت ایران ته ولاړ شي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکي به په مناسب وخت ایران ته ولاړ شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپویلي، د ایران د اټومي فعالیتونو د څارنې لپاره به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پلټونکي «په مناسب وخت» کې ایران ته ولاړ شي او خپلې دندې به ترسره کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ د امریکا پنسلوانیا ایالت ته د رسېدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پلټنو په اړه ناسم دریځ خپل کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا د ایران په اړه خپلې موخې په بریالیتوب سره پر مخ وړي او اصلي هدف یې دا دی چې ایران هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې پلټونکي به څه وخت په عملي ډول ایران ته ولاړ شي، وویل: «په مناسب وخت کې، بېړه نشته، خو هغوی به په مناسب وخت کې هلته حاضر شي.»

د امریکا ولسمشر همداراز ادعا وکړه چې واشنګټن ایران په داسې وضعیت کې راوستی چې تر دې وړاندې هېڅ بل امریکایي حکومت نه و توانېدلی. د هغه په وینا، د ایران پوځي وړتیاوې سختې زیانمنې شوې او اوس تهران د مذاکراتو لپاره په قوي دریځ کې نه دی.

ټرمپ زیاته کړه چې سره له دې وضعیت څخه، په راتلونکې کې له ایران څخه ترلاسه کېدونکې پیسې به د امریکا کروندګرو ته ګټه ورسوي، څو ایران ته د جوارو، سویابینو او غنمو صادرات ترسره کړي.

هغه ادعا وکړه چې ایران اوس له اقتصادي ستونزو، د خوړو او درملو له کمښت او لوړې انفلاسیون سره مخ دی، او دا وضعیت د دغه هېواد پر کورني اقتصاد پراخ فشارونه وارد کړي دي.

اندیشه: طالبانو سره د اروپايي هېوادونو مشکوکې معاملې د کډوالو د جبري ایستلو ګواښ زیاتوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
اندیشه: طالبانو سره د اروپايي هېوادونو مشکوکې معاملې د کډوالو د جبري ایستلو ګواښ زیاتوي
100%

د جنیوا لپاره د افغانستان استازي نصیراحمد اندیشه خبرداری ورکړی، چې د یو شمېر اروپايي هېوادونو او طالبانو ترمنځ د افغان کډوالو د جبري ایستلو او یا درېیمو هېوادونو ته د هغوی د لېږد په تړاو احتمالي «مشکوکې معاملې او راکړې ورکړې» د جدي اندېښنې وړ دي.

اندیشه د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲مه، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون یوې غونډې ته وویل چې دا ډول اقدامات د کډوالو د ملاتړ موجودې تشې لا پسې پراخوي او د «زنځیري ایستلو» ګواښ زیاتوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پایلې، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو لپاره، ډېرې خطرناکې کېدای شي؛ ځکه د هغه په وینا، دغه کسان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سیستماتیک ځورونې او فشار سره مخ دي.

د اندیشه په وینا، افغانان لا هم د هغو کډوالو له سترو ډلو څخه دي چې د بیا مېشتېدو او خوندي لېږد اړتیا لري، خو د قانوني کډوالۍ لارې او د هېواد پرېښودو حق ورځ تر بلې محدودېږي.

هغه زیاته کړه چې د بیا مېشتېدو هغه پروګرامونه چې پخوا یې له زیانمنو افغانانو ملاتړ کاوه، اوس یا ځنډول شوي او یا هم درول شوي دي، چې له امله یې زرګونه افغانان په درېیمو هېوادونو کې، ډېری وخت د بند ته ورته شرایطو کې، له نامعلوم برخلیک سره مخ پاتې دي.

اندیشه له ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې دا حقیقت ومني چې اوس مهال په افغانستان کې د خوندي او داوطلبانه ستنېدو لپاره لازم شرایط نه شته، او د بشري حقونو او د کډوالو د نړیوالو قوانینو له مخې باید د قانوني لارو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اروپا کمېسیون د طالبانو یوه تخنیکي پلاوي ته بروکسل ته د سفر بلنه ورکړې، څو افغانستان ته د کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، بلجیم د دغه پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې صادرې کړې دي او تمه ده چې هغوی بروکسل ته ورسېږي.

طالبان بروکسل ته د خپل پلاوي سفر له اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پیل نوی باب ګڼي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
طالبان بروکسل ته د خپل پلاوي سفر له اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پیل نوی باب ګڼي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې بروکسل ته د دوی د پلاوي نننی سفر د طالبانو او اروپايي اتحادیې په اړیکو کې د مهم پړاو د پیل نښه ده.

ده زیاته کړې چې دا ګام د افغانستان، جرمني او ناروې تر منځ د مخکینیو هوکړو له تعقیب وروسته اخیستل شوی، چې له مخې یې افغان دیپلوماتانو په دغو هېوادونو کې خپل کار بېرته پیل کړی دی. د هغه په وینا، یادو ماموریتونو تر دې وروسته «سالم او شفاف» قونسلي خدمتونه اروپايي مېشتو افغانانو ته برابر کړي دي.

جلالي ټینګار کړی چې د جرمني او ناروې تجربه کولای شي نورو اروپايي هېوادونو ته د تعامل یو عملي نمونه شي. ده ویلي چې هدف دا دی چې اروپايي افغانان باور وړ خدماتو او له خپل وطن سره اغېزمنو د اړیکو لارو ته ښه لاسرسی ولري.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د بروکسل دا لیدنه به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ عملي او دوامدار تعامل ته لاره هواره کړي. ده زیاته کړې چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په مشري دا بهیر د اروپايي لوري سره د اړیکو په تنظیم او پراختیا کې مرسته کوي.

له بلې خوا، د اروپايي اتحادیې په کوربه‌توب بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر د مهاجرت او قونسلي خدماتو پر بحثونو هم متمرکز بلل شوی دی. د اروپايي سیاستوالو یوه برخه اندېښنه لري چې داسې ناستې دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ورکولای شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: تر توغندیزو بریدونو لاندې اوربند او سوله ناشونې ده

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
د امریکا بهرنیو چارو وزیر: تر توغندیزو بریدونو لاندې اوربند او سوله ناشونې ده
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، تر هغه چې د ایران له ملاتړ برخمنې نیابتي ډلې په سیمه کې توغندیز بریدونه کوي، د شخړو او دښمنیو پای ته رسېدل ناشوني دي.

روبیو ابوظبۍ ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل چې په لبنان کې د اوربند اړوند خبرې اترې به له ایران سره د هر ډول احتمالي هوکړې څخه جلا پر مخ وړل کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې لبنان یو خپلواک هېواد دی او خپل حکومت لري، له همدې امله متحده ایالات به د لبنان د کورنیو چارو او روان وضعیت په اړه په مستقیم ډول له لبناني حکومت سره خبرې او تعامل کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، روبیو ویلي: «دا بهیر جلا دی، ځکه لبنان یو خپلواک هېواد دی او حکومت لري. موږ به د لبنان او د دغه هېواد د روان وضعیت په اړه مستقیماً له حکومت سره خبرې کوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز د نړیوالو سمندري لارو د ازاد تګ راتګ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ هېواد حق نه لري د نړیوالو اوبو پر مهمو لارو محصول یا فیس ولګوي.

هغه زیاته کړې: «هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکول کېږي چې د یوې نړیوالې سمندري لارې په بدل کې فیس یا لګښت واخلي، ځکه دا د نړیوالو نافذه قوانینو او اصولو برخه ده.»

د روبیو څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په منځني ختیځ کې د امنیتي وضعیت، د لبنان د اوربند او د ایران له ملاتړ برخمنو ډلو د فعالیتونو په اړه نړیوالې اندېښنې لا هم دوام لري.

هانا نیومن: طالبان له اروپايي ټولنې سره خبرې د خپل مشروعیت لپاره د وسیلې په توګه کاروي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
هانا نیومن: طالبان له اروپايي ټولنې سره خبرې د خپل مشروعیت لپاره د وسیلې په توګه کاروي
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن په بروکسل کې د اروپايي کمیسیون او طالبانو ترمنځ وروستۍ لیدنه په کلکه غندلې او هغه یې د شرم وړ بللې ده. هغې وویل چې طالبان له اروپايي ټولنې سره د تخنیکي خبرو په لټه کې نه دي، بلکې غواړي په دې توګه ځان ته نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

دغې جرمنۍ سیاستوالې د ایکس خواله رسنۍ له لارې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې له طالبانو سره هر ډول بلنه، د ویزې ورکول او رسمي لیدنه د دوی د تاییدولو په مانا ده او یو سیاسي سیګنال استوي. هغې زیاته کړه چې له طالبانو سره هېڅ ډول تخنیکي خبرې مانا نه لري او دا ډول اقدامات به د هغوی د لا زړور کېدو لامل شي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې ټینګار کړی چې طالبان له اروپايي ټولنې سره د تخنیکي مسایلو د حل لپاره نه غږېږي، بلکې د هغوی اصلي هدف د مشروعیت ترلاسه کول دی. هغې ویلي چې طالبان به په دې ځای کې ونه درېږي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به له داسې فرصتونو څخه لا زیاته ګټه پورته کړي.

د هانا نیومن د څرګندونو له مخې، هر رسمي ملاقات او هرې ویزې ورکول طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې د هغوی کړنې د منلو وړ دي. نوموړې پر اروپايي چارواکو غږ کړی چې له طالبانو سره له هر ډول داسې تعامل څخه ډډه وکړي چې هغوی ته سیاسي امتیاز ورکوي او د هغوی رژیم ته د حقانیت رنګ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې بلجیم د بروکسل په ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته یو ورځنۍ محدوده ویزه صادره کړې وه. د اروپايي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي چې دا خبرې د هغو افغانانو پر اخراج متمرکزې وې چې په اروپايي هېوادونو کې په درنو جرمونو محکوم دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه اعلامیه کې اعلان کړی چې بروکسل ته د دوی د پنځه کسیز پلاوي سفر پای ته رسېدلی او مثبتې خبرې اترې شوې دي.