د امریکا ولسمشر: ایران به له هر هغه څه سره منښته کوي چې زه یې غواړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت به له هغو ټولو غوښتنو سره منښته کوي چې نوموړی یې مطرح کوي او د ده په وینا تهران له دې پرته بله لار هم نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت به له هغو ټولو غوښتنو سره منښته کوي چې نوموړی یې مطرح کوي او د ده په وینا تهران له دې پرته بله لار هم نه لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د امریکا له کانګرس څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت له هر هغه څه سره موافقه کوي چې زه یې غواړم او له دې پرته بله چاره هم نه لري».
د امریکا ولسمشر د خپلو څرګندونو پر مهال د خپلو خبرو په اړه نور جزئیات ورنه کړل او نه یې هم روښانه کړه چې د ایران له لوري د کومو ځانګړو غوښتنو منلو ته اشاره کوي.
د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو، اټومي پروګرام او سیمهییزو مسایلو په اړه بحثونه او اټکلونه زیات شوي دي.
تر اوسه د ایران اسلامي جمهوریت د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د طالبانو د عادي کولو پر هڅو سخته نیوکه کړې او دا کار یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او وقار د تر پښو لاندې کولو په مانا بللی دی.
هغې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د عادي کولو هڅې د دغې ډلې د ښځو ضد پالیسیو د منلو په مانا دي.
اغلې اکبر په خپلو څرګندونو کې روښانه کړې چې افغان ښځې او نجونې اوسمهال په څو بېلابېلو جبهو کې مبارزه کوي. د هغې په وینا، د دغې سختې مبارزې یوه جبهه د اروپایي ټولنې د هغو حکومتونو پر وړاندې ده چې ځانونه د بشري حقونو او د ښځو د وقار مدافعین بولي، خو په عمل کې د طالبانو د عادي کولو لاره تعقیبوي.
د بشري حقونو دغه فعالې خبرداری ورکړی چې د طالبانو د چلند او پالیسیو تدریجي منل د افغان ښځو په ژوند او راتلونکي ناوړه اغېز کوي. هغې پر نړیوالو ځواکونو او په ځانګړې توګه پر اروپایي هېوادونو غږ کړی چې د افغان ښځو حقونو او غوښتنو ته پام وکړي او د طالبانو له عادي کولو څخه ډډه وکړي.
د شهرزاد اکبر دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو د حکومت له لوري ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتېږي. تر دې وړاندې هم د بشري حقونو ګڼو نړیوالو سازمانونو او فعالانو پر نړیواله ټولنه نیوکه کړې وه چې د افغان ښځو د حقونو په دفاع کې یې اغېزناک ګامونه نه دي پورته کړي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ښځو په دیپلوماسۍ کې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د افغان ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی. یوناما غوښتنه کړې چې افغان ښځې باید په سیاسي پرېکړو او عامه ژوند کې په معني لرونکي ډول ګډون ولري، ځکه چې د ښځو حضور او غږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پراختیا لپاره حیاتي ارزښت لري.
د اروپا پارلمان د افغانستان د اړیکو د پلاوي مشرې راکِل ګارسیا هرمیدا فاندروالې، د اروپایي کمېسیون له لوري په بروکسل کې د طالبانو له استازو سره د ترسره شوې غونډې په تړاو له افغانانو بښنه غوښتې ده.
نوموړې د خپلو څرګندونو پر مهال پر دې پرېکړې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې کله اروپايي هېوادونه له طالبانو سره تعامل او خبرې اترې کوي، په عملي توګه هغوی ته یو ډول نړیوال مشروعیت وربخښي.
هغې خبرداری ورکړی چې هر څومره طالبان په نړیواله کچه زیات ومنل شي، هومره به لا زړور شي او د افغان ښځو پر وړاندې به خپلو محدودیتونو او ځپونکو تګلارو ته دوام ورکړي.
د اروپا پارلمان دغې غړې ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه نه شي کولای د بشري حقونو او جنسیتي اپارتاید پر ضد د مبارزې ادعا وکړي، خو په ورته وخت کې په بروکسل کې له طالبانو سره د خبرو لپاره غونډې جوړې کړي.
راکل ګارسیا هرمیدا واندروال ویلي چې د ښځو او نجونو د حقونو دفاع باید د اروپايي سیاستونو اساسي برخه وي او له هغو اقداماتو باید ډډه وشي چې د طالبانو د نړیوال مشروعیت د پیاوړتیا لامل ګرځي.
دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د طالبانو یوه پلاوي د اروپا کمېسیون په بلنه بروکسل ته سفر وکړ او له اروپايي چارواکو سره یې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د دغه سفر په تړاو د افغانانو، د بشري حقونو فعالانو او د اروپا پارلمان د یو شمېر غړو له لوري پراخې نیوکې شوې دي.
د اروپا د پارلمان مرستیال یان کریستوف اوتشن له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې بروکسل ته د طالبانو پر بللو سختې نیوکې وکړې او دا چاره یې د اندېښنې وړ وبلله. هغه وویل چې په دې لړ کې د اروپايي کمیسیون لخوا د هوکړه شویو اصولو په پام کې نه نیول د منلو وړ نه دي.
ښاغلي اوتشن په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، که چېرې اروپايي ټولنه د بشري حقونو اصولو ته ژمنه وي، نو باید له داسې رژیمونو سره چې دا اصول تر پښو لاندې کوي، هېڅ ډول همکاري او خبرې اترې ونه کړي. هغه وویل: «د بشري حقونو ناقضین باید په هېڅ صورت د اروپايي ټولنې شریکان نه وي».
د اروپا د پارلمان دغه لوړپوړي چارواکي اندېښنه ښودلې چې بروکسل ته د طالبانو وروستی سفر د هغو ارزښتونو او اصولو خلاف عمل دی چې دا ټولنه یې د ساتنې ادعا کوي. هغه زیاته کړې چې د «بشري حقونو د خوندیتوب لپاره باید پر خپلو ژمنو کلک ودرېږو او له هغو ډلو سره تعامل محدود شي چې د ښځو او د ټولنې د نورو غړو حقونه په سیستماتیک ډول نقضوي».
تر دې وړاندې هم د اروپا پارلمان یو شمېر غړو له طالبانو سر هر ډول تعامل غندلی او بروکسل ته یې پر دغه سفر سختې نیوکې کړې دي. همدا راز د بښنې نړیوال سازمان غړو د اروپايي کمیسیون مخې ته د لاریون پر مهال له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د غړو ناسته د«شرم وړ وبلله».
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله خام نفت د هرمز له تنګي تېر شوي او د نفتو لېږدونکې بېړۍ لا هم د دې ستراتیژیکې اوبیزې لارې تګ راتګ کوي.
رایټ د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د رویټرز د نړیوالې انرژۍ غونډې پر مهال وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۷۲ نفتلېږدوونکې بېړۍ د هرمز له تنګي څخه تېر ې شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د انرژۍ د نړیوالو بازارونو لپاره د هرمز تنګي پرانیستی پاتې کېدل مهم دي او اوسنۍ شمېرې ښيي چې د نفتو لېږد په عادي ډول روان دی.
د امریکا د انرژۍ وزیر همداراز ادعا وکړه چې ایران به په راتلونکي کې د هرمز تنګي د تړلو وړتیا ونه لري. د هغه په وینا، د هرمز تنګی د ایران لپاره یو مهم فشار اچوونکی اهرم بلل کېږي، خو امریکا هڅه کوي دا اهرم ترې واخلي.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالو نفتو د پام وړ برخه د همدې تنګي له لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي. د سیمې د هر ډول کړکېچ او امنیتي ګواښ له امله د انرژۍ نړیوال بازارونه د دې لارې وضعیت له نږدې څاري.
د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي کمیسیون د مرکزي دفتر مخې ته په یوه لاریون کې ویلي، چې افغانستان د کډوالو لپاره خوندي هېواد نه دی او هلته ستانه شوي کسان له جدي ګواښونو سره مخ کېږي. دې سازمان له طالبانو سره د اروپايي ټولنې ناسته هم د شرم وړ وبلله.
د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې او د هغې د غړو هېوادونو هغه پلانونه په کلکه غندلي او د شرم وړ یې بللي چې غواړي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي. دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو خراب وضعیت او د ښځو سخت ځپل ښيي چې دا هېواد د ستنېدو لپاره خوندي نه دی.
د دغه بنسټ فعالانو د اروپايي کمیسیون د مرکزي دفتر مخې ته لاریون کړی ترڅو دا پیغام ورسوي چې د افغانانو بېرته شړل د اروپايي ټولنې له خپلو قانوني ژمنو څخه سرغړونه ده. د بښنې نړیوال سازمان په خپل بیان کې ویلي چې هر هغه څوک چې بېرته افغانستان ته لېږل کېږي، له داسې خطرونو سره مخ کېږي چې په اړه یې اسناد شتون لري.
یاد سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې ژور بشري ناورین او د نجونو او ښځو سیستماتیک ځپل د کډوالو د بېرته شړلو پرېکړه په یو خطرناک ګام بدلوي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو او سیستماتیکو سرغړونو له امله حساب ورکولو ته اړ کړي.
د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې پر مشرانو غږ کړی چې د کډوالو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو د ساتنې لپاره خپلې قانوني دندې په سمه توګه ترسره کړي او له دغه پرېکړې لاس واخلي.
بل خوا، اروپايي ټولنې په داسې حال کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پلانونه تر لاسه لاندې نیولي چې دغې ټولنې په دې وروستیو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ۲۰ میلیونه یورو نوې مالي مرسته ځانګړې کړې ده. دغه بودیجه په افغانستان کې د بېځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او د هغوی د کوربه ټولنو د لومړنیو خدماتو او حرفوي زده کړو د ملاتړ لپاره کارول کېږي.