د هغه په وینا؛ نن سبا ځیرک موبایلونه په زدهکړو، سوداګرۍ، کار، معلوماتو ته د لاسرسي، اړیکو او عامه خدمتونو ترلاسه کولو کې مهم رول لري او د هغوی بندیز به پراخې ټولنیزې، ښوونیزې او اقتصادي ستونزې رامنځته کړي.
معنوي استدلال وکړ، چې د یوې وسیلې منع کول، د دې پر ځای چې د کاروونکو چلند اصلاح کړي؛ د لږ شمېر کسانو د کړنو له امله اکثریت خلکو ته سزا ورکول دي. هغه وویل لکه څنګه چې د ځینو کسانو د ناوړه استفادې له امله کتاب او قلم نه منع کېږي، همداسې ځیرک موبایلونه هم باید منع نهشي.
د ځیرک موبایلونو محدودول یا منع کول نه د حنفي فقې له اصولو سرچینه اخلي او نه د اسلامي شریعت له موخو سره سمون لري؛ بلکې دا یو سیاسي او امنیتي چلند منعکسوي، چې د دین تر نوم لاندې پر ټولنې تپل کېږي.
په دغه سند کې د امر سرغړوونکي «مجرمان» بلل شوي او ویل شوي، چې ښايي پوځي محکمې ته معرفي شي. د افغان خبریالانو مرکز په وینا؛ هبتالله اخوندزاده په کندهار کې له یوشمېر والیانو سره په لیدنه کې دولتي کارکوونکو ته د ځیرکو موبایلونو د نه کارولو امر کړی و او دغه لارښوونه تراوسه د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، بلخ، کندوز، بغلان، بادغیس، بدخشان، هرات، هلمند او غزني ولایتونو ته هم رسېدلې ده.
دغه مرکز د طالبانو یاده پرېکړه غندلې او ویلي یې دي: «د دولتي ادارو د کارکوونکو لپاره د ځیرکو موبایلونو د کارولو منع کول د بیان ازادۍ د لا زیات کنټرول او محدودولو په لور یو بل ګام دی».
هغه ویلي، خبرې اترې به پر دې متمرکزې وي چې څنګه هغه کسان بېرته افغانستان ته واستول شي چې د اروپایي ټولنې لپاره امنیتي ګواښ بلل کېږي. لوپېز اګویلار د اروپایي ټولنې دغه دلیل رد کړ او پر ځای یې ټولنه تورنه کړه، چې افراطي ښي اړخو ډلو او د هغوی د کډوالۍ ضد څرګندونو ته یې اجازه ورکړې چې د سیاستونو لوری وټاکي.
هغه وویل: «موږ ټولټال ۴۵۰ مېلیونه خلک یو. هېڅ دلیل نهشته، چې د هغو کډوالو له امله و وېرېږو چې د نهیلۍ، د فرصتونو د نشتوالي یا د ځورونې له امله تښتي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې له څار او ځورونې سره مخ دي، ځکه هغوی حق لري چې نړۍواله ساتنه وغواړي».
هغه دا هم ویلي: «کډوالي نه ګواښ دی او نه هم ناورین؛ بلکې د بشریت د تاریخ یوه دوامداره برخه ده». په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته سلګونه زره افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې ده.
د ګارډیڼ راپور زیاتوي، چې په ټوله اروپا کې د دغه افغانانو ژوند ورځ تر بلې ستونزمن شوی؛ ځکه د کډوالۍ په اړه سیاسي دریځونه لا سخت شوي دي. ډېری اروپایي هېوادونه داسې ښکاري، چې د هغو ګواښونو له پامه غورځولو ته چمتو دي چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته لېږلو له امله رامنځته کېدای شي؛ په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د بشري ناورین او د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دی.
د ګارډین ورځپاڼې په راپور کې د بروکسل د اروپايي پالیسۍ د مطالعاتو د مرکز د غړې شګوفه غفوري له قوله ویل شوي: «که څه هم له طالبانو سره دغه غونډه په هېڅ ډول د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نهده؛ خو هغه څه چې روان دي په حقیقت کې تر دې هم بد حالت رامنځته کوي».
هغې زیاته کړه: «عادي کول د کوم رسمي تړون لاسلیک ته اړتیا نهلري. دا په تدریجي ډول رامنځته کېږي؛ د ویزو ورکول، د غونډو د خونې برابرولو او د اصولو پر ځای د معاملې او ګټو د سیاست غوره کولو له لارې».
د ملګرو ملتونو راپور وايي، چې له ایران او پاکستان نه بېرته ستانه شوي افغانان د طالبانو لهخوا د نیونې، شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي. د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنول د نړۍوالو قوانینو خلاف دي.
د ګارډین د راپور له مخې؛ که څه هم اروپایي کمېسیون استدلال کوي، له طالبانو سره همکاري د دې لپاره اړینه ده چې هغه کسان افغانستان ته بېرته واستول شي چې په جرمونو محکوم شوي دي؛ خو د کډوالو او جلاوطنو په اړه د اروپايي شورا د پالیسۍ لوړ پوړی شنونکی رشاد جلالي ویلي، چې دا ښايي یوازې د پیل ټکی وي.
هغه وویل: «اصلي ګواښ دا دی، چې کله د اروپایي ټولنې او د طالبانو د واکمنو چارواکو ترمنځ د کډوالو د اېستلو بهیر عادي او بیا پیل شي؛ نو دا به د هغو افغانانو د پراخې شړنې لپاره لاره هواره کړي، چې هېڅ جرمي سابقه نهلري».
همدارنګه د اروپا په پارلمان کې د جرمني د زرغون ګوند غړې هانا نیومن پر خواله رسنیو لیکلي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو لېږل نه یوازې یوه بشري ناکامي ده؛ بلکې یوه ستراتیژیکه تېروتنه هم ده.
هغې زیاته کړه: «که اروپا ځوان افغان نارینه بېرته فقر او نهیلۍ ته واستوي؛ نو ډېر به یې په هغو یوازینیو جوړښتونو پورې تړلي شي، چې لاهم سرپناه او خواړه برابروي: د طالبانو شبکې او دیني مدرسې».
د هغې په وینا؛ هر بېرته ستنېدونکی کس د طالبانو لپاره یوه ګټه کېدای شي. تېره ورځ سرچینو په دې تړاو د افغانستان انټرنشنل د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا ناسته د طالبانو له همدغه پنځه کسیز پلاوي سره چې بروکسل ته ځي شوې او که د یادې ډلې له نورو استازو سره؛ څه ونه ویل.