طالبانو په افغانستان کې د نشهيي توکو د کمښت اړوند د روسي چارواکو له څرګندونو هرکلی کړی

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په افغانستان کې د نشهيي توکو د کمښت اړوند د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی. شویګو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی.
