تېرکال له کندهار نه ۱۸۲زره ټنه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا وایي، چې په تېر ۱۴۰۴کال کې له کندهار نه ۱۸۲زره ټنه وچه او تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده. نوموړي ویلي، چې د دغه صادراتو ټول ارزښت له ۴۲۸ مېلیونه او ۸۶۳زره امریکايي ډالر زیات وو.
