• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمودخان اڅکزی: د پاکستان اوسنی حکومت ناقانونه دی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي سختې نیوکې وکړې او حکومت یې ناقانونه وباله او د اپوزېسیون پر سیاسي فعالیتونو د بندیزونو او د ولسي حقونو د محدودولو په اړه یې جدي پوښتنې راپورته کړې.

محمودخان اڅکزي د ملي اسمبلۍ په غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې اوسنی حکومت ناقانونه دی او د ولسواکۍ پر بنسټ د سیاسي ازادۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي. نوموړي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف پوښتنه کړې، اپوزېسیون کوم جرم کړی چې د احتجاج او ولسي غونډو اجازه نه ورکول کېږي او ولې د سیاسي فعالیتونو په وړاندې محدودیتونه لګول شوي دي.
اڅکزي دا هم وویل، چې د اپوزېسیون غږ کمزوري کولو هڅې روانې دي او د ولس استازو ته د خپلې رایې او نظر د څرګندولو بشپړه ازادي نه ورکول کېږي. هغه ټینګار کړی، چې د ولسي حقونو او سیاسي ازادۍ د خوندیتوب لپاره باید بنسټیزو اصولو ته درناوی وشي او د سیاسي فشارونو لړۍ ودرېږي.
وروسته د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر مداخله وکړه او هغه ته یې خبرداری ورکړ، چې په پارلمان کې پر ملي ادارو نیوکې ونه کړي؛ خو اپوزېسیون دغه دریځ د بیان ازادۍ د محدودولو هڅه وبلله.
د غونډې پرمهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اڅکزي د څرګندونو په ځواب کې وویل، چې حکومت قانوني دی او ټولې پرېکړې د اساسي قانون له مخې کېږي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري