• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ۱۳۵۱ راستنو شویو کډوالو ته د استوګنیزو نومرو د وېشلو خبر ور کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې د سې شنبې په ورځ په ۵ ولایتونو کې ۱۳۵۱ راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې نومرې وېشلې دي. د وزارت په وینا، په ټول هېواد کې تر اوسه ۵۱ زره او ۴۲۵ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې نومرې ورکړل شوې.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۶۱۰، په فراه ولایت کې ۳۶۲، په هلمند ولایت کې ۴۸، په بلخ ولایت کې ۱۸۰ او په فاریاب ولایت کې ۱۵۱ راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې لپاره نومرې ورکړل شوې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د پروسې له لارې ۵۱ زره او ۴۲۵ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې نومرې ورکړل شوې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اړوند چارواکي وايي، دغه پروسه د راستنو شویو کورنیو د دایمي مېشتېدنې، ټولنیز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره پلې کېږي، څو هغوی وکولای شي په خپل ټاټوبي کې خپل ژوند په عزت سره پیل کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د هبت الله د ۸۰۰۰ کسیزې قطعې ځای پرځای کول د طالبانو «خپل کار» وباله

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۲ GMT+۱
پاکستان د هبت الله د ۸۰۰۰ کسیزې قطعې ځای پرځای کول د طالبانو «خپل کار» وباله
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې هبت الله اخوندزاده له خوا پر ډیورنډ کرښه د ۸زره کسیزې قطعې ځای پر ځای کول د طالبانو خپله خوښه ده، خو دده په وینا، باید «ټاکل شوې پولې» ته درناوی وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د چار شنبې په ورځ د خپل اونیز خبرې کنفرانس پرمهال د هبت الله له لوري د جوړېدونکې ۸۰۰۰ کسیزې قطعې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«د ځواکونو ځای پرځای کول د هغوی خپله پرېکړه ده؛ خو باید ټاګل شویو پولو ته درناوی وکړي.»

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې چې د غبرګولي پر ۲۹مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې د څار او امنیت ساتنې لپاره د یوې ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړي قطعې د جوړولو امر ور کړی.

د یادې قطعې نوم «هبتي قطعه» ده او د جنګیالیو معاشونه به یې د عادي طالبانو په پرتله لوړ وي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر له‌خوا جوړه شوې ځانګړي قطعه د ډیورنډ کرښې د امنیت خوندیتوب لپاره جوړیږي او د یادې قطعې له منظمېدو وروسته به د ډیورنډ کرښې د څار او ددې کرښې په اوږدو کې د هرډول تحرکاتو او د جګړې او متارکې قومانده د همدې قطعې په واک کې وي.

په کندهار او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو «پخواني سرتېري به هم پر ډیورنډ کرښه په خپلو پوستو کې وي، خو ټوله قومانده به د نوې قطعې په لاس کې وي».

همدارنګه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د طالبانو د دفاع وزارت د دوو سرچینو منلې چې د «هبتي قطعې» په نوم د ۸۰۰۰ کسیز ځانګړي ځواک د جوړېدو بهیر روان دی، چې تمویل، روزنه او پوځي تجهیزات به یې د روسیې له‌خوا برابر شي.

سرچینې وايي چې دا قطعه به د داعـش پر ضد عملیات کوي.

ایران: د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د «ډېرو افغانانو د ګډون» لپاره تدابیر نیول شوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۶ GMT+۱
ایران: د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د «ډېرو افغانانو د ګډون» لپاره تدابیر نیول شوي
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، تمه کېږي چې ګڼ شمېر افغانان د علي خامنه يي د جنازې او خښولو په مراسمو کې ګډون وکړي او په دې تړاو اړین تدابیر نیول شوي دي.

بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان، ډېر خلک په دغو مراسمو کې د ګډون لېوالتیا لري.

هغه زیاته کړې چې په کابل کې د ایران سفارت او اړوندو کونسلګریو د ګډونوالو لپاره لازمې اسانتیاوې او تدابیر برابر کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د افغانانو د ګډون د اسانتیا لپاره به هر ممکن اقدام ترسره شي او په دې برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.

بقايي ویلي: «موږ حتما تمه لرو چې د افغانستان ډېر خلک په دې تاریخي مراسمو کې ګډون وکړي».

کندهار کې د موسمي ناروغیو څپه؛ د ناروغانو شمېر زیات خو روغتیايي امکانات خورا کم دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱
کندهار کې د موسمي ناروغیو څپه؛ د ناروغانو شمېر زیات خو روغتیايي امکانات خورا کم دي
100%

د تودوخې درجې له لوړېدو سره په کندهار کې د موسمي ناروغیو د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې. روغتیايي کارکوونکي وايي، د سختې ګرمۍ، د څښاک اوبو کمښت، دوړو، بې‌وزلۍ او د روغتیايي امکاناتو محدودېدو له امله د نس ناستي، کولمو ناروغیو، تنفسي ستونزو او خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د نړۍوالو روغتیايي راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې تر ۵۱۷ زرو زیاتې تنفسي ناروغۍ او د سیخ و برېښ (سینه و بغل) پېښې ثبت شوې دي. همداراز تر ۲۱زره ډېرې د نس ناستي پېښې هم ثبتې شوې دي.

روغتیايي سرچینې وايي، د هېواد د سویلي ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار کې د ګرم موسم له امله د دغه ناروغیو د خپرېدو ګواښ تر نورو سیمو لوړ دی او یاد ګواښ تر ډېره ماشومانو ته پېښ دی.

کندهار چې هر کال د لوړې تودوخې شاهد وي، سږکال هم د اوبو د کمښت او سختې ګرمۍ له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ دی. د یاد ښار او ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي وايي، روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو تګ‌راتګ د پخوا پرتله ډېر شوی دی.

د کندهار ښار اوسېدونکی عبدالهادي وايي: «پخوا به مو په ورځو، ورځو روغتون ته اړتیا نه‌لرله؛ خو اوس تقریباً په هر کور کې یو ناروغ شته، د ماشومانو اسهالات او د زړو کسانو تنفسي ستونزې ډېرې شوې دي. روغتونونو ته چې ورشو د ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره وي په دولتي روغتونونو کې خو هیڅ امکانات نه‌شته».

د روغتیايي کارکوونکو په وینا؛ د ناروغانو د شمېر زیاتوالی د شته امکاناتو پر وړاندې ستره ننګونه ګرځېدلې ده. له ډېرو هڅو وروسته بیا هم په کندهار کې د طالبانو روغتیا ریاست په دغه ناروغیو د اخته ناروغانو شمېر شریک نه کړ.

یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي: «په اوړي کې معمولا د اسهالاتو او د کولمو ناروغیو شمېر لوړېږي؛ خو سږکال د مراجعینو شمېر د پخوا پرتله زیات دی، امکانات محدود دي او د ناروغانو حجم ورځ تر بلې لوړېږي. داسې هم پېښه شوې، چې ناروغان مړه شوي ځکه هغوی د شخصي روغتون وس نه‌لري او موږ دلته امکانات نه‌لرو».

د کندهار میرویس سیمه‌‌ییز روغتون چې د سویلي زون تر ټولو لوی دولتي روغتون ګڼل کېږي، هره ورځ د زرګونه ناروغانو د درملنې بار پر غاړه لري. د ډاکټرانو په وینا؛ دغه روغتون پخوا د تجهیزاتو، درملو او بشري ځواک له پلوه نسبتا ښه امکانات لرل؛ خو اوس د ناروغانو د ډېر فشار له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د کندهار اوسنی وضعیت د تېرو کلونو پرتله ستونزمن شوی دی. د دوی په وینا؛ له یوې خوا د اوړي سختې ګرمۍ او د څښاک اوبو کمښت د ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیات کړی او له بلې خوا د روغتیايي مرکزونو محدود امکانات د ناروغانو لپاره د مناسبې درملنې زمینه کمزورې کړې ده.

روغتیاپالان له خلکو غواړي، چې د پاکو اوبو کارولو، د خوړو حفظ الصحې مراعاتولو، د ماشومانو ساتنې او د ګرمۍ پرمهال د مخنیوي تدابیرو په خپلولو سره د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره جدي پاملرنه وکړي.

طالبانو په افغانستان کې د نشه‌يي‌ توکو د کمښت اړوند د روسي چارواکو له څرګندونو هرکلی کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱
طالبانو په افغانستان کې د نشه‌يي‌ توکو د کمښت اړوند د روسي چارواکو له څرګندونو هرکلی کړی
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په افغانستان کې د نشه‌يي‌ توکو د کمښت اړوند د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی. شویګو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی.

فطرت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) ویلي، د خپل جدي سیاست او اقداماتو په پایله کې یې د نشه‌يي‌ توکو کښت او تولید نږدې صفر ته رسولی دی. هغه زیاته کړې: «د نشه‌‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د کمښت په اړه د روسیې امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو څرګندونې مثبتې ارزوو. حقیقت دا دی، چې له نشه‌يي‌ توکو سره د مبارزې په برخه کې پراخه عملي او بې‌ساري اقدامات ترسره شوي».

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او توانېدلي چې د نشه‌یي توکو تولید او قاچاق تر ډېره له‌منځه یوسي.

طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د نشه‌يي توکو کر، تولید او قاچاق منع اعلان کړل. که څه هم نړۍوالې شمېرې د کوکنارو په کر کېله کې د پام وړ کمښت ښيي؛ خو دغه پدیده په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې او لا هم په ځینو ولایتونو کې دوام لري.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت زیاته کړې، د یادې ډلې هڅې لا هم روانې دي؛ څو «دغه ناوړه پدیده په بشپړه توګه» له‌منځه یوسي.

بل لور ته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د کوکنارو د کښت کمېدو ترڅنګ په افغانستان کې د صنعتي نشه‌يي توکو تولید مخ په زیاتېدو دی. د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد دفتر راپور ورکړی، سره له دې چې د کوکنارو کښت شل سلنه کم شوی؛ خو د صنعتي نشه‌يي توکو او په ځانګړې توګه د مېت‌امفتامین یا «شیشې» تولید مخ پر زیاتېدو دی.

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۳۴ GMT+۱
د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
100%

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له اېزویسټیا ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، د شانګهای همکارۍ سازمان د یوه غړي هېواد ښکاره مخالفت په یاد سازمان کې د طالبانو د ګډون پر وړاندې اصلي خنډ دی.

کابلوف د کوم ځانګړي هېواد نوم نه‌دی اخیستی؛ خو د اېزوستیا ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې پاکستان اوس‌مهال په شانګهای سازمان کې د طالبانو د حضور تر ټولو مهم مخالف هېواد بلل کېږي.

د راپور له مخې؛ که څه هم افغانستان له ۲۰۱۲کال راهیسې د شانګهای همکارۍ سازمان د ناظر غړي په توګه منل شوی و، خو په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ګډون او فعالیتونه په عملي ډول درېدلي دي. وروستی ځل د افغانستان استازو په ۲۰۲۰کال کې د دغه سازمان په غونډو کې رسمي ګډون کړی و.

کابلوف ویلي: «د کابل چارواکي غواړي، چې په سازمان کې د بشپړ غړي په توګه حضور ولري او نور غړي هم ورسره یو ډول اړیکې او تعامل لري؛ خو دا چې په شانګهای سازمان کې پرېکړه د ټولو غړو په اجماع ترسره کېږي، نو د یوه غړي مخالفت د دغه بهیر د پیل مخه نیولې ده».