پاکستان: له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره د باور وړ ژمنو ته اړتیا ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وایي، اسلاماباد له طالبانو سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره ټولې ډیپلوماټیکې لارې ازمویلې؛ خو د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې داسې پړاو ته ورسېدل چې نور د ډیپلوماسۍ دوام شونی نه و.
