• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د ایران له بریدونو څو میاشتې وروسته په کویت کې خپل سفارت بېرته پرانیست

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۱

خلیج ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له سفرسره هممهاله، په کویت کې د امریکا سفارت خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل. دغه سفارت څو میاشتې مخکې د ایران د بریدونو له امله تړل شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې په کویت ښار کې ددوی سفارت به سملاسي د امریکايي وګړو لپاره بېړني کونسلي خدمات بېرته پیل کړي او نور خدمات به په تدریجي ډول فعال کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په مارچ میاشت کې په کویت او سعودي عربستان کې د خپلو سفارتونو فعالیتونه هغه مهال وځنډول، چې ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته د دغو ماموریتونو پر لور بې‌پیلوټه الوتکې واستولې.

مارکو روبیو د امریکا د بیرغ د پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

روبیو له مراسمو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «د امریکا بیرغ، چې د ازادۍ، یووالي او ازاد ژوند سمبول دی، یو ځل بیا په ویاړ سره د کویت ښار پر سر رپېږي. کویت د سیمې د امنیت او ثبات لپاره یو نه جلا کېدونکی شریک دی».

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

•
•
•

نور کیسې

روسیې د اوکراین جګړې یو مخالف سیاستوال په ۷ کاله بند محکوم کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱
روسیې د اوکراین جګړې یو مخالف سیاستوال په ۷ کاله بند محکوم کړی
100%

په مسکو کې یوې محکمې د دغه هېواد د لېبرال ګوند مرستیال مکسیم کرګلوف پر ټولنیزو رسنیو د روسیې پوځ په اړه د ناسمو معلوماتو خپرولو په تور په ۷ کاله بند محکوم کړی دی.

دغه روسي سیاستوال چې د مسکو د ښاري شورا پخوانی غړی هم دی، تېر کال په اکتوبر کې ونیول شو. پر نوموړي تور و چې په ۲۰۲۲ کال کې یې پر اوکراین د روسیې د برید پرمهال پر خپل ټلیګرام شبکه په خپلو دوو لیکنو کې د روسیې پوځ د بدنامولو هڅه کړې وه.

هغه په محکمه کې ځان بې‌ګناه بللی دی او ویلي یې دي چې د اوکراین جګړه یوه لویه تراژیدي ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.

نوموړي یوه لیکنه کې د کېف په شمالي بوچا ښارګوټي کې د ملکي وګړو د وژنو په اړه اشاره کړې وه.

دغه روسي سیاستوال پرداسې مهال په ۷ کاله بند محکوم شوی چې دوه میاشتې وروسته په روسیه کې پارلماني ټاکنې پیلږي.

پزشکیان د سیمې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې وستایلې

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
پزشکیان د سیمې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې وستایلې
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: «ایران او پاکستان په ارمانونو او هیلو کې ژورې ګډې موخې لري». هغه د سیمې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې او دا یې د دغه هېواد د فرهنګ محصول ګڼلې دي.

پزشکیان په خپله اېکس پاڼه لیکلي «پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې مې د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو د ستاینې په موخه، له خپلو وروڼو اصف علي زرداري، شهباز شریف او عاصم منیر سره د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.»

د ایران ولسمشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پرون د پاکستان په بلنه دغه هېواد ته تللي وو.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي لانجې په تړاو د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کړی او د دواړو لورو ترمنځ یې د خبرو اترو او هوکړې لپاره د اسانتیا برابرولو غوښتنه کړې ده.

جان بولټن: د واشنګټن او تهران د خبرو اصلي موخه د نفتو د بیو راټیټول وو

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۱
جان بولټن: د واشنګټن او تهران د خبرو اصلي موخه د نفتو د بیو راټیټول وو
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو یوازینۍ او اصلي موخه د نفتو د بیو راکمول وو.

بولټن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دغو خبرو اترو پر مهال د ایران د اټومي پروګرام او د تهران له لوري په نړیواله کچه د ترهګرۍ د ملاتړ مسئله په کافي اندازه نه وه په پام کې نیول شوې.

نوموړي زیاته کړې چې د مذاکراتو تمرکز تر ډېره پر اقتصادي او د انرژۍ اړوندو مسایلو و، په ځانګړي ډول دا هڅه کېده چې د نړیوال بازار د نفتو بیې راټیټې شي او د انرژۍ په بازارونو کې ثبات رامنځته شي.

د بولټن په وینا، د ایران د اټومي فعالیتونو او د دغه هېواد د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیاستونو احتمالي اغېزې د خبرو اترو په بهیر کې د لومړیتوب وړ موضوعاتو له ډلې نه وې.

هغه ټینګار کړی چې هر ډول هوکړه باید نه یوازې اقتصادي اړخونه، بلکې د ایران اټومي پروګرام، سیمه‌ییز فعالیتونه او امنیتي اندېښنې هم په پراخه توګه په پام کې ونیسي.

د جان بولټن دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران او امریکا د اړیکو، اټومي پروګرام او د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت په اړه بحثونه او سیاسي اختلافات لا هم دوام لري.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون په بروکسل کې د طالب پلاوي د نیولو غوښتنه کړې وه

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱
د بشري حقونو نړیوال فدراسیون په بروکسل کې د طالب پلاوي د نیولو غوښتنه کړې وه
100%

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون اعلان کړی، چې په بلجیم کې یې د طالبانو د هغه پلاوي پر ضد چې بروکسل ته تللی، د فدرالي څارنوالۍ په دفتر کې شکایت ثبت کړی دی. دغه نړیوال بشري بنسټ د بلجیم په خاوره کې د طالبانو د پلاوي د غړو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون د سې‌شنبې ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د طالبانو د هغه پلاوي پر ضد یې په محکمه کې شکایت ثبت کړی چې د افغان کډوالو په اړه د تخنیکي خبرو اترو لپاره د اروپایي کمېسیون په بلنه بروکسل ته ورغلی و.

دغه معتبر نړیوال بنسټ په خپل حقوقي عریضه کې د جرمونو نړیوالې محکمې د هغې پرېکړې یادونه کړې چې له مخې یې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د نیولو حکم صادر شوی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې تېر کال د چنګاښ په میاشت کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم شرعي د نیولو حکم د «بشریت ضد جرمونو» په تور صادر کړی و.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون مشر الکسي دسوف ویلي چې د اروپایي ټولنې په خاوره کې له طالبانو سره خبرې اترې «یو غیردموکراتیک رژیم ته سیاسي مشروعیت وربښي». هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې «نږدې په بشپړه توګه» له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې دي.

سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونو او د طالبانو مخالفانو له دې سفر سره مخالفت ښودلی و، د طالبانو پلاوی د سې‌شنبې په ورځ بروکسل ته ورسېد څو د هغو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي چې جرمونه یې ترسره کړي یا یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

دغه پلاوی د محدودې او یوازې د یوې ورځې ویزې په ترلاسه کولو بلجیم ته داخل شوی و او د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته یې د دغه هېواد خاوره پرېښوده.

په اروپایي کمېسیون کې باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو پلاوي لږ تر لږه د ۱۵ اروپایي هېوادونو له استازو سره خبرې کړې دي.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون همداراز له اروپایي ټولنې غوښتي چې د جبري بېرته ستنولو د منع اصل ته درناوی وکړي. د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅوک باید هغو هېوادونو ته په زور ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند، خوندیتوب او بنسټیز حقونه له جدي ګواښ سره مخ وي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي: په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۱
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي: په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی
100%

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، چې طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او توانېدلي چې د مخدره موادو تولید او قاچاق تر ډېره له منځه یوسي.

سرګي شویګو په هند کې د ملي امنیت د سلاکارانو له غونډې وروسته د طالبانو د مخدره موادو ضد اقداماتو ته په اشارې وویل: «د افغانستان چارواکو د مخدره موادو د قاچاق د کمولو لپاره پراخ ګامونه پورته کړي دي. هغوی د دې کار لپاره ځانګړی پروګرام درلود، هغه یې تعقیب کړ او په پای کې یې عملي کړ.»

د روسیې د امنیت شورا منشي د شته شمېرو پر بنسټ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د مخدره موادو تولید او قاچاق شاوخوا ۹۰ سلنه راکم شوی دی.

د شویګو دا څرګندونې د هغه له پخواني دریځ سره څرګند توپیر لري. نوموړي د جوزا په پنځمه، په مسکو کې د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې ویلي وو: «د افغانستان وضعیت لا هم پېچلی دی. د مخدره موادو او وسلو د قاچاق ګواښ لا هم موجود دی او د نړیوالو ترهګرو ډلو او سازمانونو فعالیتونه دوام لري.»

طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د نشه‌يي توکو کر، تولید او قاچاق منع اعلان کړ. که څه هم نړیوالې شمېرې د کوکنارو په کر کې د پام وړ کموالی ښيي، خو دا پدیده په بشپړه توګه نه ده درېدلې او لا هم په ځینو ولایتونو کې دوام لري.

تېر کال په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاین د طالبانو او سیمه‌ییزو بزګرانو ترمنځ د خونړیو نښتو لامل شو.

بل لور ته، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کوکنارو د کر د کمېدو ترڅنګ په افغانستان کې د صنعتي نشه‌يي توکو تولید مخ په زیاتېدو دی. د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر ضد دفتر راپور ورکړی چې سره له دې چې د کوکنارو کر شل سلنه کم شوی، د صنعتي نشه‌يي توکو، په ځانګړې توګه د مېت‌آمفتامین یا «شیشې» تولید مخ پر زیاتېدو روان دی.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د مېت‌آمفتامین د نیولو او کشف شویو پېښو کچه د تېر کال په پرتله نږدې ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.