که څه هم د راپور تحلیلي برخه په ځانګړي ډول افغانستان ته نه ده ځانګړې شوې، خو لیکوالانو یې ټینګار کړی چې جګړې او بشري بحرانونه لا هم په ګڼو هېوادونو کې د ماشومانو حقونه زیانمنوي. افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې یاد شوی چې ښايي د سیمهییزو بحرانونو او اقتصادي ستونزو له امله د خوړو له لا زیاتې ناامنۍ سره مخ شي.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې طالبان لا هم پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو بندیز او له ګڼو ټولنیزو او مسلکي برخو څخه د ښځو محرومیت هغه محدودیتونه دي چې نړیوالو بنسټونو پرې پرلهپسې نیوکې کړې دي.