د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر عبدالبصیر انور ومړ

د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر او د اسلامي حزب غړی عبدالبصیر انور د ترکیې په انقره کې د ورپیښې ناروغۍ له امله ومړ. یو شمېر جلاوطنه سیاستوالو د نوموړي پر مړینه خواشینې ښودلې ده.

د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر او د اسلامي حزب غړی عبدالبصیر انور د ترکیې په انقره کې د ورپیښې ناروغۍ له امله ومړ. یو شمېر جلاوطنه سیاستوالو د نوموړي پر مړینه خواشینې ښودلې ده.
عبدالبصیر انور په ۱۳۳۱ کال کې په پروان کې زیږیدلی او خپلې لومړنۍ زده کړې یې د کابل په نادریه لیسه کې بشپړې کړې او وروسته یې د کابل پوهنتون په طب پوهنځي کې زده کړې کړې وې.
نوموړي حقوقي زده کړې د پاکستان په شهادت العالمیه پوهنتون کې بشپړې کړې وې.
انور د جمهوري نظام پرمهال د ټولنیزو چارو په برخه کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او وروسته د عدلیې وزارت د وزیر په توګه په دنده وګومارل شو.
عبدالبصیر انور د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته ترکیې ته لاړ او هلته یې هم سیاسی فعالیتونه کول او د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا غړیتوب یې هم درلود.
نوموړی د سې شنبې په ورځ د ورپښې ناروغۍ له امله په انقره کې ومړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې هبت الله اخوندزاده له خوا پر ډیورنډ کرښه د ۸زره کسیزې قطعې ځای پر ځای کول د طالبانو خپله خوښه ده، خو دده په وینا، باید «ټاکل شوې پولې» ته درناوی وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د چار شنبې په ورځ د خپل اونیز خبرې کنفرانس پرمهال د هبت الله له لوري د جوړېدونکې ۸۰۰۰ کسیزې قطعې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«د ځواکونو ځای پرځای کول د هغوی خپله پرېکړه ده؛ خو باید ټاګل شویو پولو ته درناوی وکړي.»
نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې چې د غبرګولي پر ۲۹مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې د څار او امنیت ساتنې لپاره د یوې ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړي قطعې د جوړولو امر ور کړی.
د یادې قطعې نوم «هبتي قطعه» ده او د جنګیالیو معاشونه به یې د عادي طالبانو په پرتله لوړ وي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر لهخوا جوړه شوې ځانګړي قطعه د ډیورنډ کرښې د امنیت خوندیتوب لپاره جوړیږي او د یادې قطعې له منظمېدو وروسته به د ډیورنډ کرښې د څار او ددې کرښې په اوږدو کې د هرډول تحرکاتو او د جګړې او متارکې قومانده د همدې قطعې په واک کې وي.
په کندهار او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو «پخواني سرتېري به هم پر ډیورنډ کرښه په خپلو پوستو کې وي، خو ټوله قومانده به د نوې قطعې په لاس کې وي».
همدارنګه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د طالبانو د دفاع وزارت د دوو سرچینو منلې چې د «هبتي قطعې» په نوم د ۸۰۰۰ کسیز ځانګړي ځواک د جوړېدو بهیر روان دی، چې تمویل، روزنه او پوځي تجهیزات به یې د روسیې لهخوا برابر شي.
سرچینې وايي چې دا قطعه به د داعـش پر ضد عملیات کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، تمه کېږي چې ګڼ شمېر افغانان د علي خامنه يي د جنازې او خښولو په مراسمو کې ګډون وکړي او په دې تړاو اړین تدابیر نیول شوي دي.
بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان، ډېر خلک په دغو مراسمو کې د ګډون لېوالتیا لري.
هغه زیاته کړې چې په کابل کې د ایران سفارت او اړوندو کونسلګریو د ګډونوالو لپاره لازمې اسانتیاوې او تدابیر برابر کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د افغانانو د ګډون د اسانتیا لپاره به هر ممکن اقدام ترسره شي او په دې برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.
بقايي ویلي: «موږ حتما تمه لرو چې د افغانستان ډېر خلک په دې تاریخي مراسمو کې ګډون وکړي».
د تودوخې درجې له لوړېدو سره په کندهار کې د موسمي ناروغیو د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې. روغتیايي کارکوونکي وايي، د سختې ګرمۍ، د څښاک اوبو کمښت، دوړو، بېوزلۍ او د روغتیايي امکاناتو محدودېدو له امله د نس ناستي، کولمو ناروغیو، تنفسي ستونزو او خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي.
د نړۍوالو روغتیايي راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې تر ۵۱۷ زرو زیاتې تنفسي ناروغۍ او د سیخ و برېښ (سینه و بغل) پېښې ثبت شوې دي. همداراز تر ۲۱زره ډېرې د نس ناستي پېښې هم ثبتې شوې دي.
روغتیايي سرچینې وايي، د هېواد د سویلي ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار کې د ګرم موسم له امله د دغه ناروغیو د خپرېدو ګواښ تر نورو سیمو لوړ دی او یاد ګواښ تر ډېره ماشومانو ته پېښ دی.
کندهار چې هر کال د لوړې تودوخې شاهد وي، سږکال هم د اوبو د کمښت او سختې ګرمۍ له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ دی. د یاد ښار او ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي وايي، روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو تګراتګ د پخوا پرتله ډېر شوی دی.
د کندهار ښار اوسېدونکی عبدالهادي وايي: «پخوا به مو په ورځو، ورځو روغتون ته اړتیا نهلرله؛ خو اوس تقریباً په هر کور کې یو ناروغ شته، د ماشومانو اسهالات او د زړو کسانو تنفسي ستونزې ډېرې شوې دي. روغتونونو ته چې ورشو د ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره وي په دولتي روغتونونو کې خو هیڅ امکانات نهشته».
د روغتیايي کارکوونکو په وینا؛ د ناروغانو د شمېر زیاتوالی د شته امکاناتو پر وړاندې ستره ننګونه ګرځېدلې ده. له ډېرو هڅو وروسته بیا هم په کندهار کې د طالبانو روغتیا ریاست په دغه ناروغیو د اخته ناروغانو شمېر شریک نه کړ.
یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي: «په اوړي کې معمولا د اسهالاتو او د کولمو ناروغیو شمېر لوړېږي؛ خو سږکال د مراجعینو شمېر د پخوا پرتله زیات دی، امکانات محدود دي او د ناروغانو حجم ورځ تر بلې لوړېږي. داسې هم پېښه شوې، چې ناروغان مړه شوي ځکه هغوی د شخصي روغتون وس نهلري او موږ دلته امکانات نهلرو».
د کندهار میرویس سیمهییز روغتون چې د سویلي زون تر ټولو لوی دولتي روغتون ګڼل کېږي، هره ورځ د زرګونه ناروغانو د درملنې بار پر غاړه لري. د ډاکټرانو په وینا؛ دغه روغتون پخوا د تجهیزاتو، درملو او بشري ځواک له پلوه نسبتا ښه امکانات لرل؛ خو اوس د ناروغانو د ډېر فشار له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د کندهار اوسنی وضعیت د تېرو کلونو پرتله ستونزمن شوی دی. د دوی په وینا؛ له یوې خوا د اوړي سختې ګرمۍ او د څښاک اوبو کمښت د ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیات کړی او له بلې خوا د روغتیايي مرکزونو محدود امکانات د ناروغانو لپاره د مناسبې درملنې زمینه کمزورې کړې ده.
روغتیاپالان له خلکو غواړي، چې د پاکو اوبو کارولو، د خوړو حفظ الصحې مراعاتولو، د ماشومانو ساتنې او د ګرمۍ پرمهال د مخنیوي تدابیرو په خپلولو سره د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره جدي پاملرنه وکړي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په افغانستان کې د نشهيي توکو د کمښت اړوند د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی. شویګو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی.
فطرت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) ویلي، د خپل جدي سیاست او اقداماتو په پایله کې یې د نشهيي توکو کښت او تولید نږدې صفر ته رسولی دی. هغه زیاته کړې: «د نشهیي توکو د کښت، تولید او قاچاق د کمښت په اړه د روسیې امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو څرګندونې مثبتې ارزوو. حقیقت دا دی، چې له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې پراخه عملي او بېساري اقدامات ترسره شوي».
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، طالبانو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او توانېدلي چې د نشهیي توکو تولید او قاچاق تر ډېره لهمنځه یوسي.
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د نشهيي توکو کر، تولید او قاچاق منع اعلان کړل. که څه هم نړۍوالې شمېرې د کوکنارو په کر کېله کې د پام وړ کمښت ښيي؛ خو دغه پدیده په بشپړه توګه لهمنځه نهده تللې او لا هم په ځینو ولایتونو کې دوام لري.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت زیاته کړې، د یادې ډلې هڅې لا هم روانې دي؛ څو «دغه ناوړه پدیده په بشپړه توګه» لهمنځه یوسي.
بل لور ته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د کوکنارو د کښت کمېدو ترڅنګ په افغانستان کې د صنعتي نشهيي توکو تولید مخ په زیاتېدو دی. د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد دفتر راپور ورکړی، سره له دې چې د کوکنارو کښت شل سلنه کم شوی؛ خو د صنعتي نشهيي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفتامین یا «شیشې» تولید مخ پر زیاتېدو دی.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له اېزویسټیا ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، د شانګهای همکارۍ سازمان د یوه غړي هېواد ښکاره مخالفت په یاد سازمان کې د طالبانو د ګډون پر وړاندې اصلي خنډ دی.
کابلوف د کوم ځانګړي هېواد نوم نهدی اخیستی؛ خو د اېزوستیا ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې پاکستان اوسمهال په شانګهای سازمان کې د طالبانو د حضور تر ټولو مهم مخالف هېواد بلل کېږي.
د راپور له مخې؛ که څه هم افغانستان له ۲۰۱۲کال راهیسې د شانګهای همکارۍ سازمان د ناظر غړي په توګه منل شوی و، خو په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ګډون او فعالیتونه په عملي ډول درېدلي دي. وروستی ځل د افغانستان استازو په ۲۰۲۰کال کې د دغه سازمان په غونډو کې رسمي ګډون کړی و.
کابلوف ویلي: «د کابل چارواکي غواړي، چې په سازمان کې د بشپړ غړي په توګه حضور ولري او نور غړي هم ورسره یو ډول اړیکې او تعامل لري؛ خو دا چې په شانګهای سازمان کې پرېکړه د ټولو غړو په اجماع ترسره کېږي، نو د یوه غړي مخالفت د دغه بهیر د پیل مخه نیولې ده».