• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د پکتیا په لرې پرتو سیمو کې زده‌کوونکي د موبایل بندیز له امله اندېښمن دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو له لوري ښوونځیو ته د ټیلیفونونو پر وړلو بندیز زده‌کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. دوی وایي چې ډیورنډ کرښې نږدې ژوند کوي او د موبایل کارونې بندیز له پېښو وروسته خپلو کورنیو ته د خبر ورکولو له مشکل سره مخ کړي.

دغو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د ولسوالۍ له لرې پرتو سیمو څخه هره ورځ د زده‌کړو لپاره د ولسوالۍ مرکز ته ځي، خو د ښوونځیو د ادارو او طالب چارواکو له خوا ورته ویل کېږي چې ښوونځي ته ټیلیفونونه نه شي راوړلی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، دوي له ډيورند کرښې ته نږدې ژوند کوي او په دغه سیمو کې وخت ناوخت د پاکستاني ځواکونو له لوري ډزې، هاواني بریدونه او د درنو وسلو مرمۍ لګېږي، چې له امله یې خلک د امنیتي وضعیت په اړه د پرله‌پسې معلوماتو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.
دوی زیاتوي چې د ټیلیفونونو نه شتون زده‌کوونکي له خپلو کورنیو او کلیو سره له اړیکې محروموي او د هر ډول بېړنیو امنیتي پېښو پر مهال د خبرتیا ترلاسه کول ورته ستونزمن کوي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، زده‌کوونکي کله ناکله د خپلو سیمو د وضعیت د معلومولو لپاره له جدي اندېښنو سره مخ وي، ځکه د ټیلیفوني اړیکو نشتوالی د هغوی او کورنیو ترمنځ د معلوماتو تبادله محدودوي.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د ځیرک موبایلونو د کارولو او ښوونځیو ته د وړلو په اړه د محدودیتونو راپورونه خپاره شوي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

له کابل نه د یو تن شکایت: «د ترکیې د ویزو غوښتنلیکونه بې له دلیله ردېږي»

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۱
له کابل نه د یو تن شکایت: «د ترکیې د ویزو غوښتنلیکونه بې له دلیله ردېږي»
100%

یو شمېر افغانان چې د ترکیې د تحصیلي ویزو غوښتنه لري، شکایت کوي چې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د ټولو اړینو اسنادو او مالي شرایطو له برابرولو سره سره یې غوښتنلیکونه له څرګند دلیل پرته رد کېږي او د ردېدو لاملونه هم نه ورته ویل کېږي.

د کابل یوه اوسېدونکي، افغانستان انټرنشنل ته د خپل پیغامو په رالیږلو ویلي چې د تحصیلي ویزې لپاره یې د لس زره ډالرو بانکي سټېټمنټ او نور ټول اړین اسناد برابر کړي وو او نږدې دوه میاشتې یې د ځواب انتظار وکړ، خو په پای کې یې ویزه رد شوه.

هغه ادعا کړې چې د ویزې د ردېدو دلیل نه دی ورسره شریک شوی او د ده په څېر سلګونه نور افغانان هم له ورته ستونزې سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، « د ویزې د غوښتنې فیس، چې شاوخوا ۲۰۰ ډالره دی، بېرته نه ورکول کېږي».

هغه همداراز ادعا کړې چې د ترکیې د طبي ویزو په برخه کې هم «بې‌نظمۍ شته او ځینې کسان د اړیکو او واسطو له لارې هغو کسانو ته ویزې ورکوي چې د ده په خبره، طبي اړتیا نه لري».

هغه زیاتوي چې د ترکیې د ویزو په تړاو یو پراخ غیررسمي بازار رامنځته شوی، چې د سیاحتي او تحصیلي خدماتو ګڼ شرکتونه پکې فعالیت کوي او خلک د ویزو د ترلاسه کولو په نوم له بېلابېلو ستونزو او لګښتونو سره مخامخ کېږي.

شکایت کوونکي ویلي چې د ترکیې کونسلګرۍ او سفارت ته یې د برېښنالیک له لارې هم خپل اعتراضونه استولي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

یو شمېر افغانان له اړوندو ادارو غواړي چې د ویزو د بهیر د شفافیت، د رد شویو غوښتنلیکونو د دلایلو د روښانه کولو او د احتمالي درغلیو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

د ترکیې سفارت دا ډول ادعاوې نه دي تایید کړي او نه یې هم په دې اړه تر دې دمه رسمي غبرګون ښودلی.

افغانستان انټرنشنل هم په خپلواکه توګه د یادو ادعاوو د کره‌والي پخلی نه شي کولی. دا یوازې له کابل څخه د ترکیې د ویزې د ځینو متقاضیانو روایت دی.

د پکتیا ځینې اوسېدونکي: «طالبانو د پکتیا په احمدخېلو کې پر ښوونکو ځیرک موبایلونه بند کړي»

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱
د پکتیا ځینې اوسېدونکي: «طالبانو د پکتیا په احمدخېلو کې پر ښوونکو ځیرک موبایلونه بند کړي»
100%

د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي، چې طالبانو پر ښوونکو نوي محدودیتونه لګولي. ددوی په وینا، د ښوونځیو له استادانو څخه ځیرک موبایلونه راټول شوي او د ځینو استادانو موبایلونه مات شوي هم دي.

د احمدخېلو دغه اوسېدونکي وايي، استادانو ته سپارښتنه شوې چې یوازې ساده موبایلونه وکاروي او د ځیرک موبایل له کارولو ډډه وکړي.

د شکایت کوونکو په وینا، دغه محدودیت یوازې د ښوونځي تر چاپېریال محدود نه دی، بلکې استادان نه شي کولای په خپلو کلیو او کورونو کې هم په ښکاره ډول ځیرک موبایل وکاروي.

پیغام لیږونکي ادعا کوي چې ښوونکي اړ دي خپل ځیرک موبایلونه له طالبانو پټ وساتي او د کارولو پر مهال له ستونزو او احتمالي سزاوو وېره لري.

دوی زیاتوي، دا لومړی ځل نه دی چې د احمدخېلو ولسوالۍ پر ښوونکو محدودیتونه لګول کېږي. دوی وایي، له دې وړاندې هم استادانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې په ودونو، مېلو او نورو ټولنیزو مجلسونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

دوی همدارنګه وایي چې له ټولو ښوونکو غوښتل شوي وو څو ږیرې پرېږدي او دا پرېکړه په پراخه کچه عملي شوې ده.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د کابل یو اوسېدونکی: طالبان مخابراتي شرکتونه د انټرنېټ د بیو لوړولو ته اړ باسي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۱
د کابل یو اوسېدونکی: طالبان مخابراتي شرکتونه د انټرنېټ د بیو لوړولو ته اړ باسي
100%

د کابل یوه اوسېدونکي، چې له مخابراتي شبکو سره ځان نږدې ګڼي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې د طالبانو حکومت پر مخابراتي شرکتونو فشار راوړی څو د انټرنېټ بیې لوړې کړي او له دې سره انټرنیټ ته د خلکو لاسرسی محدود شي.

دغه کس ، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، ویلي چې د یوه مشهور مخابراتي شرکت یوه کارکوونکي چې د ده ملګری دی، ورته ویلي، د حکومت له لوري پر مخابراتي شبکو فشار زیات شوی څو د انټرنېټ خدمات په لوړه بیه وړاندې کړي.

د دغه کس په وینا، مخکې به د ۵۹۹ افغانیو په بدل کې شاوخوا ۴۰ جي‌بي انټرنېټ فعالېده، خو اوس په همدې بیه یوازې شاوخوا ۵ تر ۵،۵ جي‌بي انټرنېټ ترلاسه کېدای شي.

هغه ویلي په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انټرنېټ د بیو او کیفیت په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي او یو شمېر کاروونکي وايي چې د خدماتو کیفیت د بیو له لوړوالي سره سمون نه لري.

په ورته وخت کې په کابل او مزارشریف کې څو تنو عامو ښاریانو ویلي، چې د انټرنیټ په بیو کې یې تر دې دمه تغییر نه دی لیدلی.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کابل ښار د یوه اوسېدونکي روایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو د کره‌والي پخلی نه شي کولی.

د شغنان اوسېدونکي: د سړکونو خرابوالی هر کال د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۳ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۱
د شغنان اوسېدونکي: د سړکونو خرابوالی هر کال د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي
100%

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د یادې ولسوالۍ د سړکونو خرابوالی د سیمې د خلکو له مهمو او اوږدمهاله ستونزو څخه ده چې تراوسه ورته اساسي حل‌لاره نه‌ده موندل شوې.

د دوی په وینا؛ د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې سړکونه سخت زیانمن شوي، کندې کپرې، ښوېیدنې او خطرناکې سیمې لري چې د موټرو تګ‌راتګ یې ستونزمن او ناامنه کړی دی.

د یادې سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې د بارانونو او واورو په موسم کې د سړکونو وضعیت لاپسې خرابېږي او د ترافیکي پېښو ګواښ په‌کې په څرګند ډول لوړېږي. د شغنان اوسېدونکي وایي، د همدې خرابو لارو له امله هر کال لسګونه مرګونې پېښې رامنځته کېږي او ګڼ خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دوی په خبره، د سړکونو خرابوالی یوازې د انساني تلفاتو لامل شوی نه‌دی؛ بلکې روغتیايي خدمتونو، ښوونیزو مرکزونو او بازارونو ته د خلکو لاسرسی یې هم سخت محدود کړی دی.

هغوی وایي، سره له دې چې دولتي چارواکي هرکال د دغه لارو د بیارغونې او ترمیم ژمنې کوي؛ خو تر اوسه دغه ژمنو عملي پایله نه‌ده ورکړې او د سړکونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون نه‌دی راغلی.

د ځایي اوسېدونکو په وینا؛ هغه چارې چې ترسره شوې دي، یا سطحي او لنډمهالې وې او یا هم د ستونزې د بنسټیز حل لپاره بسنه نه‌کوي؛ نو له همدې امله اصلي ستونزه لاهم پرځای پاتې ده.

د سیمې خلک زیاتوي، په وروستیو کلونو کې د دغه خرابو لارو له امله د پېښو او تلفاتو کچه تر دې بریده لوړه شوې چې د پخوانیو جګړو له کلونو سره د پرتلې وړ بلل کېږي. د دوی په باور؛ د سړکونو خرابوالی اوس د سیمې د خلکو د ژوند لپاره په یو جدي ګواښ بدل شوی دی.

د شغنان اوسېدونکي له طالبانو غواړي، چې یادې ستونزې ته بېړنۍ پاملرنه وکړي او د سړکونو د بنسټیزې بیارغونې پروژه عملي کړي؛ څو د انساني تلفاتو مخه ونیول شي او په دغه مهمه لاره کې د تګ‌راتګ خوندیتوب ښه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې او د پام وړ انساني تلفات یې رامنځته کړي دي. د راپورونو له مخې؛ د دغه پېښو ځانګړی لامل د لارو او سړکونو خراب وضعیت ګڼل کېږي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي: « ښاروال خپل په فساد ککړ ملګري ګومارلي»

۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۹ GMT+۱
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي: « ښاروال خپل په فساد ککړ ملګري ګومارلي»
100%

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د جلال‌اباد ښاروال قاري بسم الله بلال که څه هم څو ځله له خپلې دندې بدل شوی، خو د دوی په وینا، «د طالبانو دننګرهار د والي او د کورنیو چارو وزارت معیین د ملاتړ له امله په خپل مقام پاتې دی او خپل په فساد ککړ څلور ملګري یې هم ګومارلي دي».

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو پیغامونو کې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې نوموړي د خپل تقرر پر مهال یو شمېر کسان له ځان سره ښاروالۍ ته راوستي او د نورو رسمي مامورینو پر ځای یې د ښاروالۍ مهمې چارې ور سپارلې دي.

ددغو اوسېدونکو د ادعا له مخې، په دغو کسانو کې د عوایدو امر اکبرعلي بریال، د قراردادونو امر طارق، د دفتر امر ذاهب الله او د تفتیش امر نورخان نوراني یاد شوي.

دغو کسانو ویلي، چې د ښاروالۍ زیات شمېر اداري بدلونونه او مقررۍ د اړیکو پر بنسټ کیږي او ځینې مامورین د همدې وضعیت له امله له فشار او اندېښنې سره مخ دي.

یو شمیر مامورینو ادعا کړي چې د شکایت کولو توان نه لري، ځکه د دوی په وینا، د شکایت په صورت کې له دندې د ګوښه کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت ښاروال او هغو کسانو، چې په دغه روایت کې ترې شکایت شوی، د یادو ادعاوو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي او نه هم افغانستان انټرنشنل دغه ادعاوې تاییدولی شي.