کورنۍ لوبې؛ د دوو زونونو ترمنځ د فوټسال غوراوي سیالۍ ترسره شوې

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د زونونو په کچه الف لیګ سیالیو ته د لارموندنې په موخه د شمال ختیځ او سوېل ختیځ زونونو غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په لړ کې د شمال ختیځ زون سیالۍ د بغلان ولایت په کوربهتوب ترسره شوې، چې په پایله کې د «خپلواک بغلان» لوبډلې د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ. له دې سره یادې لوبډلې د شمال ختیځ زون د استازي په توګه د افغانستان د زونونو په کچه د فوټسال الف لیګ سیالیو ته د ګډون حق ترلاسه کړ.
د فوټسال ملي کمېټې په وینا؛ دغه سیالۍ د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د غوره لوبډلو د پېژندنې او د فوټسال د ودې په موخه ترسره کېږي.
