• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو یو ځل بیا په هرات ښار کې یو شمېر ښځې نیولې دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د چهارشنبې په ماښام، د چنګاښ په درېیمه، د هرات ښار د «۶۴ متره سړک» په سیمه کې یو شمېر ښځې نیولې دي. عیني شاهدان وایي چې څو ښځې یې د طالبانو په یوه کاسټر ډوله موټر کې لیدلې دي، خو د نیول شویو کسانو کره شمېر ورته معلوم نه دی.

ویل کېږي چې دغې نیونې د دولتي ادارو له رسمي کاري وخت وروسته او د شپې له خوا ترسره شوې دي.

په هرات کې د ښځو د نیولو لړۍ د غبرګولي له شپاړسمې نېټې راهیسې پیل شوې او پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

د دغو نیونو پر ضد د اعتراضونو په ترڅ کې، د جوزا په نولسمه نېټه د هرات ښار د جبرئیل ښارګوټي په سیمه کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول.

د دغو پېښو له رامنځته کېدو وروسته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) له طالبانو وغوښتل چې بشري حقونو، د تګ راتګ ازادۍ او د قانون پر وړاندې د ټولو وګړو د برابرۍ اصل ته درناوی وکړي او د جامو او پوښښ له امله د ښځو نیول پای ته ورسوي.

همدارنګه، د بشري حقونو نړیوال سازمان، بښنې نړیوال سازمان، له طالبانو غوښتي چې په هرات کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور کارول سمدستي ودروي، نیول شوي کسان خوشې کړي او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي. په دغو حقونو کې د تګ راتګ ازادي، د بیان ازادي او د سوله‌ییزو غونډو او اعتراضونو حق شامل دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

تړلو لارو او اقلیمي بدلونونو په پاکستان کې د افغان کوچیانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
تړلو لارو او اقلیمي بدلونونو په پاکستان کې د افغان کوچیانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو لارو بندښت او اقلیمي بدلون د افغان کوچیانو دودیز ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی. د څړځایونو کمښت، د څارویو ناروغۍ، د ماشومانو د زده‌کړو خنډونه او د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي د دوی ژوند لا خورا سخت کړی دی.

د افغانستان د لوګر ولایت ۴۸ کلن نور محمد له خپلې کورنۍ او د شاوخوا څلور سوه وزو او نورو څارویو له رمې سره ټول کال بېلابېلو سیمو ته سفر کوي. د دوی د ژوند اساس هغه څړځایونه دي چې تازه واښه او د څارویو لپاره مناسب خوراک پکې پیدا کېږي.

نور محمد دا مهال د سوات په یوه غرنۍ سیمه کې خېمه وهلې او له خپلې کورنۍ او څارویو سره دلته څلورم پرله‌پسې اوړی تېروي. هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: «پخوا به موږ هر کال د موسمونو له بدلون سره سم د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کاوه، خو اوس د لارو د بندېدو او د سفر د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله مو ژوند سخت شوی دی.»

هغه زیاتوي: «موږ غواړو خپل هېواد افغانستان ته ستانه شو، خو د کورنۍ له هېڅ غړي سره پاسپورټ نشته. د غرنیو او سختو لارو له لارې تګ، که ناممکن نه وي، نو ډېر ګواښونکی او خورا ستونزمن دی.»

د پاکستان په ځینو سیمو کې مېشت افغان کوچیان د پسونو، وزو او نورو څارویو روزنه کوي او د خپلو ورځنیو اړتیاوو د لېږد لپاره له اوښانو او خرو کار اخلي. د ښه موسم او تازه څړځایونو د موندلو لپاره د دوی ژوند له پرله‌پسې کوچ او سفر سره تړلی وي. د اوړي په موسم کې د کوچیانو کورنۍ د سوات، کالام، چترال او نورو غرنیو سیمو ته سفر کوي، په داسې حال کې چې د ژمي په موسم کې بیا په بلوچستان، خیبر ولسوالۍ، پېښور، اټک، پنجاب او نورو نسبتاً تودو سیمو کې مېشتېږي.

نور محمد وایي چې د دوی اصلي تړاو له افغانستان سره دی، خو د دوامدارې کډوالۍ له امله په دواړو هېوادونو کې د هویت او اساسي اسانتیاوو له ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، د دوی لپاره کومه دایمي استوګنه نشته او کوچیان عموماً په پرانیستو میدانونو کې خېمې دروي او خپل ژوند پر همدې طرز تنظیموي.

د نور محمد ماشومان هم له خپل مور او پلار سره د څارویو په ساتنه کې مرسته کوي. دوی د خېمو شاوخوا د پسونو او وزو د بچیانو څارنه کوي، په داسې حال کې چې لوی څاروي د څړځایونو پر لور بیول کېږي.

100%

له مالدارۍ سره تړلی سخت ژوند:

بل لور ته، د افغانستان د لغمان ولایت اوسېدونکی ځوان خان آغا له خپلو نورو ملګرو سره هره ورځ سهار وختي شاوخوا څلور سوه پسونه او وزې د څړځایونو پر لور بیایي. دوی ټوله ورځ د مالونو ساتنه او څرونه کوي او د ماښام پر مهال بېرته د خپل مالک خېمې ته ستنېږي او شپه هلته تېروي.

خان آغا او د هغه ملګرو ته د دې سخت کار په بدل کې هر یوه ته میاشتنۍ ۲۵ زره پاکستانۍ کلدارې مزدوري ورکول کېږي. خان آغا وایي چې د مالدارۍ مسلک د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی دی. هغه زیاتوي چې ټوله ورځ له څارویو سره په څړځایونو کې تېروي او له هغوی سره یو ځای وي.

د هغه په وینا، څاروي د انسانانو په څېر یوازې هغه وخت ارام کوي چې نس یې په بشپړه توګه مړ وي؛ نو له همدې امله دوی اړ دي چې په دوامداره توګه له مالونو سره پاتې شي.

له خېمو سره تړلی ژوند؛ د افغان کوچیانو ټولنیز حقیقت

د نور محمد دوه زامن او درې لوڼې له خپلو مور او پلار سره په خېمو کې ژوند کوي. د دوی مشر زوی، سید محمد، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې په افغانستان کې یې د خپل کلي په ښوونځي کې درې کاله زده‌کړې کړې وې، خو درې ـ څلور کاله وړاندې پاکستان ته له کډوالۍ وروسته یې د زده‌کړو لړۍ پرې شوې وه، ځکه دلته ورته منظمې تعلیمي اسانتیاوې نه وې برابرې شوې.

سید محمد وایي چې اوس مهال دیني زده‌کړې کوي، خو د هغه کشر ورور ګل محمد لا هم د ښوونځي د لوستلو هیله لري. نوموړی زیاتوي چې پرله‌پسې کډوالي، اقتصادي ستونزې او د دایمي استوګنې نشتوالي د دې لامل شوي چې دغه هیله یې تر اوسه پوره نه شي.

د نور محمد څلوېښت کلنه مېرمن، مریم بي‌بي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې کله به دوی په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره اوسېدل، د ماشومانو زده‌کړې به منظمې وې او ښوونځي ته به یې لېږل؛ خو په پاکستان، په ځانګړي ډول سوات کې د موسمي استوګنې پر مهال، د ماشومانو تعلیمي بهیر اغېزمن شو او نیمګړی پاتې شو.

د کوچیانو ژوند د ښځو او ماشومانو لپاره نورې جدي ستونزې هم رامنځته کوي. مریم بي‌بي وایي چې د دوامدار سفر او ناڅرګندو حالاتو له امله ډېری وخت نجونې په کم عمر کې ودېږي او د زېږون او نورو طبي اړتیاوو پر مهال لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه وي موجودې.

هغې وویل: «په خېمو کې ژوند د روغتیا، زده‌کړو او لومړنیو بشري اړتیاوو ته لاسرسی په یوه دوامداره او سخته ستونزه بدل کړی دی.»

100%

اقلیمي بدلون او د کوچیانو ستونزې:

د خیبر پښتونخوا د څارویو پالنې او وترنرۍ څانګې د معلوماتو له مخې، په پاکستان او افغانستان کې مېشت افغان کوچیان د اقلیمي بدلون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د هغوی لنډمهالي استوګنځي نور خوندي نه دي او د څارویو لپاره مناسب چاپېریال او طبیعي څړځایونه په څرګند ډول کم شوي دي.

د کارپوهانو په وینا، له ۲۰۰۵ کال وروسته په ورښتونو کې غیرمعمولي بدلون راغلی؛ کله زورور بارانونه کېږي او کله اوږدې وچکالۍ رامنځته کېږي. د همدې وضعیت له امله د څارویو لپاره د خوراکي واښو تولید اغېزمن شوی دی.

د واښو کمښت، شدیدې تودوخې او د اوبو نشتوالي د څارویو تولیدي وړتیا راکمه کړې، د ناروغیو کچه یې لوړه کړې او د کوچیانو دودیز ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د تړلو لارو او اقلیمي بدلون اغېزې:

پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو څخه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

۴۱کلن افغان کوچی، ګل رحمان، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې په تېرو څو کلونو کې د اقلیمي بدلون اغېزې په څرګند ډول زیاتې شوې دي، چې له امله یې په څارویو کې د بېلابېلو ناروغیو کچه هم لوړه شوې ده.

هغه وایي چې تېر کال د یوې ناڅرګندې ناروغۍ له امله له سلو څخه ډېر څاروي ترې مړه شول، چې درانه مالي زیانونه یې ورته واړول. د هغه په خبره، دا ستونزه له څو کلونو راهیسې روانه ده او هر کال څاروي په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

ګل رحمان شکایت کوي چې حکومت د کوچیانو لپاره د وترنرۍ اسانتیاوو یا طبي مرستو کوم ځانګړی نظام نه لري. له همدې امله دوی اړ کېږي چې د څارویو د درملنې لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي او له بازارونو درمل واخلي. ځینې وختونه بیا له دودیزو او کورنیو طریقو هم ګټه اخلي.

د هغه په وینا، د څارویو د ناروغیو یوه لویه وجه ککړې او غیر صحي اوبه دي، ځکه د کوچیانو د تګ راتګ پر مهال څاروي له لارو سره نږدې له ولاړو حوضونو او ناامنه اوبو څخه استفاده کوي، چې دا د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو سبب ګرځي.

100%

ایا دودیزه کوچېدنه د اقلیم په بدلون کې مرسته کولی شي؟

د کارپوهانو په وینا، که کوچیانو ته له خپلو څارویو سره د دودیز سفر اجازه ورکړل شي، نو د اقلیمي بدلون منفي اغېزې تر ډېره کمېدای شي.

د موسمونو له بدلون سره سم د بېلابېلو سیمو پر لور کوچېدنه د کوچیانو له پېړیو پخوانی دود دی، چې د څړځایونو د اغېزمن استعمال او د څارویو د بقا لپاره مهم رول لري.

د کوچیانو ټولنې ته د غوره اسانتیاوو د برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د خیبر پښتونخوا د څارویو پالنې ادارې څه موده وړاندې یو جامع څېړنیز راپور بشپړ کړی و. په دې څېړنه کې د څارویو شمېر، د شپنو او د هغوی د کورنیو نفوس، د موسمي سفر وختونه، د استوګنې ځایونه، څړځایونه او د دودیزې کوچېدنې لارې په نښه شوې وې.

خو د دې څېړنې سره سره عملي ګامونه محدود پاتې شوي دي. په شمالي سیمو کې یوازې په څو ځایونو کې ګرځنده وترنري خدمتونه او د درملو رسونه ترسره شوې، په داسې حال کې چې نورې سپارښتنې تر اوسه نه دي عملي شوې.

کارپوهان او سیمه‌ییز استازي وایي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي وضعیت له امله کوچیان له لا زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي. د هغوی په وینا، له یوې سیمې بلې ته او یا هم د ډیورند کرښې هاخوا تګ راتګ د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی، چې له امله یې د دې دودیز ژوند له طرز سره تړلي خلک ورو ورو کمېږي.

د کوچیانو د ستونزو د حل او د هغوی د هوساینې لپاره کارکوونکو ملي او نړیوالو ادارو، لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او شارپ، ته پکار ده چې لا اغېزمن او عملي رول ولوبوي.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په افغانستان کې د میشتو وسله والو ډلو له اړخه اندېښنه ښودلې

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په افغانستان کې د میشتو وسله والو ډلو له اړخه اندېښنه ښودلې
100%

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان ویلي چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت لا هم د دوی لپاره تر ټولو جدي اندېښنه ده. یاد سازمان د افغانستان له خاورې په تاحکستان کې پر بریدونو اندېښنه ښودلې ده.

د دغه سازمان د دایمي شورا مشر ویکتور واسیلیف ویلي چې که څه هم روسیه او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو هڅې کوي، خو په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم پیچلی پاتې دی او د ثبات نښې نه لیدل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له شمالي پولو سره نږدې وسله‌والې ډلې او جنګیالي د سازمان د غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان لپاره جدي امنیتي ګواښ جوړوي او د دغو ډلو پر ضد به ګډ عملیات لا پراخ شي.

د یاد سازمان په وینا، پلان لري چې د افغانستان په شمالي پولو کې د وسله‌والو ډلو د نفوذ د مخنیوي لپاره خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي، ځکه دا ډلې د سیمه‌ییز امنیت لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي.

د سازمان په اعلامیه کې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان د ډزو او سرحدي پېښو د تکرار په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

د بریتانیا پاچا د افغان کډوالو ښځو د کرکټ لوبډلې له غړو سره ولیدل

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۱
د بریتانیا پاچا د افغان کډوالو ښځو د کرکټ لوبډلې له غړو سره ولیدل
100%

د بریتانیا پاچا چارلز درېیم د چارشنبې په ورځ د لندن په کلارنس هاوس کې د افغان کډوالو د ښځینه کرېکټ ټیم له غړو سره وکتل. په دې لیدنه کې پاچا د افغان نجونو هرکلی وکړ او له هغوی سره یې ډله‌ییز انځورونه واخیستل.

د افغان کډوالو د کرېکټ ښځینه ټیم غړو په دې لیدنه کې د افغانستان د هنر او کلتوري نښو په نقشو سینګار شوی، یو لاس جوړ د کرېکټ بیټ د بریتانیا پاچا ته ډالۍ کړ. همدارنګه دوی خپله رسمي جامه او د ټیم نښه هم ور وسپارله.

یاد ټیم د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په بریتانیا کې د شل اوریزو سیالیو سفر پیل کړی، چې د برېټانیا او ویلز د کرېکټ بورډ په بلنه ترسره کېږي. هدف یې د دوستانه لوبو ترسره کول او د دې ټیم د لوبغاړو ملاتړ بلل شوی دی.

د ټیم یوې غړې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې له پاچا سره لیدنه د دوی لپاره لوی ویاړ او نه هېرېدونکې تجربه وه.

ټاکل شوې چې د دې ټیم غړي په راتلونکو ورځو کې د اسټرالیا په سفارت کې په یو بل پروګرام کې هم ګډون وکړي.

د افغان ښځینه کرېکټ ملي ټیم په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال جوړ شوی و. د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، دې ټیم خپل رسمي ملي حیثیت له لاسه ورکړ او ډېری لوبغاړې یې له هېواده وتلې دي. اوس یې یو شمېر لوبغاړې په اسټرالیا کې ژوند کوي او د ټیم د بیا رسميت لپاره هڅې کوي.

100%

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې او نجونې له سپورټ، زده‌کړو او ټولنیز ژوند څخه په پراخه کچه منع شوې دي او له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د بریتانیا پاچا چارلز درېیم مخکې هم دوه ځله د ولیعهد په توګه افغانستان ته سفر کړی و.

هغه په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې کابل او هلمند ته تللی و او هلته یې له مېشتو بریتانیايي ځواکونو سره لیدلي وو.

د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳،۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۱
د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳،۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غوڼده کې د شاوخوا ۳،۵ میلیارده افغانو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، دا غونډه د چارشنبې په ورځ، د چنګاښ په درېیمه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د دغې ادارې د معلوماتو له‌مخې، غونډې ته ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له بحث وروسته یې د شاوخوا ۳،۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې شوې او په ۲۰ نورو پروژې کې یو شمېر تعدیلات راوستل شول.

په دغه ناسته کې د دوو پروژو قراردونه د قرارداد د اصولو نه پوره کېدو له امله لغوه شوې دي.

طالبانو ویلي، په منظور شویو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک د اوبو ذخیروي بند، د بغلان ولایت د کېله‌ګيي بند د جیوټیکنیکي مطالعاتو او په پکتیکا ولایت کې د ۶۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې د‌ پاتې چارو بشپړول، د امو سیند نفتيي حوزې د نفتو د زېرمه کولو لپاره د لس زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو ډیزاین او نصب، د ارزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړول، په ترینکوټ کې د ترمینل جوړول، د کابل ښار یو شمېر سړکونو جوړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش پروژو بشپړول شامل دي.

طالبانو ویلي، یادې پروژې د یادې ډلې له داخلي بودیجې تمویلیږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته تللی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۱
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته تللی
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال شهاب الدین ثاقب د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته تللی دی، څو د «چین ـ اوراسیا ۲۰۲۶» نندارتون کې ګډون وکړي. په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اړوندو ادارو استازي هم شامل دي.

د طالبانو د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سفر د چین په رسمي بلنه شوی او ټاکل شوې ده د «چین ـ اوراسیا ۲۰۲۶» نندارتون د جون له ۲۵مې تر ۲۹مې نېټې پورې د چین د سینکیانګ سیمې په مرکز ارومچي ښار کې جوړ شي.

په دې سفر کې دیاد وزارت داستازو تر څنګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د اړوندو ادارو یو شمېر نور استازي هم د طالبانو د پلاوي ملتیا کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې سفر موخه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول، د افغانستان د پانګونې ظرفیتونو معرفي کول، د بهرنیو پانګونو جلبول او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

د «چین ـ اوراسیا» نندارتون د سیمې له سترو اقتصادي او سوداګریزو نندارتونونو څخه ګڼل کېږي، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې هر کال د چین په ارومچي ښار کې جوړېږي.