• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۴۵ GMT+۱

په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو د بیو راټیټېدو لړۍ دوام لري. د سې‌شنبې په ورځ په هر بیرل کې د برنېټ خامو تېلو بیه ۷۶.۸۸ ډالرو ته او د لوېدیځ ټېکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه ۷۳.۰۲ ډالرو ته ورسېده. د اوپیک د تېلو بیه هم ۱.۸۹ سلنه راټیټه شوه او ۸۱.۵۹ ډالرو ته ورسېده.

شنونکي په دې باور دي، چې د تېلو د بیو دغه کمښت په منځني ختیځ کې د جیوپولیتیک کړکېچونو د کمښت او د ایران او امریکا ترمنځ تر احتمالي تړونونو وروسته د هرمز تنګي له لارې د تېل وړونکو کښتیو د تګ‌راتګ بیا پیل له امله دی.
په ځینو غیر اوپیک هېوادونو او په ځانګړې توګه په چین کې د تولید زیاتوالي او د کمزورې نړۍوالې تقاضا په اړه اندېښنې د یادې لړۍ پر پیکه کېدو اغېز کړی. ځینې ​​شنونکي په دې باور دي، چې د بیو اوسنۍ کچه (د برنېټ لپاره تر ۸۰ ډالرو ښکته) کولی شي د پېرودونکو لپاره ښه ملاتړ چمتو کړي او د چټک کمښت مخه ونیسي.
په نړۍواله کچه د تېلو ټیټه بیه د واردوونکو هېوادونو لکه هند، ترکیې او ګڼو اروپایي هېوادونو لپاره ښه زېری دی، چې د انرژۍ لګښتونه یې کم شوي. خو د سعودي عربستان، روسیې او اوپیک غړو هېوادونو په ګډون د هغو اقتصادونو لپاره چې د تېلو صادراتو پورې تړلي دي؛ دغه لړۍ کولی شي د حکومت په بودجې فشار زیات کړي او د دوی پراختیایي پلانونه اغېزمن کړي.
د تېلو بازار په راتلونکو ورځو کې د امریکا د زېرمو او د اوپیک پلس احتمالي پرېکړو په اړه اوونیزو راپورونو ته سترګې په لار دی.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۴

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري