په ۲۰۲۵کال کې تر زرو ډېر پاکستاني سرتېري وژل شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې د وسلهوالو بریدونو له امله تر زرو ډېر پاکستاني سرتېري وژل شوي او دغه کال د وسلهوالو بریدونو له پلوه د دغه هېواد لپاره تر ټولو خونړی کال و.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري د ملي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې وسلهوالو پېښو د پاکستان امنیتي او قانون پلي کوونکو ادارو ته درانه زیانونه اړولي دي.
نوموړي ویلي، چې په تېر یو کال کې تر ۱۷۵زرو زیات استخباراتي عملیات ترسره شوي؛ خو بیا هم په وسلهوالو بریدونو کې ۱۰۲۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. د هغه په وینا؛ دا په تېر یو کال کې د پاکستان د امنیتي او قانون پلي کوونکو ځواکونو تر ټولو لوی ځاني زیان ګڼل کېږي.
طلال چوهدري زیاته کړې، چې د یادو عملیاتو پرمهال ۱۸۹۰ وسلهوال هم وژل شوي دي. هغه وایی، په تېر یو کال کې ټولټال ۳زره او ۳۵۵ وسلهوال بریدونه ثبت شوي چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترسره شوي دي.
تر دې وړاندې ټيټيپي په خپل کلني راپور کې ادعا کړې وه، په ۲۰۲۵کال کې یې ټولټال ۳زره او ۵۷۳ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۳زره او ۸۱۸ پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
