د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت به له هغو ټولو غوښتنو سره منښته کوي چې نوموړی یې مطرح کوي او د ده په وینا تهران له دې پرته بله لار هم نه لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د امریکا له کانګرس څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت له هر هغه څه سره موافقه کوي چې زه یې غواړم او له دې پرته بله چاره هم نه لري».
د امریکا ولسمشر د خپلو څرګندونو پر مهال د خپلو خبرو په اړه نور جزئیات ورنه کړل او نه یې هم روښانه کړه چې د ایران له لوري د کومو ځانګړو غوښتنو منلو ته اشاره کوي.
د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو، اټومي پروګرام او سیمهییزو مسایلو په اړه بحثونه او اټکلونه زیات شوي دي.
تر اوسه د ایران اسلامي جمهوریت د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.