پاکستاني او روسي چارواکو له افغانستان نه د ورپېښو امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو له افغانستان نه د ورپېښو «ترهګریزو» ګواښونو او پر سیمهییز امنیت یې د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ پاکستاني لوري ټینګار کړی چې په افغانستان کې واکمن چارواکي باید د وسلهوالو ډلو پرضد سملاسي او د باور وړ اقدامات ترسره کړي؛ څو د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد د «ترهګریزو» فعالیتونو د پلان جوړونې او ترسره کولو لپاره ونه کارول شي. دغه څرګندونې د پاکستان او روسیې د ترهګرۍ ضد ګډې کاري ډلې د ۱۲مې غونډې پرمهال شوې، چې (د چنګاښ په ۲مه) په اسلاماباد ښار کې جوړه شوې وه. په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې پرمهال دواړه خواوو د سیمې امنیتي وضعیت، له افغانستان نه د ورپېښو ګواښونو او د «ترهګرۍ» د نوو بڼو په اړه بحث او خبرې کړې. همداراز د ترهګرو ډلو د تمویل او جلب و جذب د نویو لارو چارو او د دغه ګواښونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر اړتیا هم خبرې شوې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دواړه خواوو د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا خوښي څرګنده کړه او د ملګرو ملتونو او شانګهای همکاریو سازمان په ګډون په سیمهییزو او نړۍوالو فورمونو کې یې د لازیاتې همغږۍ پر لارو چارو بحث وکړ. د روسي پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي او د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خالد جمالي کوله. د خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان او روسیې د ترهګرۍ ضد ګډې کاري ډلې راتلونکې غونډه به راتلونکی کال په مسکو کې جوړه شي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.