• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان بروکسل ته د خپل پلاوي سفر له اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پیل نوی باب ګڼي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې بروکسل ته د دوی د پلاوي نننی سفر د طالبانو او اروپايي اتحادیې په اړیکو کې د مهم پړاو د پیل نښه ده.

ده زیاته کړې چې دا ګام د افغانستان، جرمني او ناروې تر منځ د مخکینیو هوکړو له تعقیب وروسته اخیستل شوی، چې له مخې یې افغان دیپلوماتانو په دغو هېوادونو کې خپل کار بېرته پیل کړی دی. د هغه په وینا، یادو ماموریتونو تر دې وروسته «سالم او شفاف» قونسلي خدمتونه اروپايي مېشتو افغانانو ته برابر کړي دي.

جلالي ټینګار کړی چې د جرمني او ناروې تجربه کولای شي نورو اروپايي هېوادونو ته د تعامل یو عملي نمونه شي. ده ویلي چې هدف دا دی چې اروپايي افغانان باور وړ خدماتو او له خپل وطن سره اغېزمنو د اړیکو لارو ته ښه لاسرسی ولري.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د بروکسل دا لیدنه به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ عملي او دوامدار تعامل ته لاره هواره کړي. ده زیاته کړې چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په مشري دا بهیر د اروپايي لوري سره د اړیکو په تنظیم او پراختیا کې مرسته کوي.

له بلې خوا، د اروپايي اتحادیې په کوربه‌توب بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر د مهاجرت او قونسلي خدماتو پر بحثونو هم متمرکز بلل شوی دی. د اروپايي سیاستوالو یوه برخه اندېښنه لري چې داسې ناستې دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ورکولای شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۴

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: تر توغندیزو بریدونو لاندې اوربند او سوله ناشونې ده

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
د امریکا بهرنیو چارو وزیر: تر توغندیزو بریدونو لاندې اوربند او سوله ناشونې ده
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، تر هغه چې د ایران له ملاتړ برخمنې نیابتي ډلې په سیمه کې توغندیز بریدونه کوي، د شخړو او دښمنیو پای ته رسېدل ناشوني دي.

روبیو ابوظبۍ ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل چې په لبنان کې د اوربند اړوند خبرې اترې به له ایران سره د هر ډول احتمالي هوکړې څخه جلا پر مخ وړل کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې لبنان یو خپلواک هېواد دی او خپل حکومت لري، له همدې امله متحده ایالات به د لبنان د کورنیو چارو او روان وضعیت په اړه په مستقیم ډول له لبناني حکومت سره خبرې او تعامل کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، روبیو ویلي: «دا بهیر جلا دی، ځکه لبنان یو خپلواک هېواد دی او حکومت لري. موږ به د لبنان او د دغه هېواد د روان وضعیت په اړه مستقیماً له حکومت سره خبرې کوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز د نړیوالو سمندري لارو د ازاد تګ راتګ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ هېواد حق نه لري د نړیوالو اوبو پر مهمو لارو محصول یا فیس ولګوي.

هغه زیاته کړې: «هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکول کېږي چې د یوې نړیوالې سمندري لارې په بدل کې فیس یا لګښت واخلي، ځکه دا د نړیوالو نافذه قوانینو او اصولو برخه ده.»

د روبیو څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په منځني ختیځ کې د امنیتي وضعیت، د لبنان د اوربند او د ایران له ملاتړ برخمنو ډلو د فعالیتونو په اړه نړیوالې اندېښنې لا هم دوام لري.

هانا نیومن: طالبان له اروپايي ټولنې سره خبرې د خپل مشروعیت لپاره د وسیلې په توګه کاروي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
هانا نیومن: طالبان له اروپايي ټولنې سره خبرې د خپل مشروعیت لپاره د وسیلې په توګه کاروي
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن په بروکسل کې د اروپايي کمیسیون او طالبانو ترمنځ وروستۍ لیدنه په کلکه غندلې او هغه یې د شرم وړ بللې ده. هغې وویل چې طالبان له اروپايي ټولنې سره د تخنیکي خبرو په لټه کې نه دي، بلکې غواړي په دې توګه ځان ته نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

دغې جرمنۍ سیاستوالې د ایکس خواله رسنۍ له لارې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې له طالبانو سره هر ډول بلنه، د ویزې ورکول او رسمي لیدنه د دوی د تاییدولو په مانا ده او یو سیاسي سیګنال استوي. هغې زیاته کړه چې له طالبانو سره هېڅ ډول تخنیکي خبرې مانا نه لري او دا ډول اقدامات به د هغوی د لا زړور کېدو لامل شي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې ټینګار کړی چې طالبان له اروپايي ټولنې سره د تخنیکي مسایلو د حل لپاره نه غږېږي، بلکې د هغوی اصلي هدف د مشروعیت ترلاسه کول دی. هغې ویلي چې طالبان به په دې ځای کې ونه درېږي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به له داسې فرصتونو څخه لا زیاته ګټه پورته کړي.

د هانا نیومن د څرګندونو له مخې، هر رسمي ملاقات او هرې ویزې ورکول طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې د هغوی کړنې د منلو وړ دي. نوموړې پر اروپايي چارواکو غږ کړی چې له طالبانو سره له هر ډول داسې تعامل څخه ډډه وکړي چې هغوی ته سیاسي امتیاز ورکوي او د هغوی رژیم ته د حقانیت رنګ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې بلجیم د بروکسل په ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته یو ورځنۍ محدوده ویزه صادره کړې وه. د اروپايي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي چې دا خبرې د هغو افغانانو پر اخراج متمرکزې وې چې په اروپايي هېوادونو کې په درنو جرمونو محکوم دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه اعلامیه کې اعلان کړی چې بروکسل ته د دوی د پنځه کسیز پلاوي سفر پای ته رسېدلی او مثبتې خبرې اترې شوې دي.

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۱
د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ
100%

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ غړی او د سیاسي کمیټې پخوانی رییس قطب‌الدین هلال ومړ. نوموړي په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم ځان نوماند کړی و او د ټاکنو د پایلو له مخې یې له ۱۸۰ زرو زیاتې رایې ترلاسه کړې وې.

قطب‌الدین هلال د ۱۳۳۱ لمریز کال کې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

نوموړي خپلې لوړې زده کړې د ساختماني انجینرۍ په برخه کې بشپړې کړې او په ۱۳۵۴ لمریز کال کې یې د تخنیک اکاډمۍ د مهندسۍ له پوهنځي څخه د لسانس سند ترلاسه کړی و.

هلال تر ۱۳۵۷ لمریز کال پورې د دفاع وزارت د طرحې او ډیزاین په څانګه کې د انجینر په توګه دنده ترسره کړه، خو د سیاسي فعالیتونو له امله د هغه وخت د حکومت له خوا ونیول شو او د پلچرخي په زندان کې بندي شو.

هغه له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته پاکستان ته مهاجر شو او هلته یې د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په سیاسي او تشکیلاتي فعالیتونو کې رول ولوباوه. نوموړی د حزب اسلامي د سیاسي کمېټې مشر، د پکتیا لپاره د ګوند ولایتي مسوول، د جهادي تنظیمونو د اتحاد د پوځي کمېسیون غړی او د حزب اسلامي د دفترونو مسوول پاتې شوی و.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته، هلال د قیادي شورا غړی شو او وروسته یې په ۱۳۷۲ او ۱۳۷۵ لمریزو کلونو کې د صدارت د لومړي مرستیال په توګه دندې ترسره کړې.

نوموړي په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم ځان نوماند کړی و او د ټاکنو د پایلو له مخې یې له ۱۸۰ زرو څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې وې.

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۱
بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بروکسل ته د خپل پلاوي سفر بشپړ اعلان کړی او وايي، هیله من دي چې دا سفر به د مثبت تعامل لپاره نوې لارې پرانيزي. وزارت ویلي، چې هیله لري دا سفر د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو فضا لا پراخه کړي.

د پلاوي مشر عبدالقهار بلخي ددې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې بروکسل ته د اروپايي ټولنې په بلنه خپل سفر او د خبرو اترو لړۍ یې بشپړه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پلاوي د سفر په ترڅ کې له اروپايي ټولنې او د هغې له غړو هېوادونو سره په څو اړخیزو او دوه اړخیزو ناستو کې د اروپا مېشتو افغانانو لپاره د کونسلي خدماتو د بیا پیل د باور جوړونې، د اغېزناک تعامل او د هغو افغانانو د ستونزو د حل پر لارو چارو بحثونه وشول چې په اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه نه دي منل شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

طالبانو ویلي، چې دا ډول تعامل کولای شي د مثبتو اړیکو لپاره نوې لارې پرانیزي، په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل بهیر پیاوړی کړي او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو فضا نوره هم پراخه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه سفر د اروپايي ټولنې په بلنه ترسره شوی او دواړو لورو د تخنیکي او بشري موضوعاتو پر عملي اړخونو تمرکز کړی دی.

د اروپايي کمیسیون د معلوماتو له مخې، د بروکسل په ناسته کې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.

دا خبرې د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې په کابل کې د ترسره شویو تخنیکي خبرو تعقیبي ناسته بلل شوې، چې دستنېدونکو د پېژندنې، د سفر اسنادو د صادرولو او د هغوی د بېرته ستنولو پر میکانیزمونو یې تمرکز درلود.

د کمیسیون په معلوماتو کې راغلي، د خبرو محور هغه کسان وو چې جدي جرمونه یې کړي او یا د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل کېږي.

د اروپايي هېوادونو د استازو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د افغان کډوالو لپاره د کونسلي خدماتو پر بیا پیل کېدو، دوه اړخیزې باور جوړونې او د باعزته بېرته ستنېدو بهیر په اړه بحث شوی.

طالبانو په خپلو خبرو کې د باور جوړونې پر اقداماتو او د افغان پناه غوښتونکو پر با عزته ستنېدا ټینګار کړی دی.

په دغه پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو وزارت مامورین شامل دي، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوله.

بلجیم د کوربه هېواد په توګه د دوشنبې په شپه اعلان وکړ چې د طالبانو د پنځو استازو لپاره لنډمهاله یو ورځنۍ ویزې صادرې شوې، چې یوازې د بلجیم په قلمرو کې معتبرې دي. د بلجیم چارواکو ویلي چې له امنیتي ارزونې وروسته کوم مشخص ګواښ نه دی تثبیت شوی.

دا لیدنه په اروپا کې له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. منتقدان وایي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو حقونه محدودوي، مدني ازادۍ یې سختې کړې دي او له هغوی سره هر ډول تعامل د دوی نړیوال مشروعیت زیاتوي.

اروپايي ټولنه او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰ میلیونه یورو په ارزښت یوه نوې پروژه پلې کوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۱
اروپايي ټولنه او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰ میلیونه یورو په ارزښت یوه نوې پروژه پلې کوي
100%

اروپايي ټولنه او د کډوالۍ نړیوال سازمان په ګډه د ۲۰ میلیونه یورو په ارزښت یوه نوې پروژه پلې کوي، څو راستنېدونکو کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو ته اړین روغتیايي او د خوندیتوب خدمات وړاندې کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، دا مرسته به د روغتیا، خوندیتوب، رواني او ټولنیز ملاتړ، معیشت او بیا رغونې په برخو کې وکارول شي.

د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان د مرستیال مشرې موتیا ماسکون ویلي، دا مرسته به دغه سازمان ته زمینه برابره کړي چې حیاتي خدمات پراخ کړي، له کوچنیو سوداګریو ملاتړ وکړي او راستنېدونکو او کوربه ټولنو ته د ټولنیزو سرچینو د مرکزونو له لارې اړین خدمات ورسوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ورونیکا بوشکوویچ پوهار ویلي، اروپايي ټولنه د راستنېدونکو د بیا ادغام ملاتړ ته ژمنه ده.

نوموړې زیاته کړې چې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې د بې‌ځایه کېدو د کړکېچ د حل لپاره له ۱۴۰ میلیونه یورو څخه ډېرې مرستې ځانګړې کړې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲،۸ میلیونه بې‌اسناده افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي، ډېری راستنېدونکي له محدودو سرچینو سره افغانستان ته راځي او د استوګنې، کارموندنې او لومړنیو خدماتو د ترلاسه کولو له ستونزو سره مخ دي.

د اروپايي ټولنې د نوې مرستې له لارې به د معیشت د پیاوړتیا، مسلکي زده‌کړو او د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د ودې پروګرامونه پراخ شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، دا پروګرام به د ملګرو ملتونو له نورو ادارو او شریکانو سره په همغږۍ پلي شي.