• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: له مرستې پرته به د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو کورنیو کړاو لا زیات شي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان استازې اولګا چیریفکو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې له څلورو کلونو تېرېدو وروسته هم ګڼې کورنۍ له کړاوه ډک ژوند تېروي.

هغې ویلي، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي د دغه کورنیو ستونزې او کړاوونه به لا پسې زیات شي. اوچا د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه د افغانستان ختیځو ولایتونو ته د اولګا چیریفکو د سفر ویډيو خپره کړې.
هغې ویلي: «له زلزلې د څلورو کلونو په تېرېدو لاهم ډېرې کورنۍ د دغه ناورین د اغېزو د جبران لپاره مبارزه کوي او د ژوند د اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي». د هغې په خبره؛ د کال تر نیمايي پورې بشري مرستې یوازې ۱۷ سلنه تمویل شوې دي.

چیریفکو ویلي، د بشري مرستندویه ادارو له همکاریو سره، سره لا هم ګڼې دغه کورنۍ د سرپناه د نشتوالي ترڅنګ له زیاتو ستونزو سره مخ دي. هغې اندېښنه ښودلې، چې په سیمه کې اړتیاوې زیاتې دي او د بشري مرستو بودجه لاهم په خطرناک ډول کمه ده.

چیریفکو ویلي: «دغه خلک خیرات نه غواړي؛ هغوی زغم لرونکي، پیاوړي او د ستونزو پر وړاندې د مبارزې خلک دي؛ خو یوازې مقاومت او زغم بسنه نه‌کوي». نوموړې ټینګار کړی، چې باید د ملاتړ او خواخوږۍ خبرې په عملي اقداماتو بدلې شي؛ داسې اقدامات چې د رغونې، بیارغونې او د باثباته ژوند لپاره لاره هواره کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په دایکنډي کې د یوه پخواني پوځي د وژنې په اړه پلټنې کوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱
طالبان وایي په دایکنډي کې د یوه پخواني پوځي د وژنې په اړه پلټنې کوي
100%

په دایکنډي کې د یوه پخواني پوځي تر وژل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو د والي دفتر په یاده پېښه کې د خپلو ځواکونو د لاس لرلو تورونه رد کړي. د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده او د عاملینو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

تر دې وړاندې په دایکنډي کې ځايي سرچینو ویلي وو، چې ناپېژاندو وسله‌والو د جمعې په ماښام (د غبرګولي ۲۹مه) د شهرستان ولسوالۍ په القان بازار کې د ولسوالۍ مقام ته نږدې یاسر بهزاد حسیني چې د پخواني حکومت د پوځ افسر و په ډزو وواژه.

طالبانو ته نږدې رسنیو د دغه پخواني سرتېري د پلار د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې؛ خو دا لا روښانه نه‌ده چې دغه څرګندونې په کومو شرایطو کې ثبت شوې دي. نوموړي په ویډیو کې ویلي: «زوی مې د ملکي کسانو له‌خوا وژل شوی او د طالبانو ځواکونه په دې قضیه کې لاس نه‌لري».

د طالبانو د مخالفو مشرانو له ډلې محمد محقق دغه پېښه د پخواني جمهوري نظام د پوځيانو د «منظم او پرله‌پسې وژنو» لړۍ یوه برخه بللې او غندلې یې ده. همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصير احمد فایق د دغه پخواني افسر د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي: «د پخواني حکومت نظامیان د طالبانو د جنایتونو قربانیان دي».

په دایکنډي کې د طالبانو د والي دفتر د چنګاښ میاشتې په دویمه نېټه په یوه اعلامیه کې دغه تورونه رد کړل. که څه هم په اعلامیه کې د وژل شوي کس نوم په مستقیم ډول نه‌دی یاد شوی؛ خو د پېښې ځای او خپاره شوي راپورونه ښيي، چې د طالبانو اشاره د یاسر بهزاد حسیني د وژنې قضیې ته ده. دا له هغو نسبتا کم‌سارو مواردو څخه ګڼل کېږي، چې طالبان په ښکاره ډول د یوه پخواني نظامي د وژنې دوسیې له څېړنې خبر ورکوي.

لوګر کې د یو مېلیون ډالرو په ارزښت د کرومایټ ډبرو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۳ GMT+۱
لوګر کې د یو مېلیون ډالرو په ارزښت د کرومایټ ډبرو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه
100%

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په صنعتي‌ښارګوټي کې د یوه خصوصي شرکت له‌خوا د یو مېلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د کرومایټ ډبرو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه. د یادې فابریکې مسوولین وایي، دغه فابریکه هره ورځ د شاوخوا ۵۰۰ ټنه کرومایټ ډبرو د پروسس وړتیا لري.

په لوګر کې د طالبانو مرستیال والي انعام‌الله صلاح الدین د کانونو په برخه کې د پانګونې پر پراخو فرصتونو ټینګار کړی او له سوداګرو یې غوښتي، چې د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کانونو وزارت طالب مسوولینو ویلي، چې دغه فابریکه به د کرومایټ ډبرو د پروسس، د کانونو د ارزښت لوړولو او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي. د معلوماتو له مخې؛ لوګر د کرومایټو له بډایه ولایتونو څخه دی او دا مهال د پنځو نورو کانونو د استخراج چارې هم روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې په نړۍوال بازار کې د یو ټن ناپروسس شوې کرومایټ ډبرې بیه شاوخوا ۲۰۰ امریکایي ډالرو ته رسېږي.

فرشته عباسي: اروپایي هېوادونه دې له هغو ګامونو ډډه وکړي چې د طالبانو د مشروعیت لامل ګرځي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱
فرشته عباسي: اروپایي هېوادونه دې له هغو ګامونو ډډه وکړي چې د طالبانو د مشروعیت لامل ګرځي
100%

د بشري حقونو څار بنسټ د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي، له اروپايي ټولنې او د هغې له غړو هېوادونو غوښتي چې له هغو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې د طالبانو لپاره د اعتبار او مشروعیت د زیاتېدو لامل ګرځي.

عباسي په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې طالبان د داسې امتیازونو او سیاسي اعتبار مستحق نه دي او باید اجازه ورنه کړل شي چې اروپايي هېوادونو ته سفر وکړي او دغه سفرونه د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي.

هغې ټینګار کړی چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي، د طالبانو د استازو سفرونه او ورته فرصتونه ناسم پیغام لېږي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو له روان وضعیت سره په ټکر کې دي.

فریشته عباسي زیاته کړې چې نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونه، باید د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي او له هغو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې د طالبانو د نړیوال مشروعیت د پیاوړتیا لامل کېږي.

د نوموړې دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر ټولنیزو او مسلکي فعالیتونو محدودیتونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي او د بشري حقونو بنسټونه په پرله‌پسې ډول په دې اړه اندېښنې څرګندوي.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون په بروکسل کې د طالب پلاوي د نیولو غوښتنه کړې وه

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون په بروکسل کې د طالب پلاوي د نیولو غوښتنه کړې وه
100%

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون اعلان کړی، چې په بلجیم کې یې د طالبانو د هغه پلاوي پر ضد چې بروکسل ته تللی، د فدرالي څارنوالۍ په دفتر کې شکایت ثبت کړی دی. دغه نړیوال بشري بنسټ د بلجیم په خاوره کې د طالبانو د پلاوي د غړو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون د سې‌شنبې ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د طالبانو د هغه پلاوي پر ضد یې په محکمه کې شکایت ثبت کړی چې د افغان کډوالو په اړه د تخنیکي خبرو اترو لپاره د اروپایي کمېسیون په بلنه بروکسل ته ورغلی و.

دغه معتبر نړیوال بنسټ په خپل حقوقي عریضه کې د جرمونو نړیوالې محکمې د هغې پرېکړې یادونه کړې چې له مخې یې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د نیولو حکم صادر شوی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې تېر کال د چنګاښ په میاشت کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم شرعي د نیولو حکم د «بشریت ضد جرمونو» په تور صادر کړی و.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون مشر الکسي دسوف ویلي چې د اروپایي ټولنې په خاوره کې له طالبانو سره خبرې اترې «یو غیردموکراتیک رژیم ته سیاسي مشروعیت وربښي». هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې «نږدې په بشپړه توګه» له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې دي.

سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونو او د طالبانو مخالفانو له دې سفر سره مخالفت ښودلی و، د طالبانو پلاوی د سې‌شنبې په ورځ بروکسل ته ورسېد څو د هغو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي چې جرمونه یې ترسره کړي یا یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

دغه پلاوی د محدودې او یوازې د یوې ورځې ویزې په ترلاسه کولو بلجیم ته داخل شوی و او د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته یې د دغه هېواد خاوره پرېښوده.

په اروپایي کمېسیون کې باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو پلاوي لږ تر لږه د ۱۵ اروپایي هېوادونو له استازو سره خبرې کړې دي.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون همداراز له اروپایي ټولنې غوښتي چې د جبري بېرته ستنولو د منع اصل ته درناوی وکړي. د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅوک باید هغو هېوادونو ته په زور ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند، خوندیتوب او بنسټیز حقونه له جدي ګواښ سره مخ وي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي: په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۱
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي: په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی
100%

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، چې طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او توانېدلي چې د مخدره موادو تولید او قاچاق تر ډېره له منځه یوسي.

سرګي شویګو په هند کې د ملي امنیت د سلاکارانو له غونډې وروسته د طالبانو د مخدره موادو ضد اقداماتو ته په اشارې وویل: «د افغانستان چارواکو د مخدره موادو د قاچاق د کمولو لپاره پراخ ګامونه پورته کړي دي. هغوی د دې کار لپاره ځانګړی پروګرام درلود، هغه یې تعقیب کړ او په پای کې یې عملي کړ.»

د روسیې د امنیت شورا منشي د شته شمېرو پر بنسټ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د مخدره موادو تولید او قاچاق شاوخوا ۹۰ سلنه راکم شوی دی.

د شویګو دا څرګندونې د هغه له پخواني دریځ سره څرګند توپیر لري. نوموړي د جوزا په پنځمه، په مسکو کې د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې ویلي وو: «د افغانستان وضعیت لا هم پېچلی دی. د مخدره موادو او وسلو د قاچاق ګواښ لا هم موجود دی او د نړیوالو ترهګرو ډلو او سازمانونو فعالیتونه دوام لري.»

طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د نشه‌يي توکو کر، تولید او قاچاق منع اعلان کړ. که څه هم نړیوالې شمېرې د کوکنارو په کر کې د پام وړ کموالی ښيي، خو دا پدیده په بشپړه توګه نه ده درېدلې او لا هم په ځینو ولایتونو کې دوام لري.

تېر کال په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاین د طالبانو او سیمه‌ییزو بزګرانو ترمنځ د خونړیو نښتو لامل شو.

بل لور ته، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کوکنارو د کر د کمېدو ترڅنګ په افغانستان کې د صنعتي نشه‌يي توکو تولید مخ په زیاتېدو دی. د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر ضد دفتر راپور ورکړی چې سره له دې چې د کوکنارو کر شل سلنه کم شوی، د صنعتي نشه‌يي توکو، په ځانګړې توګه د مېت‌آمفتامین یا «شیشې» تولید مخ پر زیاتېدو روان دی.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د مېت‌آمفتامین د نیولو او کشف شویو پېښو کچه د تېر کال په پرتله نږدې ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.