د پلاوي مشر عبدالقهار بلخي ددې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې بروکسل ته د اروپايي ټولنې په بلنه خپل سفر او د خبرو اترو لړۍ یې بشپړه کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پلاوي د سفر په ترڅ کې له اروپايي ټولنې او د هغې له غړو هېوادونو سره په څو اړخیزو او دوه اړخیزو ناستو کې د اروپا مېشتو افغانانو لپاره د کونسلي خدماتو د بیا پیل د باور جوړونې، د اغېزناک تعامل او د هغو افغانانو د ستونزو د حل پر لارو چارو بحثونه وشول چې په اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه نه دي منل شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
طالبانو ویلي، چې دا ډول تعامل کولای شي د مثبتو اړیکو لپاره نوې لارې پرانیزي، په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل بهیر پیاوړی کړي او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو فضا نوره هم پراخه کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه سفر د اروپايي ټولنې په بلنه ترسره شوی او دواړو لورو د تخنیکي او بشري موضوعاتو پر عملي اړخونو تمرکز کړی دی.
د اروپايي کمیسیون د معلوماتو له مخې، د بروکسل په ناسته کې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.
دا خبرې د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې په کابل کې د ترسره شویو تخنیکي خبرو تعقیبي ناسته بلل شوې، چې دستنېدونکو د پېژندنې، د سفر اسنادو د صادرولو او د هغوی د بېرته ستنولو پر میکانیزمونو یې تمرکز درلود.
د کمیسیون په معلوماتو کې راغلي، د خبرو محور هغه کسان وو چې جدي جرمونه یې کړي او یا د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل کېږي.
د اروپايي هېوادونو د استازو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د افغان کډوالو لپاره د کونسلي خدماتو پر بیا پیل کېدو، دوه اړخیزې باور جوړونې او د باعزته بېرته ستنېدو بهیر په اړه بحث شوی.
طالبانو په خپلو خبرو کې د باور جوړونې پر اقداماتو او د افغان پناه غوښتونکو پر با عزته ستنېدا ټینګار کړی دی.
په دغه پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو وزارت مامورین شامل دي، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوله.
بلجیم د کوربه هېواد په توګه د دوشنبې په شپه اعلان وکړ چې د طالبانو د پنځو استازو لپاره لنډمهاله یو ورځنۍ ویزې صادرې شوې، چې یوازې د بلجیم په قلمرو کې معتبرې دي. د بلجیم چارواکو ویلي چې له امنیتي ارزونې وروسته کوم مشخص ګواښ نه دی تثبیت شوی.
دا لیدنه په اروپا کې له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. منتقدان وایي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو حقونه محدودوي، مدني ازادۍ یې سختې کړې دي او له هغوی سره هر ډول تعامل د دوی نړیوال مشروعیت زیاتوي.