• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جنوبي وزیرستان کې د پولیسو د حوزې د مشر په ګډون ۶ پولیس تښتول شوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱

د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ په سراروغه علاقدارۍ کې نامعلومو وسله‌والو د پولیسو د یوه افسر (ایس ایچ او) احمد شاه په ګډون شپږ پولیس سرتېري تښتولي دي.

د ولسوالۍ د امنیه قوماندان په وینا، دغه پولیس د یوې چاودنې له سیمې څخه تر لیدنې وروسته د ستنېدو پرمهال تښتول شوي دي.

د پولیسو سرچینو ویلي چې په لاره کې وسله‌والو مخکې له مخکې سړک تړلی و. وسله‌والو د پولیسو موټر درولی او وروسته یې ایس ایچ او او د هغه نور ملګري تښتولي دي.

پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د تښتول شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

تر اوسه د تښتول شویو پولیسو د تښتونې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

پښتنه سیاستواله: د افغان مېرمنو او نجونو پر ضد بنديزونه د بنسټيزو حقونو سرغړونه ده

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱
پښتنه سیاستواله: د افغان مېرمنو او نجونو پر ضد بنديزونه د بنسټيزو حقونو سرغړونه ده
100%

پښتنه سیاستواله او د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مرکزي سيکرتره صاحبه بړېڅې ويلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري لګېدلي بندېزونه د اساسي بشري حقونو څخه سرغړونه ده او دوی په هر ډګر کې د افغان مېرمنو ترڅنګ ولاړې او ملاتړ یې کوي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې صاحبه بړېڅې وويل، د ۲۰۲۱م کال د اکست په ۱۵م چې په افغانستان کې جمهوري نظام وپرځېده، ورسره سم په افغان مېرمنو بنديزونه لګېدل پيل شول، د نجونو په لوړو زده کړو او ليک لوست باندې بنديز ولګول شو، همدارنګ د مېرمنو دندې وتړل شوې او د کار روزګار څخه منع کړل شوې.

هغې زياته کړه، «پښتونخوا نشنل عوامي ګوند په افغان خوېندو باندې د لګېدلو بنديزونو مخالفت کوي»

بړېڅې وويل، مېرمنې د نړۍ نيمه ابادي ده، که نيمه ابادي د ليک لوست، وظيفو او کاروباري چارو څخه محرومه پاتې شي نو په داسې حال کې به نړۍ څنګه پر مخ ولاړه شي.

د مېرمنو پر وړاندې بنديزونو او په ځانګړي ډول د زده کړو څخه د نجونو منع کولو په اړه هغې وویل، دا کار به په خپله افغانستان د «نړۍ څخه ۱۰۰ کاله شاته پاتې کړي».

د افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ په تړاو یې وويل، «بايد افغان مېرمنو ته بشري اساسي حقونه ترلاسه شي، موږ د افغان مېرمنو ملاتړ کوو او په هر ډګر کې به د افغان مېرمنو لپاره غږ پورته کوو».

هغې زياته کړه، بايد افغان مېرمنو ته د زده کړو او کاروباري چارو په برخه کې ازادي ورکړل شي تر څو افغان ټولنه پرمختګ وکړي.

د پښتونخوا پولیسو یوه فرانسوۍ مېرمن او د هغې اولادونه له کورني بند څخه ژغورلي دي

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۹ GMT+۱
د پښتونخوا پولیسو یوه فرانسوۍ مېرمن او د هغې اولادونه له کورني بند څخه ژغورلي دي
100%

د خيبرپښتونخوا پوليسو ويلي، هغه فرانسوۍ مېرمن او د هغې اولادونه یې ژغورلي چې د خپل مېړه له خوا تر کورني بند، تاوتریخوالي او فزیکي شکنجې لاندې وو. پولیس زیاتوي چې دوی د یادې فرانسوۍ مېرمنې مېړه هم نیولی دی.

د پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» د خبر له مخې، دغه فرانسوۍ مېرمنې د خیبر ولسوالۍ د پولیسو مشر ته په یوه لیکلي شکایت کې ادعا وکړه چې د هغې مېړه دوی ته د کورني تاوتریخوالي او فزیکي شکنجې ورکولو له امله، دوی له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په خورا سخت حالت کې ساتلي دي.

دغه مېرمنې ادعا وکړه چې مېړه یې هغه او د هغې ماشومان له ازادۍ بې‌برخې کړي او د یو پاملرنه کونکي مېړه او پلار په توګه خپلې قانوني دندې نه ترسره کوي او زیاته یې کړه: «هغه موږ وهي او هره ورځ زموږ پر ژوند فشار راوړي. د هغه د تاوتریخجن چلند له امله زموږ پر مخونو او د بدن پر نورو برخو د ټپونو نښې شته».

د خبر له مخې، له هغې وروسته پولیسو په هماغه ورځ د دغه تن پر ضد راپور ثبت کړ. د ولسوالۍ د پولیسو د مشر په لارښوونه، د دوشنبې په ورځ د خيبر ولسوالۍ په باړه کې پر هغه کور چاپه ووهله او دغه مېرمن او د هغې ماشومان وژغورل شول.

پوليسو وويل، د هغې مېړه هم د پولیسو له خوا ونیول شو.

د خبر له مخې، په یوه ویډیو کې چې د پولیسو له خوا ثبت شوې، شکايت کوونکې مېرمن په انګلیسي او پښتو مخلوطو ژبو وویل چې هغې په ۲۰۱۴ کال کې له دغه ځايي سړي سره واده کړی و او له هغه وخت راهیسې په باړه کې اوسېده.

د پېښور سترې محکمې د لسګونه هغه کسانو عریضې رد کړې چې د پاکستاني تابعیت ادعا لري

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۱
د پېښور سترې محکمې د لسګونه هغه کسانو عریضې رد کړې چې د پاکستاني تابعیت ادعا لري
100%

د پېښور سترې محکمې د شاوخوا ۱۳۰ هغو کسانو عریضې نه‌دي منلې، چې د «پي او ار »یا «اې‌سي‌سي» کارت لرونکي دي او د پاکستاني تابعیت ادعا یې کړې وه. د یادې محکمې د قاضیانو په وینا؛ د نادرا له‌خوا جوړ شوی اداري مېکانیزم شته، نو یاد کسان باید د حقایقو معلومولو لپاره هماغه لاره وڅاري.

دغه محکمې ویلي، چې یاد کسان باید لومړی د پاکستان د احصایې او ثبت ادارې (نادرا) ته مراجعه وکړي او د تابعیت د تصفیې سند لپاره رسمي غوښتنلیک ورکړي او بیا کولای شي د محکمې له لارې دغه چاره پرمخ یوسي.

محکمې څرګنده کړې، عریضه کوونکي مخکې له دې چې د نادرا قانوني لړۍ بشپړه کړي محکمې ته مراجعه کړې؛ نو له همدې امله د دوی د عریضو اورېدنه نه‌کېږي. په پرېکړه کې نادرا ته امر شوی، چې د ټولو غوښتونکو غوښتنلیکونه ومني، هغوی ته د اسنادو د سپارلو نېټې ورته وټاکي او هره قضیه په منظم ډول ثبت کړي.

همدارنګه محکمې ویلي، چې د ټولو قضیو د تصفیې بهیر باید د لومړي غوښتنلیک له نېټې څخه په څلورو میاشتو کې دننه بشپړ شي. د نادرا د معلوماتو له مخې؛ زرګونه غوښتنلیکونه تر اوسه ترلاسه شوي، چې ځینې یې رد شوي، ځینې منظور شوي او پاتې یې لا تر ارزونې لاندې دي.

مختار خان يوسفزی: افغانستان د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
مختار خان يوسفزی: افغانستان د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی
100%

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند شريک مشر مختار خان يوسفزي ويلي، نن ازاد افغانستان په داسې یوه حالت کې دی چې هلته توره تياره ده، د هېواد نيمه برخه وګړي (مېرمنې) په کورونو کې بند کړل شوي دي او دا هېواد د پنجابي استعمار د مستقل ګواښ سره مخ دی.

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په سېف الله کلا سيمه کې د عثمان خان کاکړ د پنځم تلين غونډې ته په خپله وينا کې مختار خان يوسفزي وويل، افغانستان کې «زموږ په خويندو، مېندو او لوڼو باندې کاروبار او ژوند بند کړل شوی، زده کړې نشي ترلاسه کولی، روزګار نشته».

هغه وويل، په افغانستان کې په سياسي فعالیتونو بندیز ده، رسنۍ او بشري حقونه د بنديز سره مخ دي او پر دې سربېره افغانستان د «پنجابي استعمار د مستقلې خطرې سره مخ دی».

مختار خان يوسفزي د پاکستان لخوا په افغانستان کې د بمباريو په تړاو وويل، پاکستان دا وايي چې په افغانستان کې د «پاکستاني طالبانو غړي، ترهګر او د هند ايجنټان ناست دي موږ پرې بمباري کوو».

هغه وويل، «د پاکستان نه پوښتنه کوم چې تا هلته (په افغانستان کې) څومره ترهګر ووژل، تا خو په روغتون کې خلک ووژل، تا د کونړ او نورستان بې ګناه ولسونه په کورونو کې مړه کړه او د پنجاب جنرالان دې دا ځواب راکړي چې په کابل کې خو بمباري کوې خو په پښتونخوا کې چې وسله وال ناست دي دا خلک چا کښېنولي دي؟».

يوسفزي وويل، پښتونخوا ته د طالب په نوم دغه خلک پاکستاني جنرالانو راوستي دي.

المرصاد: د خیبر په قمبرخېل کې د داعش پر مرکزونو مرګوني «لېزري بریدونه» شوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۱ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۳ GMT+۱
المرصاد: د خیبر په قمبرخېل کې د داعش پر مرکزونو مرګوني «لېزري بریدونه» شوي
100%

طالب پلوې رسنۍ المرصاد ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا خیبر ولسوالۍ د قمبرخېل په سیمه کې د داعش اړوند مرکزونه د نامعلومو وسله‌والو په مرګونو لېزري بریدونو کې په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

المرصاد په خپل ایکس‌پاڼه کې ویلي چې د دغو بریدونو ویډیوګانې یې له باوري سرچینو ترلاسه کړې دي. د رسنۍ په وینا، بریدونه پر هغو مرکزونو ترسره شوي چې د داعش جنګیالیو پورې تړاو لري.

المرصاد زیاتوي چې د دوی لاس ته د رسېدلو مستندو معلوماتو له مخې، په دغو «دقیقه بریدونو» کې د داعش پاتې عناصر او اړوند مرکزونه په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

یادې رسنۍ له خپل راپور سره یوه ویډیو هم خپره کړې، خو د بریدونو د وخت، د احتمالي مرګ‌ژوبلې او د بریدګرو د هویت په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه پاکستاني چارواکو او یا هم د داعش اړوندو سرچینو کوم غبرګون نه دی خپور کړی او د المرصاد له لوري وړاندې شوي معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.