د محرم الحرام ورځې؛ پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ د دوو ورځو لپاره تړي
په تورخم کې د پاکستان دولتي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د محرم الحرام د رخصتیو له امله د تورخم دروازه د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.
د دغه پرېکړې له امله به افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ او عادي تګ راتګ هم د دوو ورځو لپاره ودرول شي او د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به بېرته پیل شي.
د تورخم پولې تر څنګ، د حمزه بابا د افغان کډوالو کمپ هم د دغو دوو ورځو لپاره د مراجعینو پر مخ تړل شوی دی. لنډي کوتل کې مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر په دې اړه ویلي، چې د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه به په یاد کمپ کې ټول اداري او دفتري فعالیتونه په ټپه ولاړ وي او له افغان کډوالو یې غوښتي چې په دې موده کې دغه مرکز ته له ورتګ څخه ډډه وکړي څو له احتمالي ستونزو او بېځایه انتظار سره مخ نه شي.
پاکستاني چارواکو له کډوالو غوښتنه کړې چې د حکومتي لارښوونو او ټاکل شوي مهالویش پابندي وکړي او د نویو بدلونونو لپاره د چارواکو لخوا خپرېدونکو خبرتیاوو ته پام وکړي. د دغه کمپ د چارواکو په وینا، د محرم الحرام د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به د حمزه بابا کمپ خپل عادي فعالیتونه بېرته پیل کړي او ټول خدمات به د پخوا په څېر وړاندې شي.
د حمزه بابا کمپ په پاکستان کې د مېشتو افغان وګړو د ثبت، د اسنادو د پروسس او نورو اړوندو اداري چارو د ترسره کولو لپاره یو له مهمو مرکزونو څخه دی چې هره ورځ ورته ګڼ شمېر کسان مراجعه کوي. د پولې د بندېدو پر مهال به د کډوالو د ستنېدو بهیر په بشپړ ډول ځنډېدلی وي او د رخصتیو له پای وروسته به بېرته پیل شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم په شدت سره دوام لري او د راپورونو له مخې، تېر کال شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په زوره یا خپله خوښه هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو د پولیسو چاپې په بېساري ډول زیاتې شوي او یوازې له پنجاب ایالت څخه تر ۳۴ زره ډېر کډوال اېستل شوي دي، چې له امله یې په تورخم کې د کډوالو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.