د نړۍوالو روغتیايي راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې تر ۵۱۷ زرو زیاتې تنفسي ناروغۍ او د سیخ و برېښ (سینه و بغل) پېښې ثبت شوې دي. همداراز تر ۲۱زره ډېرې د نس ناستي پېښې هم ثبتې شوې دي.
روغتیايي سرچینې وايي، د هېواد د سویلي ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار کې د ګرم موسم له امله د دغه ناروغیو د خپرېدو ګواښ تر نورو سیمو لوړ دی او یاد ګواښ تر ډېره ماشومانو ته پېښ دی.
کندهار چې هر کال د لوړې تودوخې شاهد وي، سږکال هم د اوبو د کمښت او سختې ګرمۍ له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ دی. د یاد ښار او ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي وايي، روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو تګراتګ د پخوا پرتله ډېر شوی دی.
د کندهار ښار اوسېدونکی عبدالهادي وايي: «پخوا به مو په ورځو، ورځو روغتون ته اړتیا نهلرله؛ خو اوس تقریباً په هر کور کې یو ناروغ شته، د ماشومانو اسهالات او د زړو کسانو تنفسي ستونزې ډېرې شوې دي. روغتونونو ته چې ورشو د ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره وي په دولتي روغتونونو کې خو هیڅ امکانات نهشته».
د روغتیايي کارکوونکو په وینا؛ د ناروغانو د شمېر زیاتوالی د شته امکاناتو پر وړاندې ستره ننګونه ګرځېدلې ده. له ډېرو هڅو وروسته بیا هم په کندهار کې د طالبانو روغتیا ریاست په دغه ناروغیو د اخته ناروغانو شمېر شریک نه کړ.
یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي: «په اوړي کې معمولا د اسهالاتو او د کولمو ناروغیو شمېر لوړېږي؛ خو سږکال د مراجعینو شمېر د پخوا پرتله زیات دی، امکانات محدود دي او د ناروغانو حجم ورځ تر بلې لوړېږي. داسې هم پېښه شوې، چې ناروغان مړه شوي ځکه هغوی د شخصي روغتون وس نهلري او موږ دلته امکانات نهلرو».
د کندهار میرویس سیمهییز روغتون چې د سویلي زون تر ټولو لوی دولتي روغتون ګڼل کېږي، هره ورځ د زرګونه ناروغانو د درملنې بار پر غاړه لري. د ډاکټرانو په وینا؛ دغه روغتون پخوا د تجهیزاتو، درملو او بشري ځواک له پلوه نسبتا ښه امکانات لرل؛ خو اوس د ناروغانو د ډېر فشار له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د کندهار اوسنی وضعیت د تېرو کلونو پرتله ستونزمن شوی دی. د دوی په وینا؛ له یوې خوا د اوړي سختې ګرمۍ او د څښاک اوبو کمښت د ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیات کړی او له بلې خوا د روغتیايي مرکزونو محدود امکانات د ناروغانو لپاره د مناسبې درملنې زمینه کمزورې کړې ده.
روغتیاپالان له خلکو غواړي، چې د پاکو اوبو کارولو، د خوړو حفظ الصحې مراعاتولو، د ماشومانو ساتنې او د ګرمۍ پرمهال د مخنیوي تدابیرو په خپلولو سره د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره جدي پاملرنه وکړي.