• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان د ماشومانو د حقونو په نړیوال شاخص کې یو ځل بیا په وروستی مقام کې راغلی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱

افغانستان د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو په نړیوال شاخص کې د دوهم پرله‌پسې کال لپاره د ۱۹۴ هېوادونو ترمنځ وروستی مقام خپل کړی دی.

دغه شاخص د هالنډ مېشت «کېډزرایټس» بنسټ له لوري د اراسموس روټرډام پوهنتون په همکارۍ چمتو کېږي او د ماشومانو د ژوند وضعیت، روغتیا، زده‌کړو، خوندیتوب او د حقونو د ملاتړ کوونکي چاپېریال په برخو کې ارزوي.

د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، افغانستان د ۰،۲۱۴ نمرو په ترلاسه کولو سره په ۱۹۴م ځای کې راغلی دی. له افغانستان وروسته چاد او ګینه په ترتیب سره په ۱۹۳م او ۱۹۲م مقامونو کې ځای لري.

راپور ښيي چې لوګزامبورګ، ایسلنډ او موناکو د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې تر ټولو غوره فعالیت درلود، په داسې حال کې چې افغانستان یوازینی هېواد و چې ټولیزه نمره یې له ۰.۳ څخه ټیټه ثبت شوې ده.

د ماشومانو د حقونو دا نړیوال شاخص د ۲۲ معیارونو پر بنسټ جوړ شوی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې له معلوماتو او ارزونو څخه په کې ګټه اخیستل شوې ده.

په راپور کې د نړۍ په کچه د ماشومانو د وضعیت د خرابېدو په اړه هم خبرداری ورکړل شوی او ویل شوي چې اوس مهال د نړۍ له ۲۰ سلنې ډېر ماشومان د جګړو له سیمو څخه د ۵۰ کیلومترو په واټن کې ژوند کوي. د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې زیاتوالی، بې‌ځایه کېدل، د خوړو ناامني او د زده‌کړو بهیر ګډوډېدل د یاد راپور له مهمو اندېښنو څخه دي.

که څه هم د راپور تحلیلي برخه په ځانګړي ډول افغانستان ته نه ده ځانګړې شوې، خو لیکوالانو یې ټینګار کړی چې جګړې او بشري بحرانونه لا هم په ګڼو هېوادونو کې د ماشومانو حقونه زیانمنوي. افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې یاد شوی چې ښايي د سیمه‌ییزو بحرانونو او اقتصادي ستونزو له امله د خوړو له لا زیاتې ناامنۍ سره مخ شي.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې طالبان لا هم پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو بندیز او له ګڼو ټولنیزو او مسلکي برخو څخه د ښځو محرومیت هغه محدودیتونه دي چې نړیوالو بنسټونو پرې پرله‌پسې نیوکې کړې دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د اروپا پارلمان غړې د طالبانو له استازو سره د بروکسل غونډې له امله له افغانانو بښنه وغوښته

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
د اروپا پارلمان غړې د طالبانو له استازو سره د بروکسل غونډې له امله له افغانانو بښنه وغوښته
100%

د اروپا پارلمان د افغانستان د اړیکو د پلاوي مشرې راکِل ګارسیا هرمیدا فان‌در‌والې، د اروپایي کمېسیون له لوري په بروکسل کې د طالبانو له استازو سره د ترسره شوې غونډې په تړاو له افغانانو بښنه غوښتې ده.

نوموړې د خپلو څرګندونو پر مهال پر دې پرېکړې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې کله اروپايي هېوادونه له طالبانو سره تعامل او خبرې اترې کوي، په عملي توګه هغوی ته یو ډول نړیوال مشروعیت وربخښي.

هغې خبرداری ورکړی چې هر څومره طالبان په نړیواله کچه زیات ومنل شي، هومره به لا زړور شي او د افغان ښځو پر وړاندې به خپلو محدودیتونو او ځپونکو تګلارو ته دوام ورکړي.

د اروپا پارلمان دغې غړې ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه نه شي کولای د بشري حقونو او جنسیتي اپارتاید پر ضد د مبارزې ادعا وکړي، خو په ورته وخت کې په بروکسل کې له طالبانو سره د خبرو لپاره غونډې جوړې کړي.

راکل ګارسیا هرمیدا وان‌در‌وال ویلي چې د ښځو او نجونو د حقونو دفاع باید د اروپايي سیاستونو اساسي برخه وي او له هغو اقداماتو باید ډډه وشي چې د طالبانو د نړیوال مشروعیت د پیاوړتیا لامل ګرځي.

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د طالبانو یوه پلاوي د اروپا کمېسیون په بلنه بروکسل ته سفر وکړ او له اروپايي چارواکو سره یې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د دغه سفر په تړاو د افغانانو، د بشري حقونو فعالانو او د اروپا پارلمان د یو شمېر غړو له لوري پراخې نیوکې شوې دي.

د اروپايي پارلمان مرستیال بروکسل کې له طالبانو سره ناسته یو ناسم کار وباله

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱
د اروپايي پارلمان مرستیال بروکسل کې له طالبانو سره ناسته یو ناسم کار وباله
100%

د اروپا د پارلمان مرستیال یان کریستوف اوتشن له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې بروکسل ته د طالبانو پر بللو سختې نیوکې وکړې او دا چاره یې د اندېښنې وړ وبلله. هغه وویل چې په دې لړ کې د اروپايي کمیسیون لخوا د هوکړه شویو اصولو په پام کې نه نیول د منلو وړ نه دي.

ښاغلي اوتشن په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، که چېرې اروپايي ټولنه د بشري حقونو اصولو ته ژمنه وي، نو باید له داسې رژیمونو سره چې دا اصول تر پښو لاندې کوي، هېڅ ډول همکاري او خبرې اترې ونه کړي. هغه وویل: «د بشري حقونو ناقضین باید په هېڅ صورت د اروپايي ټولنې شریکان نه وي».

د اروپا د پارلمان دغه لوړپوړي چارواکي اندېښنه ښودلې چې بروکسل ته د طالبانو وروستی سفر د هغو ارزښتونو او اصولو خلاف عمل دی چې دا ټولنه یې د ساتنې ادعا کوي. هغه زیاته کړې چې د «بشري حقونو د خوندیتوب لپاره باید پر خپلو ژمنو کلک ودرېږو او له هغو ډلو سره تعامل محدود شي چې د ښځو او د ټولنې د نورو غړو حقونه په سیستماتیک ډول نقضوي».

تر دې وړاندې هم د اروپا پارلمان یو شمېر غړو له طالبانو سر هر ډول تعامل غندلی او بروکسل ته یې پر دغه سفر سختې نیوکې کړې دي. همدا راز د بښنې نړیوال سازمان غړو د اروپايي کمیسیون مخې ته د لاریون پر مهال له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د غړو ناسته د«شرم وړ وبلله».

پاکستان: افغانستان کې فعالې وسله‌والې ډلې د اسلام‌اباد او بیجینګ لپاره ګډ امنیتي ګواښ دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
پاکستان: افغانستان کې فعالې وسله‌والې ډلې د اسلام‌اباد او بیجینګ لپاره ګډ امنیتي ګواښ دي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د فعالو وسله‌والو ډلو شتون د پاکستان او چین لپاره ګډ امنیتي ګواښ بلل کېږي او دواړه هېوادونه د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره نږدې همکاري کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د چهارشنبې په ورځ وویل چې چین د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له فعالیتونو او پاکستان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله‌والو ډلو له امله اندېښمن دی.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد او بیجینګ د افغانستان په اړه دوامداره مشورې کوي او په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي د اسلام‌اباد سفر پر مهال هم د دواړو لورو ترمنځ مهمې خبرې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «پاکستان او چین له هغو ګډو ګواښونو سره مخ دي چې سرچینه یې افغانستان دی. له همدې امله به د افغانستان په اړه زموږ همغږي او همکاري دوام ولري».

چین تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ایغور وسله‌والو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. بیجینګ تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي وو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ لا هم جدي دی او نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپلو وروستیو راپورونو کې په افغانستان کې د ۲۳ تر ۲۵ پورې د ترهګرو او وسله‌والو ډلو د فعالیت یادونه کړې ده.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران او جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي. خو طالبان دا ادعاوې ردوي او په بدل کې پاکستان تورنوي چې د طالبانو د حکومت پر ضد د داعش ډلې ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د طالبانو له ادارې سره د اسلام‌اباد اختلاف د افغانستان له خلکو سره دښمني نه ده. هغه وویل چې د پاکستان اقدامات د افغانستان خلک نه، بلکې هغه ستونزې په نښه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي کړکېچ لامل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې له لوري طالبانو سره ناسته د شرم وړ بللې ده

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې له لوري طالبانو سره ناسته د شرم وړ بللې ده
100%

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي کمیسیون د مرکزي دفتر مخې ته په یوه لاریون کې ویلي، چې افغانستان د کډوالو لپاره خوندي هېواد نه دی او هلته ستانه شوي کسان له جدي ګواښونو سره مخ کېږي. دې سازمان له طالبانو سره د اروپايي ټولنې ناسته هم د شرم وړ وبلله.

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې او د هغې د غړو هېوادونو هغه پلانونه په کلکه غندلي او د شرم وړ یې بللي چې غواړي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي. دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو خراب وضعیت او د ښځو سخت ځپل ښيي چې دا هېواد د ستنېدو لپاره خوندي نه دی.

د دغه بنسټ فعالانو د اروپايي کمیسیون د مرکزي دفتر مخې ته لاریون کړی ترڅو دا پیغام ورسوي چې د افغانانو بېرته شړل د اروپايي ټولنې له خپلو قانوني ژمنو څخه سرغړونه ده. د بښنې نړیوال سازمان په خپل بیان کې ویلي چې هر هغه څوک چې بېرته افغانستان ته لېږل کېږي، له داسې خطرونو سره مخ کېږي چې په اړه یې اسناد شتون لري.

یاد سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې ژور بشري ناورین او د نجونو او ښځو سیستماتیک ځپل د کډوالو د بېرته شړلو پرېکړه په یو خطرناک ګام بدلوي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو او سیستماتیکو سرغړونو له امله حساب ورکولو ته اړ کړي.

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې پر مشرانو غږ کړی چې د کډوالو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو د ساتنې لپاره خپلې قانوني دندې په سمه توګه ترسره کړي او له دغه پرېکړې لاس واخلي.

بل خوا، اروپايي ټولنې په داسې حال کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پلانونه تر لاسه لاندې نیولي چې دغې ټولنې په دې وروستیو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ۲۰ میلیونه یورو نوې مالي مرسته ځانګړې کړې ده. دغه بودیجه په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او د هغوی د کوربه ټولنو د لومړنیو خدماتو او حرفوي زده کړو د ملاتړ لپاره کارول کېږي.

نصیر احمد فایق: د افغان مېرمنو له حقونو پرته له طالبانو سره اړیکې نه شي توجیه کېدای

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱
نصیر احمد فایق: د افغان مېرمنو له حقونو پرته له طالبانو سره اړیکې نه شي توجیه کېدای
100%

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق، بروکسل ته د طالبانو د استازو سفر ته په غبرګون کې ویلي، تر هغه وخته چې میلیونونه افغانې ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو او اساسي ازادیو محرومې وي، هېڅ فرد او هېڅ هېواد نه شي کولای له طالبانو سره تعامل او یا هم د اړیکو عادي کول توجیه کړي.

فایق د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳مه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «د طالبانو د مشروعیت ورکولو پر وړاندې درېدل، د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېدل دي».

نوموړي زیاته کړې چې طالبان نه د افغانستان د کلتور استازولي کوي او نه هم د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو. د هغه په وینا، د ښځو او د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د هېواد په تاریخ کې د شرم یوه داغداره او د ناپوهۍ، افراطیت او ځپنې ښکاره بېلګه ده.

فایق د اروپا د پارلمان له غړو، په ځانګړې توګه د اروپا پارلمان له غړې روچل ګارسیا ، او هغو ټولو کسانو مننه کړې چې د افغان ښځو او وګړو په ملاتړ یې خپل غږ پورته کړی او د داسې رژیم سره د اړیکو د عادي کولو پر وړاندې ولاړ دي چې د هغه په وینا په سیستماتیک ډول بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د ټولنې نیمایي برخه یې له عامه ژوند څخه ایستلې ده.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو یوه پلاوي د اروپا کمېسیون په بلنه د سې‌شنبې په ورځ بروکسل ته سفر وکړ او هلته یې له اروپايي چارواکو سره افغانستان ته د کډوالو د ایستلو او ستنولو په اړه خبرې وکړې.

د دغه سفر په تړاو د افغانانو او د اروپا د پارلمان د یو شمېر غړو له لوري پراخې نیوکې وشوې. د راپورونو له مخې، د اروپا پارلمان غړې روچل ګارسیا له افغانانو بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې ونه توانېده د طالبانو د پلاوي د سفر مخه ونیسي.

فایق په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو، نجونو او د افغانستان د خلکو د حقونو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي او له هغو ګامونو ډډه وکړي چې د طالبانو د نړیوال مشروعیت د پیاوړتیا سبب کېږي.