قطر: د هرمز تنګي په اړه د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمې اړیکې ټینګښت اړین اقدام دی

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني فایننشل ټایمز ته ویلي، چې د هرمز تنګي د پرانیستلو لړۍ پر وړاندې له هر ډول خنډ څخه د مخنیوي لپاره د امریکا او ایران ترمنځ د مستقیمې اړیکې ټینګښت اړین اقدام دی.
هغه ویلي، د مستقیمې اړیکې په اړه چې د سویس په خبرو اترو کې پرې هوکړه شوې وه؛ له ناسمو معلوماتو سره د مبارزې او له هرمز تنګي نه د ماینونو پاکولو لړۍ همغږي کولو لپاره رامنځته شوې.
ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د هرمز تنګي له لارې شاوخوا ۱۹ مېلیونه بېرله تېل تېر شوي او دا یې «تاریخي ریکارډ» بللی دی. د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، چې ایران د اټومي پروګرام نامحدود څار منلی.
دغه شمېرې د ایران پر وړاندې د جګړې د مودې پرتله د سمندري تګراتګ د پام وړ زیاتوالی ښيي. دغه جګړه د کب میاشتې راهیسې پیل شوې وه؛ خو سره له دې د بېړیو د تګراتګ کچه لاهم د جګړې له مخکینیو شرایطو ډېره ټیټه ده.
د جګړې له پیل وړاندې په منځنۍ کچه هره ورځ شاوخوا ۱۱۰ کښتۍ له هرمز تنګي تېرېدې. دغه شمېرې ښیي، چې اوسنی تګراتګ لا هم عادي حالت ته نهدی ستون شوی.
