• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتنه سیاستواله: د افغان مېرمنو او نجونو پر ضد بنديزونه د بنسټيزو حقونو سرغړونه ده

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱

پښتنه سیاستواله او د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مرکزي سيکرتره صاحبه بړېڅې ويلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري لګېدلي بندېزونه د اساسي بشري حقونو څخه سرغړونه ده او دوی په هر ډګر کې د افغان مېرمنو ترڅنګ ولاړې او ملاتړ یې کوي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې صاحبه بړېڅې وويل، د ۲۰۲۱م کال د اکست په ۱۵م چې په افغانستان کې جمهوري نظام وپرځېده، ورسره سم په افغان مېرمنو بنديزونه لګېدل پيل شول، د نجونو په لوړو زده کړو او ليک لوست باندې بنديز ولګول شو، همدارنګ د مېرمنو دندې وتړل شوې او د کار روزګار څخه منع کړل شوې.

هغې زياته کړه، «پښتونخوا نشنل عوامي ګوند په افغان خوېندو باندې د لګېدلو بنديزونو مخالفت کوي»

بړېڅې وويل، مېرمنې د نړۍ نيمه ابادي ده، که نيمه ابادي د ليک لوست، وظيفو او کاروباري چارو څخه محرومه پاتې شي نو په داسې حال کې به نړۍ څنګه پر مخ ولاړه شي.

د مېرمنو پر وړاندې بنديزونو او په ځانګړي ډول د زده کړو څخه د نجونو منع کولو په اړه هغې وویل، دا کار به په خپله افغانستان د «نړۍ څخه ۱۰۰ کاله شاته پاتې کړي».

د افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ په تړاو یې وويل، «بايد افغان مېرمنو ته بشري اساسي حقونه ترلاسه شي، موږ د افغان مېرمنو ملاتړ کوو او په هر ډګر کې به د افغان مېرمنو لپاره غږ پورته کوو».

هغې زياته کړه، بايد افغان مېرمنو ته د زده کړو او کاروباري چارو په برخه کې ازادي ورکړل شي تر څو افغان ټولنه پرمختګ وکړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

طالبان بروکسل ته د خپل پلاوي سفر له اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پیل نوی باب ګڼي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
طالبان بروکسل ته د خپل پلاوي سفر له اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پیل نوی باب ګڼي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې بروکسل ته د دوی د پلاوي نننی سفر د طالبانو او اروپايي اتحادیې په اړیکو کې د مهم پړاو د پیل نښه ده.

ده زیاته کړې چې دا ګام د افغانستان، جرمني او ناروې تر منځ د مخکینیو هوکړو له تعقیب وروسته اخیستل شوی، چې له مخې یې افغان دیپلوماتانو په دغو هېوادونو کې خپل کار بېرته پیل کړی دی. د هغه په وینا، یادو ماموریتونو تر دې وروسته «سالم او شفاف» قونسلي خدمتونه اروپايي مېشتو افغانانو ته برابر کړي دي.

جلالي ټینګار کړی چې د جرمني او ناروې تجربه کولای شي نورو اروپايي هېوادونو ته د تعامل یو عملي نمونه شي. ده ویلي چې هدف دا دی چې اروپايي افغانان باور وړ خدماتو او له خپل وطن سره اغېزمنو د اړیکو لارو ته ښه لاسرسی ولري.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د بروکسل دا لیدنه به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ عملي او دوامدار تعامل ته لاره هواره کړي. ده زیاته کړې چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په مشري دا بهیر د اروپايي لوري سره د اړیکو په تنظیم او پراختیا کې مرسته کوي.

له بلې خوا، د اروپايي اتحادیې په کوربه‌توب بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر د مهاجرت او قونسلي خدماتو پر بحثونو هم متمرکز بلل شوی دی. د اروپايي سیاستوالو یوه برخه اندېښنه لري چې داسې ناستې دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ورکولای شي.

هانا نیومن: طالبان له اروپايي ټولنې سره خبرې د خپل مشروعیت لپاره د وسیلې په توګه کاروي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
هانا نیومن: طالبان له اروپايي ټولنې سره خبرې د خپل مشروعیت لپاره د وسیلې په توګه کاروي
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن په بروکسل کې د اروپايي کمیسیون او طالبانو ترمنځ وروستۍ لیدنه په کلکه غندلې او هغه یې د شرم وړ بللې ده. هغې وویل چې طالبان له اروپايي ټولنې سره د تخنیکي خبرو په لټه کې نه دي، بلکې غواړي په دې توګه ځان ته نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

دغې جرمنۍ سیاستوالې د ایکس خواله رسنۍ له لارې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې له طالبانو سره هر ډول بلنه، د ویزې ورکول او رسمي لیدنه د دوی د تاییدولو په مانا ده او یو سیاسي سیګنال استوي. هغې زیاته کړه چې له طالبانو سره هېڅ ډول تخنیکي خبرې مانا نه لري او دا ډول اقدامات به د هغوی د لا زړور کېدو لامل شي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې ټینګار کړی چې طالبان له اروپايي ټولنې سره د تخنیکي مسایلو د حل لپاره نه غږېږي، بلکې د هغوی اصلي هدف د مشروعیت ترلاسه کول دی. هغې ویلي چې طالبان به په دې ځای کې ونه درېږي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به له داسې فرصتونو څخه لا زیاته ګټه پورته کړي.

د هانا نیومن د څرګندونو له مخې، هر رسمي ملاقات او هرې ویزې ورکول طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې د هغوی کړنې د منلو وړ دي. نوموړې پر اروپايي چارواکو غږ کړی چې له طالبانو سره له هر ډول داسې تعامل څخه ډډه وکړي چې هغوی ته سیاسي امتیاز ورکوي او د هغوی رژیم ته د حقانیت رنګ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې بلجیم د بروکسل په ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته یو ورځنۍ محدوده ویزه صادره کړې وه. د اروپايي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي چې دا خبرې د هغو افغانانو پر اخراج متمرکزې وې چې په اروپايي هېوادونو کې په درنو جرمونو محکوم دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه اعلامیه کې اعلان کړی چې بروکسل ته د دوی د پنځه کسیز پلاوي سفر پای ته رسېدلی او مثبتې خبرې اترې شوې دي.

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۱
د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ
100%

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ غړی او د سیاسي کمیټې پخوانی رییس قطب‌الدین هلال ومړ. نوموړي په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم ځان نوماند کړی و او د ټاکنو د پایلو له مخې یې له ۱۸۰ زرو زیاتې رایې ترلاسه کړې وې.

قطب‌الدین هلال د ۱۳۳۱ لمریز کال کې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

نوموړي خپلې لوړې زده کړې د ساختماني انجینرۍ په برخه کې بشپړې کړې او په ۱۳۵۴ لمریز کال کې یې د تخنیک اکاډمۍ د مهندسۍ له پوهنځي څخه د لسانس سند ترلاسه کړی و.

هلال تر ۱۳۵۷ لمریز کال پورې د دفاع وزارت د طرحې او ډیزاین په څانګه کې د انجینر په توګه دنده ترسره کړه، خو د سیاسي فعالیتونو له امله د هغه وخت د حکومت له خوا ونیول شو او د پلچرخي په زندان کې بندي شو.

هغه له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته پاکستان ته مهاجر شو او هلته یې د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په سیاسي او تشکیلاتي فعالیتونو کې رول ولوباوه. نوموړی د حزب اسلامي د سیاسي کمېټې مشر، د پکتیا لپاره د ګوند ولایتي مسوول، د جهادي تنظیمونو د اتحاد د پوځي کمېسیون غړی او د حزب اسلامي د دفترونو مسوول پاتې شوی و.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته، هلال د قیادي شورا غړی شو او وروسته یې په ۱۳۷۲ او ۱۳۷۵ لمریزو کلونو کې د صدارت د لومړي مرستیال په توګه دندې ترسره کړې.

نوموړي په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم ځان نوماند کړی و او د ټاکنو د پایلو له مخې یې له ۱۸۰ زرو څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې وې.

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۱
بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بروکسل ته د خپل پلاوي سفر بشپړ اعلان کړی او وايي، هیله من دي چې دا سفر به د مثبت تعامل لپاره نوې لارې پرانيزي. وزارت ویلي، چې هیله لري دا سفر د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو فضا لا پراخه کړي.

د پلاوي مشر عبدالقهار بلخي ددې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې بروکسل ته د اروپايي ټولنې په بلنه خپل سفر او د خبرو اترو لړۍ یې بشپړه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پلاوي د سفر په ترڅ کې له اروپايي ټولنې او د هغې له غړو هېوادونو سره په څو اړخیزو او دوه اړخیزو ناستو کې د اروپا مېشتو افغانانو لپاره د کونسلي خدماتو د بیا پیل د باور جوړونې، د اغېزناک تعامل او د هغو افغانانو د ستونزو د حل پر لارو چارو بحثونه وشول چې په اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه نه دي منل شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

طالبانو ویلي، چې دا ډول تعامل کولای شي د مثبتو اړیکو لپاره نوې لارې پرانیزي، په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل بهیر پیاوړی کړي او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو فضا نوره هم پراخه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه سفر د اروپايي ټولنې په بلنه ترسره شوی او دواړو لورو د تخنیکي او بشري موضوعاتو پر عملي اړخونو تمرکز کړی دی.

د اروپايي کمیسیون د معلوماتو له مخې، د بروکسل په ناسته کې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.

دا خبرې د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې په کابل کې د ترسره شویو تخنیکي خبرو تعقیبي ناسته بلل شوې، چې دستنېدونکو د پېژندنې، د سفر اسنادو د صادرولو او د هغوی د بېرته ستنولو پر میکانیزمونو یې تمرکز درلود.

د کمیسیون په معلوماتو کې راغلي، د خبرو محور هغه کسان وو چې جدي جرمونه یې کړي او یا د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل کېږي.

د اروپايي هېوادونو د استازو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د افغان کډوالو لپاره د کونسلي خدماتو پر بیا پیل کېدو، دوه اړخیزې باور جوړونې او د باعزته بېرته ستنېدو بهیر په اړه بحث شوی.

طالبانو په خپلو خبرو کې د باور جوړونې پر اقداماتو او د افغان پناه غوښتونکو پر با عزته ستنېدا ټینګار کړی دی.

په دغه پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو وزارت مامورین شامل دي، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوله.

بلجیم د کوربه هېواد په توګه د دوشنبې په شپه اعلان وکړ چې د طالبانو د پنځو استازو لپاره لنډمهاله یو ورځنۍ ویزې صادرې شوې، چې یوازې د بلجیم په قلمرو کې معتبرې دي. د بلجیم چارواکو ویلي چې له امنیتي ارزونې وروسته کوم مشخص ګواښ نه دی تثبیت شوی.

دا لیدنه په اروپا کې له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. منتقدان وایي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو حقونه محدودوي، مدني ازادۍ یې سختې کړې دي او له هغوی سره هر ډول تعامل د دوی نړیوال مشروعیت زیاتوي.

اروپايي ټولنه او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰ میلیونه یورو په ارزښت یوه نوې پروژه پلې کوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۱
اروپايي ټولنه او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰ میلیونه یورو په ارزښت یوه نوې پروژه پلې کوي
100%

اروپايي ټولنه او د کډوالۍ نړیوال سازمان په ګډه د ۲۰ میلیونه یورو په ارزښت یوه نوې پروژه پلې کوي، څو راستنېدونکو کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو ته اړین روغتیايي او د خوندیتوب خدمات وړاندې کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، دا مرسته به د روغتیا، خوندیتوب، رواني او ټولنیز ملاتړ، معیشت او بیا رغونې په برخو کې وکارول شي.

د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان د مرستیال مشرې موتیا ماسکون ویلي، دا مرسته به دغه سازمان ته زمینه برابره کړي چې حیاتي خدمات پراخ کړي، له کوچنیو سوداګریو ملاتړ وکړي او راستنېدونکو او کوربه ټولنو ته د ټولنیزو سرچینو د مرکزونو له لارې اړین خدمات ورسوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ورونیکا بوشکوویچ پوهار ویلي، اروپايي ټولنه د راستنېدونکو د بیا ادغام ملاتړ ته ژمنه ده.

نوموړې زیاته کړې چې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې د بې‌ځایه کېدو د کړکېچ د حل لپاره له ۱۴۰ میلیونه یورو څخه ډېرې مرستې ځانګړې کړې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲،۸ میلیونه بې‌اسناده افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي، ډېری راستنېدونکي له محدودو سرچینو سره افغانستان ته راځي او د استوګنې، کارموندنې او لومړنیو خدماتو د ترلاسه کولو له ستونزو سره مخ دي.

د اروپايي ټولنې د نوې مرستې له لارې به د معیشت د پیاوړتیا، مسلکي زده‌کړو او د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د ودې پروګرامونه پراخ شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، دا پروګرام به د ملګرو ملتونو له نورو ادارو او شریکانو سره په همغږۍ پلي شي.