د بشري حقونو نړیوال فدراسیون د سېشنبې ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د طالبانو د هغه پلاوي پر ضد یې په محکمه کې شکایت ثبت کړی چې د افغان کډوالو په اړه د تخنیکي خبرو اترو لپاره د اروپایي کمېسیون په بلنه بروکسل ته ورغلی و.
دغه معتبر نړیوال بنسټ په خپل حقوقي عریضه کې د جرمونو نړیوالې محکمې د هغې پرېکړې یادونه کړې چې له مخې یې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د نیولو حکم صادر شوی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې تېر کال د چنګاښ په میاشت کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم شرعي د نیولو حکم د «بشریت ضد جرمونو» په تور صادر کړی و.
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون مشر الکسي دسوف ویلي چې د اروپایي ټولنې په خاوره کې له طالبانو سره خبرې اترې «یو غیردموکراتیک رژیم ته سیاسي مشروعیت وربښي». هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې «نږدې په بشپړه توګه» له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې دي.
سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونو او د طالبانو مخالفانو له دې سفر سره مخالفت ښودلی و، د طالبانو پلاوی د سېشنبې په ورځ بروکسل ته ورسېد څو د هغو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي چې جرمونه یې ترسره کړي یا یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.
دغه پلاوی د محدودې او یوازې د یوې ورځې ویزې په ترلاسه کولو بلجیم ته داخل شوی و او د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته یې د دغه هېواد خاوره پرېښوده.
په اروپایي کمېسیون کې باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو پلاوي لږ تر لږه د ۱۵ اروپایي هېوادونو له استازو سره خبرې کړې دي.
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون همداراز له اروپایي ټولنې غوښتي چې د جبري بېرته ستنولو د منع اصل ته درناوی وکړي. د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅوک باید هغو هېوادونو ته په زور ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند، خوندیتوب او بنسټیز حقونه له جدي ګواښ سره مخ وي.