نادرا ته د افغان کډوالۍ کارتونو لغوه کولو تر ۲۶زره ډېرې غوښتنې رسېدلې دي

د پېښور سترې محکمې ته د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې نادرا لهخوا وړاندې شوي اسناد ښيي، چې له یادې ادارې سره د افغان کډوالۍ او تابعیت کارتونو د لغوه کولو لپاره تر ۲۶زره زیاتې غوښتنې ثبت شوې دي.
