د ډلهییز امنیت تړون سازمان په افغانستان کې د میشتو وسله والو ډلو له اړخه اندېښنه ښودلې
د ډلهییز امنیت تړون سازمان ویلي چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت لا هم د دوی لپاره تر ټولو جدي اندېښنه ده. یاد سازمان د افغانستان له خاورې په تاحکستان کې پر بریدونو اندېښنه ښودلې ده.
د دغه سازمان د دایمي شورا مشر ویکتور واسیلیف ویلي چې که څه هم روسیه او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو هڅې کوي، خو په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم پیچلی پاتې دی او د ثبات نښې نه لیدل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له شمالي پولو سره نږدې وسلهوالې ډلې او جنګیالي د سازمان د غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان لپاره جدي امنیتي ګواښ جوړوي او د دغو ډلو پر ضد به ګډ عملیات لا پراخ شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال شهاب الدین ثاقب د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته تللی دی، څو د «چین ـ اوراسیا ۲۰۲۶» نندارتون کې ګډون وکړي.
په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اړوندو ادارو استازي هم شامل دي.
د طالبانو د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سفر د چین په رسمي بلنه شوی او ټاکل شوې ده د «چین ـ اوراسیا ۲۰۲۶» نندارتون د جون له ۲۵مې تر ۲۹مې نېټې پورې د چین د سینکیانګ سیمې په مرکز ارومچي ښار کې جوړ شي.
په دې سفر کې دیاد وزارت داستازو تر څنګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د اړوندو ادارو یو شمېر نور استازي هم د طالبانو د پلاوي ملتیا کوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې سفر موخه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول، د افغانستان د پانګونې ظرفیتونو معرفي کول، د بهرنیو پانګونو جلبول او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
د «چین ـ اوراسیا» نندارتون د سیمې له سترو اقتصادي او سوداګریزو نندارتونونو څخه ګڼل کېږي، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې هر کال د چین په ارومچي ښار کې جوړېږي.