• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل زرګران: په کابل کې ډېری خلک سره زر او ګاڼه د زینت پرځای د پانګونې لپاره پېري

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د سرو زرو د بیو له بېساري لوړوالي سره د پېرودونکو چلند بدل شوی دی. زرګران وایي، پخوا به خلکو د زینت او ګاڼو لپاره سره زر اخیستل، خو اوس د پانګونې او شتمنۍ د خوندي ساتلو لپاره د خامو سرو زرو، سکو او خښتو غوښتنه ډېره شوې ده.

د کابل ښار د شهر نو او سرای شهزاده شاوخوا د زرګرانو مارکیټونو کې پخوا ډېری ډیزاین شوې ګاڼې پلورل کېدې، خو اوس پېرونکي تر ډیزاین او سېټ اخېستلو ډېر د سرو زرو د وزن او خالصوالي په اړه معلومات غواړي.

زرګران وايي، پخوا به خلکو د زینت لپاره سره زر اخیستل، خو اوس په کوردننه او بهر د اقتصادي وضعیت له امله ډېر کسان د پانګونې لپاره سره زر اخلي.

دې چارې د زرګرۍ پر دود صنعت او په دې برخه کې په کار د بوختو کسانو کاروبار هم اغیزمن کړی دی.

عزیزالله (بدل نوم) چې د کابل په خیر خانې سیمې کې زرګري لري، افغانستان انټرنشنل ته وویل، «پخوا به یو کس د خپلې لور د واده لپاره د سرو زرو بشپړ سیټ اخیست، خو اوس هغه کس ښايي د همغې اندازې پیسو په بدل کې یوازې څو سکې یا خام زر واخلي او په کور کې یې د سپما په توګه وساتي».

خلک اوس دیزایني زر نه خوښ وي
100%
خلک اوس دیزایني زر نه خوښ وي

د سرو زرو د نړیوالو بیو بېساري لوړوالي په افغانستان، پاکستان، خلیجي هېوادونو او د نړۍ په ګڼو نورو بازارونو کې د پېرودونکو چلند بدل کړی دی.

هغه فلز چې پخوا ډېری د ښکلا، ودونو او ټولنیز حیثیت نښه ګڼل کېده، اوس د شتمنۍ د خوندي ساتلو او د نامعلوم اقتصادي راتلونکي پر وړاندې د محافظت وسیله ګرځېدلې ده.

د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د سرو زرو نړیوال بازار د بیو له یوې نوې څپې سره مخ شوی دی. د یوه اونس سرو زرو بیه د کال په اوږدو کې تر ۴۶۸۰ امریکايي ډالرو لوړه شوه او اوس هم د ۴۳۸۰ ډالرو په شاوخوا کې راڅرخي. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په پیل کې د یوه اونس بیه شاوخوا ۲۶۰۰ ډالره وه.

د کابل د زرګرانو اتحادیې د غبرګولې میاشتې له شلمې د چنګاښ تر دویمې نېټې پورې ورکړل شوې بیې ښيي، چې د سرو زرو قیمتونه په نوسان کې دي.

د غبرګولي پر شلمه د کابل په مارکېټونو کې د سرو زرو د یوه اونس نړیواله بیه ۴۱۸۴ امریکايي ډالره ثبت شوې وه، په داسې حال کې چې د چنګاښ پر دویمه ۴۱۲۶ ډالرو ته راټیټه شوې ده. همدارنګه د ۲۴ قیراط سرو زرو بیه په نړیوال بازار کې له ۱۶۳۴ ډالرو څخه ۱۶۱۱ ډالرو ته ښکته شوې ده.

په کابل کې د محلي بازار نرخونه هم د همدې بدلون اغېز لاندې دي. د غبرګولي په شلمه د ۲۲ قیراطه سرو زرو بیه په هر ګرام ۸۶۸۰ افغانۍ وه، خو د چنګاښ په دویمه دا نرخ ۸۶۳۰ افغانیو ته راکښته شوی دی.

د ۲۱ قیراطه سرو زرو بیه له ۸۳۲۰ افغانیو څخه ۸۲۸۰ افغانیو ته کمه شوې او د ۱۸ قیراطه سرو زرو بیه له ۷۰۳۰ افغانیو څخه ۷۰۷۰ افغانیو ته بدله شوې ده، چې په دې برخه کې نسبي لوړوالی لیدل کېږي.

د ۱۴ قیراطه یا ۵۸۵ عیار سرو زرو بیه بیا له ۵۶۰۰ افغانیو څخه ۵۶۴۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

په همدې موده کې د سپینو زرو نړیوال بازار هم بدلونونه تجربه کړي دي. د سپینو زرو د یوه اونس بیه له ۶۴،۰۶ ډالرو څخه ۶۲،۷۵ ډالرو ته ټیټه شوې، خو د کابل په بازار کې د یو کیلو سپینو زرو د اخیستلو او پلور نرخونه نسبي ثبات ښيي او له۲۱۳۵ څخه تر ۲۱۷۰ ډالرو پورې ثبت شوي دي.

اقتصادي شنونکي د بیو د لوړوالي تر شا څو عوامل یادوي. د نړیوالو سیاسي کړکېچونو دوام، د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا، د انفلاسیون اندېښنې او د خوندي پانګونې لپاره د پانګوالو مخ پر وده لېوالتیا د دې لامل شوې چې سره زر د نړۍ په مالي بازارونو کې خپل دودیز حیثیت وساتي.

سره له دې چې په ځینو سیمو کې سیاسي کړکېچونه تر یوه حده ارام شوي، خو د سرو زرو بیې لا هم لوړې پاتې دي.

دا وضعیت د دې ښکارندویي کوي چې پانګه‌وال لا هم د نړیوال اقتصاد د راتلونکي په اړه بشپړ ډاډمن نه دي.

په افغانستان کې د افغانیو له نسبي ثبات سره سره، د خلکو د عوایدو کمښت او د اقتصادي فرصتونو محدودوالی لا هم جدي ستونزې دي. په پاکستان کې بیا د کلدارې د ارزښت کمېدا، لوړ انفلاسیون او مالي فشارونو د خلکو د سپما چلند بدل کړی دی. د همدې لپاره په دواړو هېوادونو کې د خامو سرو زرو، سکو او خښتو غوښتنه زیاته شوې ده.

په اسلام اباد کې د یوې تولې سرو زرو بیه نږدې ۴۷۰ زره پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلې، خو د ودونو د موسم له امله بازار یوڅه فعال پاتې دی. په متحده عربي اماراتو کې د یوه اونس سرو زرو بیه شاوخوا ۱۵۶۰۰ درهمه ده او د خلیج په نورو بازارونو کې هم د لوړو بیو لړۍ دوام لري.

خو د سرو زرو د بازار تر ټولو مهم بدلون د نرخونو په لوړېدو کې نه، بلکې د پېرودونکو په ذهنیت کې لیدل کېږي.

د بازار د سوداګرو په وینا، پخوا به د سرو زرو د پلور لویه برخه د زینتي ګاڼو وه. غاړکۍ، بنګړۍ، ګوتې او نور ډیزاین لرونکي توکي د پېرودونکو اصلي انتخاب و، خو اوس د خامو سرو زرو، سکو او خښتو غوښتنه په چټکۍ سره لوړه شوې ده.

د خامو زرو سکو یا خښتو تقاضا لوړه شوې
100%
د خامو زرو سکو یا خښتو تقاضا لوړه شوې

ځینې سوداګر وايي، اوس داسې پېرودونکي هم لري چې د لسګونو ګرامو پر ځای سلګونه ګرامه او حتا یو کیلوګرامه خښتې اخلي. د دوی په باور، د دې بدلون اصلي دلیل دا دی چې خام زر د جوړښت او ډیزاین اضافي لګښت نه لري او د بیا پلور پر مهال یې ارزښت تر ډېره ساتل کېږي.

د سرو زرو نړیوالې شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د سرو زرو د تقاضا تر ټولو ستر محرک د پانګونې غوښتنه وه. د شورا د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړۍ ربع کې د نړۍ د سرو زرو ټوله تقاضا ۱۲۳۱ ټنو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې ارزښت یې ۱۹۳ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

تمدن تلویزیون وايي چې ناپېژانده کسان یې د رسنۍ تجهیزات لېږدوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۱
تمدن تلویزیون وايي چې ناپېژانده کسان یې د رسنۍ تجهیزات لېږدوي
100%

تمدن تلویزیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ناپېژانده کسان یې په باروړونکو موټرو کې تجهیزات او وسایل باروي. یاد تلویزیون د طالبانو له امنیتي بنسټونو غوښتي چې د ددوی د ودانیو او وسایلو امنیت خوندي کړي.

د دغې رسنۍ په اعلامیه کې راغلي، ترهغه چې د محکمې له لوري وروستی پرېکنده حکم نه وي صادر شوی، د دغې رسنۍ وسایل او شتمني کې هر ډول تصرف، لېږدول یا پکې لاسوهنه هېڅ قانوني جواز نه لري.

اعلامیه زیاتوي چې د تمدن تلویزیون د دفتر تر څنګ د شخصي اوسېدو استوګنیزې ودانۍ هم شته او د هغوی اموالو او حقونو ته باید بشپړ درناوی وشي.

د تمدن تلویزیون ادارې ویلي، د دغې رسنۍ د ودانیو، تجهیزاتو او اموالو د امنیت ټینګښت او ساتنې مسوولیت د طالبانو د امنیتي ادارو په غاړه دی او باید امنیت یې وساتي.

طالبانو تر اوسه د تمدن تلویزون د یادې موضوع په اړه په رسمي ډول څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ تمدن ټلوېزیون د رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو امنیتي ځواکونو د دغه ټلوېزیون دفتر محاصره کړی. یادې شبکې ویلي، د طالب ځواکونو له‌خوا تر دغه اقدام وروسته د یاد ټلوېزیون خپرونې ځنډول شوې دي.

د طالبانو کمېسیون د کوکنارو شخړې د حل لپاره د بدخشان ارګو ولسوالۍ ته تللی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
د طالبانو کمېسیون د کوکنارو شخړې د حل لپاره د بدخشان ارګو ولسوالۍ ته تللی
100%

د بدخشان د وروستیو کړکېچونو د مدیریت لپاره د طالبانو نوی جوړ شوی کمېسیون ارګو ولسوالۍ ته تللی او له ځايي اوسېدونکو سره یې خبرې کړې دي. د سرچینو په وینا، د دې لیدنې اصلي موضوع د کوکنارو د کر او راټولولو پر سر د رامنځته شویو اختلافونو څیړل دي.

ویل کېږي طالبانو پرېکړه کړې چې په ارګو او درایم ولسوالیو کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره استول شوي ځواکونه بېرته د فیض‌اباد ښار ته ولېږدوي.

د معلوماتو له مخې، د دغو ځواکونو د ستنېدو پر مهال د طالبانو یو هاموي موټر چپه شوی چې له امله یې دوه کسان مړه شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د بدخشان د ستونزو د حل لپاره یو لوړپوړی کمېسیون جوړ کړی چې ددې دلې د استخباراتو رییس، د پوځ لوی درستیز، د فرامینو د څار او تعقیب د ادارې مشر او د هلمند والي پکې شامل دي.

په بدخشان کې د سرو زرو کانونه او د کوکنارو کر د اوږدمهاله شخړو مهم لاملونه بلل کېږي.

یو شمېر محلي طالب مشران د کوکنارو په کرکیله او د کانونو په غیر قانوني کیندنه کې ښکیل دي.

اتصالات مخابراتي شبکې خپل نوم «اي انډ» ته بدل کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
اتصالات مخابراتي شبکې خپل نوم «اي انډ» ته بدل کړی
100%

اتصالات افغانستان ټکنالوژۍ ګروپ د سې شنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې د شرکت نوم یې «اي انډ» ته بدل شوی او دا بدلون یې د ډیجیټلي او ټکنالوژیکي خدمتونو د پراختیا په لاره کې مهم ګام بللی دی.

د شرکت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نوي سوداګریز نښان (برانډ) د معرفي کولو مراسم د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۳مه د کابل په مرکزي دفتر کې ترسره شول.

اي انډ ویلي چې د نوم له بدلون سره به د خپلې شبکې پوښښ نور هم پراخ کړي او خپلو پېرېدونکو ته به نوښتګرې ډیجیټلي حل لارې او ځانګړي خدمتونه وړاندې کړي.

شرکت همداراز اعلان کړی چې د «ام حواله» ګرځنده مالي خدمت به له دې وروسته د «e& money» په نوم فعالیت کوي. د شرکت په وینا، دغه مالي پلاتفورم به کاروونکو ته پرمختللي، اسانه او عصري ډیجیټلي مالي خدمتونه وړاندې کړي او په هېواد کې به د ډیجیټلي اقتصاد او مالي شمولیت د پراختیا ملاتړ وکړي.

اي انډ وایي چې د دې بدلون موخه یوازې د نوم بدلول نه دي، بلکې غواړي په افغانستان کې د ټکنالوژۍ او ډیجیټلي خدمتونو مخکښ وړاندې کوونکی شي.

اي انډ یو نړیوال د ټکنالوژۍ ګروپ دی چې نږدې ۴۸ کاله وړاندې په متحده عربي اماراتو کې تاسیس شوی او اوس د منځني ختیځ، اسیا، افریقا او اروپا په ۳۸ هېوادونو کې فعالیت کوي.

اتصالات شرکت له اوږدو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، خو له افغان مخابراتي شرکتونو نه د پېرونکو شکایت دی، چې انټرنیټي او د مکالمو بیې یې د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله لوړې دي.

طالبان د اګست د ۱۵مې د نمانځنې لپاره چمتووالی نیسي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
طالبان د اګست د ۱۵مې د نمانځنې لپاره چمتووالی نیسي
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د اګست ۱۵مې یا د کابل د سقوط د ورځې د نمانځنې د مراسمو د تنظیم په موخه یې مشورتي غونډه کړې ده.

دیاد وزارت د معلوماتو له مخې، عتیق الله عزیزي ویلي، د سقوط یا ددوی په وینا، د «فتحې ورځ» باید په شاندارو مراسمو او د خلکو په پراخ ګډون سره ونمانځل شي.

د طالبانو د کلتور وزارت ویاند ویلي، د دوی په باور د دغې ورځې لاسته راوړنه «د افغانستان د خلکو» او طالبانو ګډه لاسته راوړنه ده او موخه یې راتلونکو نسلونو ته «د اشغالګرو هېوادونو» پر وړاندې د طالبانو د قربانیو او سرښندنو انتقال او د شل کلن جنګ په اړه د هغوی پوهاوی دی.

طالبان د اګست ۱۵مه د «فتحې ورځې» په نوم نمانځي، خو ګڼ نور افغانان دا ورځ د تورې ورځې په توګه یادوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شول او نجونې او ښځې له زده کړو، کار او د ژوند له نورو ازادیو بې برخې شوې.

د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسیون په محرم کې د شیعه وو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسیون په محرم کې د شیعه وو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کړی
100%

د طالبانو امینتي او تصفیوي کمېسیون د یادې ډلې د دفاع وزیر مولوي یعقوب په مشرۍ ناسته کړې او د محرم الحرام په میاشت کې یې د شیعه‌وو د امنیت پر ټینګښت او خوندیتوب ټنګار کړی دی.

د طالبانو د امنیتي او تصفیوی چارو کمېسیون د چارشنبې په ورځ د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ناسته کړې ده.

د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د دفاع وزیر مولوي یعقوب په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غړو د هېواد عموومي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

د کمیسیون په وینا، په ناسته کې د محرم الحرام په میاشت کې د شیعه وګړو د امنیت د لا ټینګښت او خوندیتوب لپاره پر ځانګړې پاملرنې ټینګار شوی دی.

طالبان داسې مهال د مذهبي مراسمو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې لا هم د داعش خراسان ډلې (داعش خراسان) د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې مطرح دي.

دغه ډله وخت ناوخت په ښارونو او مذهبي ځایونو کې د بریدونو مسوولیت پرغاړه اخلي او د شیعه ټولنې پر مراسمو یې په تېرو کلونو کې هم خونړي بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو په راپورونو کې هم د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه دا یادونه شوې چې که څه هم په لویه کچه جګړه نشته، خو د داعش خراسان، سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو او پټو شبکو ګواښونه لا هم په بشپړ ډول له منځه نه دي تللي.

طالبان هرکال د محرم الحرام د مراسمو پرمهال شیعه ماتم کوونکي د بیرغونو له ګرځولو او په عام محضر کې د ماتم د مراسمو له ترسره کولو منع کوي او ځینې وخت دغو بندیزونو ته امنیتي چتر ور کوي.