• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب سفیر او د مالیزیا ځانګړی استازی پر سیاسي او اقتصادي همکاریو غږېدلي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱

په مالیزیا کې د طالبانو د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د کابل او کوالالمپور ترمنځ په اړیکو کې پر مثبتو پرمختګونو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مناسباتو پر پیاوړتیا تفصیلي بحثونه وشول.

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ګډو ګټو پر بنسټ د پیاوړو او دوامداره اړیکو پر پراختیا هیله څرګنده کړې ده. نقیب الله احمدي او داتو احمد اعظم د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره مهمه بللې ده.

له روسیې پرته د مالیزیا په ګډون د نړۍ بل هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو په خپلو پلازمېنو کې د افغانستان سفارتونه دغه ډلې ته سپارلي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د محرم الحرام ورځې؛ پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ د دوو ورځو لپاره تړي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
د محرم الحرام ورځې؛ پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ د دوو ورځو لپاره تړي
100%

په تورخم کې د پاکستان دولتي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د محرم الحرام د رخصتیو له امله د تورخم دروازه د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.

د دغه پرېکړې له امله به افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ او عادي تګ راتګ هم د دوو ورځو لپاره ودرول شي او د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به بېرته پیل شي.

د تورخم پولې تر څنګ، د حمزه بابا د افغان کډوالو کمپ هم د دغو دوو ورځو لپاره د مراجعینو پر مخ تړل شوی دی. لنډي کوتل کې مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر په دې اړه ویلي، چې د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه به په یاد کمپ کې ټول اداري او دفتري فعالیتونه په ټپه ولاړ وي او له افغان کډوالو یې غوښتي چې په دې موده کې دغه مرکز ته له ورتګ څخه ډډه وکړي څو له احتمالي ستونزو او بې‌ځایه انتظار سره مخ نه شي.

پاکستاني چارواکو له کډوالو غوښتنه کړې چې د حکومتي لارښوونو او ټاکل شوي مهالویش پابندي وکړي او د نویو بدلونونو لپاره د چارواکو لخوا خپرېدونکو خبرتیاوو ته پام وکړي. د دغه کمپ د چارواکو په وینا، د محرم الحرام د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به د حمزه بابا کمپ خپل عادي فعالیتونه بېرته پیل کړي او ټول خدمات به د پخوا په څېر وړاندې شي.

د حمزه بابا کمپ په پاکستان کې د مېشتو افغان وګړو د ثبت، د اسنادو د پروسس او نورو اړوندو اداري چارو د ترسره کولو لپاره یو له مهمو مرکزونو څخه دی چې هره ورځ ورته ګڼ شمېر کسان مراجعه کوي. د پولې د بندېدو پر مهال به د کډوالو د ستنېدو بهیر په بشپړ ډول ځنډېدلی وي او د رخصتیو له پای وروسته به بېرته پیل شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم په شدت سره دوام لري او د راپورونو له مخې، تېر کال شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په زوره یا خپله خوښه هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو د پولیسو چاپې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي او یوازې له پنجاب ایالت څخه تر ۳۴ زره ډېر کډوال اېستل شوي دي، چې له امله یې په تورخم کې د کډوالو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

د جرمني لومړی وزیر: له طالبانو سره اړیکي نه عادي کوو بلکې یوازې تخنیکي خبرې ورسره لرو

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
د جرمني لومړی وزیر: له طالبانو سره اړیکي نه عادي کوو بلکې یوازې تخنیکي خبرې ورسره لرو
100%

د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ ميرڅ د چهارشنبې په ورځ پارلمان کې د پوښتنو او ځوابونو په غونډه کې د زرغون ګوند د نیوکو په ځواب کې وویل، چې برلین له طالبانو سره خپلې اړیکې نه عادي کوي. هغه ټینګار وکړ چې له کابل سره هر ډول همکاري یوازې په تخنیکي کچه او د جرمني د ملي ګټو پر بنسټ ده.

ښاغلي ميرڅ وویل چې دوی دا رژیم نه عادي کوي او زیاته یې کړه چې ډیپلوماتیکې اړیکې د هېوادونو ترمنځ وي، نه د حکومتونو ترمنځ او جرمني تل له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې دي. د جرمني لومړي وزیر وویل چې دوی د طالبانو رژیم ته د دوستۍ لاس نه غځوي، بلکې همکاري یوازې په تر ټولو ټیټه تخنیکي کچه ده ترڅو هغه افغان نارینه بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې په جرمني کې یې جرمونه کړي دي.

فریدرېښ ميرڅ همداراز وویل چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په کابل کې د طالبانو د حکومت له استازو سره په جرمني کې د مجرمو افغانانو د بېرته اېستلو په اړه خبرې اترې کوي. ميرڅ ټینګار وکړ چې د کورنیو چارو وزیر د دغو اقداماتو لپاره د ده بشپړ او بې قید او شرطه ملاتړ له ځان سره لري.

بل لور ته، په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې په جرمني کې د افغانانو د اخراج پروسې د اسانتیا او د نویو پاسپورټونو د صادرولو لپاره به د طالبانو د ادارې تر څلورو پورې نور ډیپلوماتان جرمني ته راشي. د دغه ویاند په وینا، د جرمني حکومت به دغو کسانو ته د ویزو له ورکولو وړاندې د هغوی هویت او مخینه په پوره ځیرکتیا سره وڅېړي.

په بادغیس کې د طالبانو پر توقیف‌خونې د قهرجنو خلکو له برید وروسته یو تورن کس ووژل شو

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۱
په بادغیس کې د طالبانو پر توقیف‌خونې د قهرجنو خلکو له برید وروسته یو تورن کس ووژل شو
100%

ځايي سرچینې وایي چې د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ یو شمېر قهرېدلو اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په لومړۍ نېټه، یو کس چې د غلا او وژنې په تور نیول شوی و، د طالبانو د امنیې قوماندانۍ له توقیف‌خونې راویست او ویې واژه.

د دې پېښې یوه ویډیو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې چې پکې د تورن کس د سخت وهلو او ټکولو دردونکې صحنې ښکاري.

د سرچینو په وینا، درې کسان د یکشنبې په ورځ د څو کیلو تریاکو د پېرلو لپاره یوه کور ته ورغلي وو، خو د بیې پر سر یې له کور خاوند سره هوکړې ته ونه رسېدل. وروسته همدغو کسانو د شپې له خوا د هماغه تریاکو د غلا کولو لپاره بېرته کور ته ننوتل.

سرچینې زیاتوي، کله چې د کور خاوند له خوبه راویښ شو، غلو پرې ډزې وکړې چې له امله یې یو سړی او یو ماشوم ووژل شول.

د وژل شویو کسانو له جنازې او خښولو وروسته، قهرجنو خلکو د غورماچ ولسوالۍ د طالبانو د امنیې قوماندانۍ پر ودانۍ برید وکړ او دوه نیول شوي کسان یې له توقیف‌خونې څخه را وایستل.

په هغې ویډیو کې چې د دې پېښې په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، لیدل کېږي چې خلک په لرګیو او اوسپنیزو میلو د دوو تورنو کسانو له ډلې یو تن وهي او وژني.

سرچینې وایي، هغه کس چې د قهرجنو خلکو له خوا ووژل شو، ملا غیب‌الله نومېده او پخوا یې د طالبانو په لیکو کې هم جګړه کړې وه. د سرچینو په خبره، خلکو د هغه مړی هم اور ته واچاوه.

د دویم نیول شوي کس برخلیک او اوسنی وضعیت لا هم روښانه نه دی.

افغانستان انټرنشنل د بادغیس ولایت د طالبانو د پولیسو له قوماندانۍ سره د دې پېښې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره اړیکه نیولې، خو د دې ادارې ویاند د یادې پېښې او زموږ د پوښتنو په اړه څه ځواب نه دی ورکړی.

تمدن ټلوېزیون د طالبانو له لوري پر دوی لګېدلي د ګوندي او پټو فعالیتونو تورونه رد کړل

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۱
تمدن ټلوېزیون د طالبانو له لوري پر دوی لګېدلي د ګوندي او پټو فعالیتونو تورونه رد کړل
100%

تمدن ټلویزیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له لوري د دې رسنۍ د فعالیت د درولو پرېکړې ته غبرګون ښودلی او د ګوندي او پټ فعالیت اړوند تورونه یې رد کړي دي.

دغه ټلوېزیون ویلي چې د طالبانو ځواکونو د دوی پر ودانۍ چاپه وهلې، د رسنۍ فعالیت یې درولی او د محکمې له حکم پرته یې وسایل، شتمنۍ او تخنیکي تجهیزات ضبط کړي دي.

دا غبرګون وروسته له هغې مطرح کېږي چې د طالبانو د ادارې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې د تمدن ټلویزیون فعالیت د ګوندي فعالیتونو له امله درول شوی دی. د سرچینې په وینا، د طالبانو د قوانینو له مخې هر ډول ګوندي فعالیت منع دی.

یادې سرچینې ادعا کړې چې « تمدن ټلویزیون او د خاتم‌النبیین مدرسه د اسلامي حرکت ګوند پورې تړاو لري او له همدې امله تړل شوي دي.»

دغه طالب چارواکي همداراز ویلي چې د تلویزیون او مدرسې ودانۍ پر دولتي ځمکو جوړې شوې دي او اوس تر څېړنې لاندې دي، څو محکمه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د نوموړي په وینا، یوه ځانګړې پلاوي سیمې ته استول شوې او د تلویزیون ودانۍ یې مهر او لاک کړې ده.

خو تمدن تلویزیون د چهارشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې رسنیز فعالیت پټ او محرمانه ماهیت نه لري.

په اعلامیه کې راغلي: «د یوې رسنۍ خبرې، کړنې، نشراتي پالیسۍ او خپرېدونکي محتوا هره شېبه د خلکو، څارونکو بنسټونو او حکومتي ادارو تر څار لاندې وي».

تمدن زیاته کړې چې په داسې حال کې د ګوندي فعالیت تور پرې لګول کېږي چې تر دې وړاندې په هېواد کې د ټولو سیاسي ګوندونو جوازونه لغوه شوي دي.

په اعلامیه کې پوښتنه شوې: «که د دې رسنۍ فعالیت واقعاً ګوندي بڼه لرلای، نو څنګه ممکنه وه چې په تېرو څو کلونو کې د کشفي او استخباراتي ادارو، د رسنیو د څار بنسټونو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نظره پټ پاتې شي؟»

د خپلواکۍ د ثابتولو لپاره تمدن تلویزیون د دې شبکې د بنسټګر ارواښاد ایت‌الله آصف محسني یو لیک هم خپور کړی چې له مخې یې نوموړي په ۱۳۸۳ لمریز کال کې په رسمي ډول له ټولو ګوندي دندو او غړیتوبونو څخه استعفا کړې وه.

100%

د اعلامیې په پای کې د تلویزیون تمدن مسوولانو هیله څرګنده کړې چې طالبان به په خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

دوی ویلي: «د اسلامي تمدن ټلوېزیون د خپرونو د ځنډولو پرېکړه د ناسمو، نیمګړو یا غیرموثقو معلوماتو پر بنسټ شوې ده».

ندا محمد ندیم: اسلامي امارت داسې نظام دی چې په ټوله نړۍ کې یې بېلګه نشته

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱
ندا محمد ندیم: اسلامي امارت داسې نظام دی چې په ټوله نړۍ کې یې بېلګه نشته
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د ننګرهار پوهنتون د زده کړیالانو فراغت غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، دوی داسې نظام حاکم کړی چې ټوله نړۍ کې یې مثال نشته.هغه زیاتوي چې دوی عدالت ټینګ کړی او خلکو ته یې حقونه ورکړي. په داسې حال کې چې نجونې یې له زده کړو بې برخې کړي.

دغه طالب وزیر د خپلې وینا پر مهال زیاتوي: «اسلامي امارت هغه نظام دی چې ستا د عبادت اخلاقو احترام دی چې ستا نفس ساتي، ستا دین ساتي او ستا مال ساتي». ندیم داسې مهال د خلکو د مال ساتنې خبره کوي چې هره ورځ ورځ د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې په ډېر شمېر وسله‌والې غلاوې کېږي او طالبان یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

همدا راز دغه ډلې په افغانستان کې د ټولنې بېلابېل قشرونه په ځانګړي ډول ښځې د زده کړو او کار تر څنګ له خپلو ګڼو حقونو څخه بې برخې کړې دي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزیر زیاتوي: «زه حج کې یو عرب سره مې لاس ټکر شو او ستړي مه‌شي مې ورسره وکړه، تر تعارف وروسته یې راته وویل چې اصلي نران تاسې یاست افغانانو». د طالبانو دا چارواکی وايي چې افغانان د اسلام او ازادۍ ساتونکي دي.

بل‌خوا د نړۍ مشهور دیني عالمان نیوکې کوي چې د طالبانو د حکومت تګلارې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي او د دغه ډلې ډېری کړنې شریعت سره هېڅ اړخ نه لګوي.