د کابل ښار د شهر نو او سرای شهزاده شاوخوا د زرګرانو مارکیټونو کې پخوا ډېری ډیزاین شوې ګاڼې پلورل کېدې، خو اوس پېرونکي تر ډیزاین او سېټ اخېستلو ډېر د سرو زرو د وزن او خالصوالي په اړه معلومات غواړي.
زرګران وايي، پخوا به خلکو د زینت لپاره سره زر اخیستل، خو اوس په کوردننه او بهر د اقتصادي وضعیت له امله ډېر کسان د پانګونې لپاره سره زر اخلي.
دې چارې د زرګرۍ پر دود صنعت او په دې برخه کې په کار د بوختو کسانو کاروبار هم اغیزمن کړی دی.
عزیزالله (بدل نوم) چې د کابل په خیر خانې سیمې کې زرګري لري، افغانستان انټرنشنل ته وویل، «پخوا به یو کس د خپلې لور د واده لپاره د سرو زرو بشپړ سیټ اخیست، خو اوس هغه کس ښايي د همغې اندازې پیسو په بدل کې یوازې څو سکې یا خام زر واخلي او په کور کې یې د سپما په توګه وساتي».
خلک اوس دیزایني زر نه خوښ وي د سرو زرو د نړیوالو بیو بېساري لوړوالي په افغانستان، پاکستان، خلیجي هېوادونو او د نړۍ په ګڼو نورو بازارونو کې د پېرودونکو چلند بدل کړی دی.
هغه فلز چې پخوا ډېری د ښکلا، ودونو او ټولنیز حیثیت نښه ګڼل کېده، اوس د شتمنۍ د خوندي ساتلو او د نامعلوم اقتصادي راتلونکي پر وړاندې د محافظت وسیله ګرځېدلې ده.
د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د سرو زرو نړیوال بازار د بیو له یوې نوې څپې سره مخ شوی دی. د یوه اونس سرو زرو بیه د کال په اوږدو کې تر ۴۶۸۰ امریکايي ډالرو لوړه شوه او اوس هم د ۴۳۸۰ ډالرو په شاوخوا کې راڅرخي. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په پیل کې د یوه اونس بیه شاوخوا ۲۶۰۰ ډالره وه.
د کابل د زرګرانو اتحادیې د غبرګولې میاشتې له شلمې د چنګاښ تر دویمې نېټې پورې ورکړل شوې بیې ښيي، چې د سرو زرو قیمتونه په نوسان کې دي.
د غبرګولي پر شلمه د کابل په مارکېټونو کې د سرو زرو د یوه اونس نړیواله بیه ۴۱۸۴ امریکايي ډالره ثبت شوې وه، په داسې حال کې چې د چنګاښ پر دویمه ۴۱۲۶ ډالرو ته راټیټه شوې ده. همدارنګه د ۲۴ قیراط سرو زرو بیه په نړیوال بازار کې له ۱۶۳۴ ډالرو څخه ۱۶۱۱ ډالرو ته ښکته شوې ده.
په کابل کې د محلي بازار نرخونه هم د همدې بدلون اغېز لاندې دي. د غبرګولي په شلمه د ۲۲ قیراطه سرو زرو بیه په هر ګرام ۸۶۸۰ افغانۍ وه، خو د چنګاښ په دویمه دا نرخ ۸۶۳۰ افغانیو ته راکښته شوی دی.
د ۲۱ قیراطه سرو زرو بیه له ۸۳۲۰ افغانیو څخه ۸۲۸۰ افغانیو ته کمه شوې او د ۱۸ قیراطه سرو زرو بیه له ۷۰۳۰ افغانیو څخه ۷۰۷۰ افغانیو ته بدله شوې ده، چې په دې برخه کې نسبي لوړوالی لیدل کېږي.
د ۱۴ قیراطه یا ۵۸۵ عیار سرو زرو بیه بیا له ۵۶۰۰ افغانیو څخه ۵۶۴۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
په همدې موده کې د سپینو زرو نړیوال بازار هم بدلونونه تجربه کړي دي. د سپینو زرو د یوه اونس بیه له ۶۴،۰۶ ډالرو څخه ۶۲،۷۵ ډالرو ته ټیټه شوې، خو د کابل په بازار کې د یو کیلو سپینو زرو د اخیستلو او پلور نرخونه نسبي ثبات ښيي او له۲۱۳۵ څخه تر ۲۱۷۰ ډالرو پورې ثبت شوي دي.
اقتصادي شنونکي د بیو د لوړوالي تر شا څو عوامل یادوي. د نړیوالو سیاسي کړکېچونو دوام، د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا، د انفلاسیون اندېښنې او د خوندي پانګونې لپاره د پانګوالو مخ پر وده لېوالتیا د دې لامل شوې چې سره زر د نړۍ په مالي بازارونو کې خپل دودیز حیثیت وساتي.
سره له دې چې په ځینو سیمو کې سیاسي کړکېچونه تر یوه حده ارام شوي، خو د سرو زرو بیې لا هم لوړې پاتې دي.
دا وضعیت د دې ښکارندویي کوي چې پانګهوال لا هم د نړیوال اقتصاد د راتلونکي په اړه بشپړ ډاډمن نه دي.
په افغانستان کې د افغانیو له نسبي ثبات سره سره، د خلکو د عوایدو کمښت او د اقتصادي فرصتونو محدودوالی لا هم جدي ستونزې دي. په پاکستان کې بیا د کلدارې د ارزښت کمېدا، لوړ انفلاسیون او مالي فشارونو د خلکو د سپما چلند بدل کړی دی. د همدې لپاره په دواړو هېوادونو کې د خامو سرو زرو، سکو او خښتو غوښتنه زیاته شوې ده.
په اسلام اباد کې د یوې تولې سرو زرو بیه نږدې ۴۷۰ زره پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلې، خو د ودونو د موسم له امله بازار یوڅه فعال پاتې دی. په متحده عربي اماراتو کې د یوه اونس سرو زرو بیه شاوخوا ۱۵۶۰۰ درهمه ده او د خلیج په نورو بازارونو کې هم د لوړو بیو لړۍ دوام لري.
خو د سرو زرو د بازار تر ټولو مهم بدلون د نرخونو په لوړېدو کې نه، بلکې د پېرودونکو په ذهنیت کې لیدل کېږي.
د بازار د سوداګرو په وینا، پخوا به د سرو زرو د پلور لویه برخه د زینتي ګاڼو وه. غاړکۍ، بنګړۍ، ګوتې او نور ډیزاین لرونکي توکي د پېرودونکو اصلي انتخاب و، خو اوس د خامو سرو زرو، سکو او خښتو غوښتنه په چټکۍ سره لوړه شوې ده.
د خامو زرو سکو یا خښتو تقاضا لوړه شوې ځینې سوداګر وايي، اوس داسې پېرودونکي هم لري چې د لسګونو ګرامو پر ځای سلګونه ګرامه او حتا یو کیلوګرامه خښتې اخلي. د دوی په باور، د دې بدلون اصلي دلیل دا دی چې خام زر د جوړښت او ډیزاین اضافي لګښت نه لري او د بیا پلور پر مهال یې ارزښت تر ډېره ساتل کېږي.
د سرو زرو نړیوالې شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د سرو زرو د تقاضا تر ټولو ستر محرک د پانګونې غوښتنه وه. د شورا د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړۍ ربع کې د نړۍ د سرو زرو ټوله تقاضا ۱۲۳۱ ټنو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې ارزښت یې ۱۹۳ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی.