• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پانګونې لپاره؛ د هندي سوداګرو یو ۲۰ کسیز پلاوی افغانستان ته سفر کوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د هند د صنعت او سوداګرۍ خونې له مشرانو او غړو سره د اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې. هندي چارواکو ویلي، په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د سوداګرو یو ۲۰کسیزه پلاوی واستوي؛ څو د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه له نږدې و ارزوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د یادې ادارې مشر د هند په پلازمېنې نوي ډیلي کې د سوداګرۍ او صنعت خونې له مشرانو او غړو سره لیدلي. د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، ګډو پانګونو، د ټېکنالوژۍ د لېږد، صنعتي همکاریو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر هندي لوري ته په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه تشریح کړل او ویې ویل، چې کرنه، کانونه، غالۍ، ګران بیه ډبرې، زعفران، وچه مېوه او ودانیز توکي د پانګونې مهمې برخې دي.
نوموړي هندي پانګه‌وال وهڅول، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه و ارزوي او له شته امکاناتو ګټه واخلي. بل لور ته د هند سوداګرۍ او صنعت خونې مشرانو د درملو جوړونې، لوجستیک، بار وړنې، تولیداتو او نورو برخو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په افغانستان کې د نشه‌يي‌ توکو د کمښت اړوند د روسي چارواکو له څرګندونو هرکلی کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱
طالبانو په افغانستان کې د نشه‌يي‌ توکو د کمښت اړوند د روسي چارواکو له څرګندونو هرکلی کړی
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په افغانستان کې د نشه‌يي‌ توکو د کمښت اړوند د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی. شویګو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی.

فطرت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) ویلي، د خپل جدي سیاست او اقداماتو په پایله کې یې د نشه‌يي‌ توکو کښت او تولید نږدې صفر ته رسولی دی. هغه زیاته کړې: «د نشه‌‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د کمښت په اړه د روسیې امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو څرګندونې مثبتې ارزوو. حقیقت دا دی، چې له نشه‌يي‌ توکو سره د مبارزې په برخه کې پراخه عملي او بې‌ساري اقدامات ترسره شوي».

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او توانېدلي چې د نشه‌یي توکو تولید او قاچاق تر ډېره له‌منځه یوسي.

طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د نشه‌يي توکو کر، تولید او قاچاق منع اعلان کړل. که څه هم نړۍوالې شمېرې د کوکنارو په کر کېله کې د پام وړ کمښت ښيي؛ خو دغه پدیده په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې او لا هم په ځینو ولایتونو کې دوام لري.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت زیاته کړې، د یادې ډلې هڅې لا هم روانې دي؛ څو «دغه ناوړه پدیده په بشپړه توګه» له‌منځه یوسي.

بل لور ته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د کوکنارو د کښت کمېدو ترڅنګ په افغانستان کې د صنعتي نشه‌يي توکو تولید مخ په زیاتېدو دی. د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد دفتر راپور ورکړی، سره له دې چې د کوکنارو کښت شل سلنه کم شوی؛ خو د صنعتي نشه‌يي توکو او په ځانګړې توګه د مېت‌امفتامین یا «شیشې» تولید مخ پر زیاتېدو دی.

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۳۴ GMT+۱
د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
100%

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له اېزویسټیا ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، د شانګهای همکارۍ سازمان د یوه غړي هېواد ښکاره مخالفت په یاد سازمان کې د طالبانو د ګډون پر وړاندې اصلي خنډ دی.

کابلوف د کوم ځانګړي هېواد نوم نه‌دی اخیستی؛ خو د اېزوستیا ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې پاکستان اوس‌مهال په شانګهای سازمان کې د طالبانو د حضور تر ټولو مهم مخالف هېواد بلل کېږي.

د راپور له مخې؛ که څه هم افغانستان له ۲۰۱۲کال راهیسې د شانګهای همکارۍ سازمان د ناظر غړي په توګه منل شوی و، خو په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ګډون او فعالیتونه په عملي ډول درېدلي دي. وروستی ځل د افغانستان استازو په ۲۰۲۰کال کې د دغه سازمان په غونډو کې رسمي ګډون کړی و.

کابلوف ویلي: «د کابل چارواکي غواړي، چې په سازمان کې د بشپړ غړي په توګه حضور ولري او نور غړي هم ورسره یو ډول اړیکې او تعامل لري؛ خو دا چې په شانګهای سازمان کې پرېکړه د ټولو غړو په اجماع ترسره کېږي، نو د یوه غړي مخالفت د دغه بهیر د پیل مخه نیولې ده».

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۴۳ GMT+۱
ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان استازې اولګا چیریفکو وايي، د ملګرو ملتونو ادارې په لرو پرتو سیمو کې د سختې خوارځواکۍ له ناروغۍ سره مخ ماشومان موندلي. هغې زیاته کړې، چې وچکالۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملګرو یادې استازې ویلي، د افغانستان په لرو پرتو سیمو او کلیو کې خلکو ورته ویلي، چې د اوبو د نشتوالي له کبله یې کورونه پرېښي او نورو سیمو ته کډه شوي‌ دي.

د هغې په خبره؛ د اوبو د نشتوالي له امله د خلکو کښتونه او فضلونه وچ شوي او هغه کورنۍ چې د وتلو توان یې لاره خپلې مېنې پرېښې او نورو ځایونو ته تللې دي. اولګا چیریفکو زیاته کړې: «ما له یو کس سره ولیدل، چې کورنۍ یې نهه غړي لرل. هغه ماته وښودل چې د غرمې ډوډۍ لپاره د کچالو او پوستکو څخه یوه کاسه ډکه کړې چې خراب شوي ښکارېده. دوی به هماغه پوستکي پخول او د سوپ یا بل ساده خوراک په څېر به یې ترې ګټه اخیسته څو خپل ژوند پرې روان وساتي».

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خلکو بشري‌ وضعیت لا خرابېدونکی ګڼلی او اندېښنه یې ښودلې چې وچکالي او لوږه د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

افغانستان له څو کلونو راهیسې د پرله‌پسې وچکالۍ، اقتصادي ګواښ او پراخې بشري اړتیاوو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا، د اوبو کمښت او د کرنیزو حاصلاتو له منځه تلو د زرګونو کورنیو د ژوند سرچینې زیانمنې کړې دي.

بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې د مرستو د بودیجې کمښت د میلیونونو اړمنو افغانانو وضعیت نور هم خرابولای شي.

اوچا: له مرستې پرته به د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو کورنیو کړاو لا زیات شي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۱
اوچا: له مرستې پرته به د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو کورنیو کړاو لا زیات شي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان استازې اولګا چیریفکو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې له څلورو کلونو تېرېدو وروسته هم ګڼې کورنۍ له کړاوه ډک ژوند تېروي.

هغې ویلي، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي د دغه کورنیو ستونزې او کړاوونه به لا پسې زیات شي. اوچا د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه د افغانستان ختیځو ولایتونو ته د اولګا چیریفکو د سفر ویډيو خپره کړې.
هغې ویلي: «له زلزلې د څلورو کلونو په تېرېدو لاهم ډېرې کورنۍ د دغه ناورین د اغېزو د جبران لپاره مبارزه کوي او د ژوند د اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي». د هغې په خبره؛ د کال تر نیمايي پورې بشري مرستې یوازې ۱۷ سلنه تمویل شوې دي.

چیریفکو ویلي، د بشري مرستندویه ادارو له همکاریو سره، سره لا هم ګڼې دغه کورنۍ د سرپناه د نشتوالي ترڅنګ له زیاتو ستونزو سره مخ دي. هغې اندېښنه ښودلې، چې په سیمه کې اړتیاوې زیاتې دي او د بشري مرستو بودجه لاهم په خطرناک ډول کمه ده.

چیریفکو ویلي: «دغه خلک خیرات نه غواړي؛ هغوی زغم لرونکي، پیاوړي او د ستونزو پر وړاندې د مبارزې خلک دي؛ خو یوازې مقاومت او زغم بسنه نه‌کوي». نوموړې ټینګار کړی، چې باید د ملاتړ او خواخوږۍ خبرې په عملي اقداماتو بدلې شي؛ داسې اقدامات چې د رغونې، بیارغونې او د باثباته ژوند لپاره لاره هواره کړي.

طالبان وایي په دایکنډي کې د یوه پخواني پوځي د وژنې په اړه پلټنې کوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱
طالبان وایي په دایکنډي کې د یوه پخواني پوځي د وژنې په اړه پلټنې کوي
100%

په دایکنډي کې د یوه پخواني پوځي تر وژل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو د والي دفتر په یاده پېښه کې د خپلو ځواکونو د لاس لرلو تورونه رد کړي. د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده او د عاملینو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

تر دې وړاندې په دایکنډي کې ځايي سرچینو ویلي وو، چې ناپېژاندو وسله‌والو د جمعې په ماښام (د غبرګولي ۲۹مه) د شهرستان ولسوالۍ په القان بازار کې د ولسوالۍ مقام ته نږدې یاسر بهزاد حسیني چې د پخواني حکومت د پوځ افسر و په ډزو وواژه.

طالبانو ته نږدې رسنیو د دغه پخواني سرتېري د پلار د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې؛ خو دا لا روښانه نه‌ده چې دغه څرګندونې په کومو شرایطو کې ثبت شوې دي. نوموړي په ویډیو کې ویلي: «زوی مې د ملکي کسانو له‌خوا وژل شوی او د طالبانو ځواکونه په دې قضیه کې لاس نه‌لري».

د طالبانو د مخالفو مشرانو له ډلې محمد محقق دغه پېښه د پخواني جمهوري نظام د پوځيانو د «منظم او پرله‌پسې وژنو» لړۍ یوه برخه بللې او غندلې یې ده. همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصير احمد فایق د دغه پخواني افسر د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي: «د پخواني حکومت نظامیان د طالبانو د جنایتونو قربانیان دي».

په دایکنډي کې د طالبانو د والي دفتر د چنګاښ میاشتې په دویمه نېټه په یوه اعلامیه کې دغه تورونه رد کړل. که څه هم په اعلامیه کې د وژل شوي کس نوم په مستقیم ډول نه‌دی یاد شوی؛ خو د پېښې ځای او خپاره شوي راپورونه ښيي، چې د طالبانو اشاره د یاسر بهزاد حسیني د وژنې قضیې ته ده. دا له هغو نسبتا کم‌سارو مواردو څخه ګڼل کېږي، چې طالبان په ښکاره ډول د یوه پخواني نظامي د وژنې دوسیې له څېړنې خبر ورکوي.