• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ندا محمد ندیم: اسلامي امارت داسې نظام دی چې په ټوله نړۍ کې یې بېلګه نشته

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د ننګرهار پوهنتون د زده کړیالانو فراغت غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، دوی داسې نظام حاکم کړی چې ټوله نړۍ کې یې مثال نشته.هغه زیاتوي چې دوی عدالت ټینګ کړی او خلکو ته یې حقونه ورکړي. په داسې حال کې چې نجونې یې له زده کړو بې برخې کړي.

دغه طالب وزیر د خپلې وینا پر مهال زیاتوي: «اسلامي امارت هغه نظام دی چې ستا د عبادت اخلاقو احترام دی چې ستا نفس ساتي، ستا دین ساتي او ستا مال ساتي». ندیم داسې مهال د خلکو د مال ساتنې خبره کوي چې هره ورځ ورځ د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې په ډېر شمېر وسله‌والې غلاوې کېږي او طالبان یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

همدا راز دغه ډلې په افغانستان کې د ټولنې بېلابېل قشرونه په ځانګړي ډول ښځې د زده کړو او کار تر څنګ له خپلو ګڼو حقونو څخه بې برخې کړې دي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزیر زیاتوي: «زه حج کې یو عرب سره مې لاس ټکر شو او ستړي مه‌شي مې ورسره وکړه، تر تعارف وروسته یې راته وویل چې اصلي نران تاسې یاست افغانانو». د طالبانو دا چارواکی وايي چې افغانان د اسلام او ازادۍ ساتونکي دي.

بل‌خوا د نړۍ مشهور دیني عالمان نیوکې کوي چې د طالبانو د حکومت تګلارې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي او د دغه ډلې ډېری کړنې شریعت سره هېڅ اړخ نه لګوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

صدیق صدیقي: طالبان په سیمه کې تر ټولو لویه ترهګره او خونړۍ ډله ده

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱
صدیق صدیقي: طالبان په سیمه کې تر ټولو لویه ترهګره او خونړۍ ډله ده
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي طالبان په سیمه کې تر ټولو لویه او خونړۍ ترهګره ډله بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک به له دې ډلې د خلاصون لاره ومومي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دغې ډلې له ۲۰۰۱ کال راهیسې بې ګناه افغانان وژلي او معلول کړي دي.

ښاغلي صدیقي په خپلو خبرو کې پر هغو لوریو هم سخته نیوکه کړې چې له طالبانو سره ناستې کوي او هغوی ته امتیازات ورکوي. هغه د دغو امتیازاتو د دوام او له طالبانو سره د ځینو لوریو د تعامل پر پروسې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه پخواني ویاند ټینګار کړی چې د افغانستان خلک به په پای کې د طالبانو له واکمنۍ او دغې ډلې څخه د خلاصون لپاره یوه لاره ومومي. د هغه په وینا، د طالبانو تاوتریخوالی د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی.

صدیق صدیقي ویلي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو په بریدونو او اقداماتو کې بې‌شمېره بېګناه افغانان قرباني شوي دي. هغه زیاته کړې چې پر دغو ټولو کړنو سربېره، لا هم ځینې لوري له هغوی سره خبرو اترو او ناستو ته دوام ورکوي او امتیازات ورته برابروي.

افغانستان د ماشومانو د حقونو په نړیوال شاخص کې یو ځل بیا په وروستی مقام کې راغلی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
افغانستان د ماشومانو د حقونو په نړیوال شاخص کې یو ځل بیا په وروستی مقام  کې راغلی
100%

افغانستان د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو په نړیوال شاخص کې د دوهم پرله‌پسې کال لپاره د ۱۹۴ هېوادونو ترمنځ وروستی مقام خپل کړی دی.

دغه شاخص د هالنډ مېشت «کېډزرایټس» بنسټ له لوري د اراسموس روټرډام پوهنتون په همکارۍ چمتو کېږي او د ماشومانو د ژوند وضعیت، روغتیا، زده‌کړو، خوندیتوب او د حقونو د ملاتړ کوونکي چاپېریال په برخو کې ارزوي.

د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، افغانستان د ۰،۲۱۴ نمرو په ترلاسه کولو سره په ۱۹۴م ځای کې راغلی دی. له افغانستان وروسته چاد او ګینه په ترتیب سره په ۱۹۳م او ۱۹۲م مقامونو کې ځای لري.

راپور ښيي چې لوګزامبورګ، ایسلنډ او موناکو د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې تر ټولو غوره فعالیت درلود، په داسې حال کې چې افغانستان یوازینی هېواد و چې ټولیزه نمره یې له ۰.۳ څخه ټیټه ثبت شوې ده.

د ماشومانو د حقونو دا نړیوال شاخص د ۲۲ معیارونو پر بنسټ جوړ شوی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې له معلوماتو او ارزونو څخه په کې ګټه اخیستل شوې ده.

په راپور کې د نړۍ په کچه د ماشومانو د وضعیت د خرابېدو په اړه هم خبرداری ورکړل شوی او ویل شوي چې اوس مهال د نړۍ له ۲۰ سلنې ډېر ماشومان د جګړو له سیمو څخه د ۵۰ کیلومترو په واټن کې ژوند کوي. د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې زیاتوالی، بې‌ځایه کېدل، د خوړو ناامني او د زده‌کړو بهیر ګډوډېدل د یاد راپور له مهمو اندېښنو څخه دي.

که څه هم د راپور تحلیلي برخه په ځانګړي ډول افغانستان ته نه ده ځانګړې شوې، خو لیکوالانو یې ټینګار کړی چې جګړې او بشري بحرانونه لا هم په ګڼو هېوادونو کې د ماشومانو حقونه زیانمنوي. افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې یاد شوی چې ښايي د سیمه‌ییزو بحرانونو او اقتصادي ستونزو له امله د خوړو له لا زیاتې ناامنۍ سره مخ شي.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې طالبان لا هم پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو بندیز او له ګڼو ټولنیزو او مسلکي برخو څخه د ښځو محرومیت هغه محدودیتونه دي چې نړیوالو بنسټونو پرې پرله‌پسې نیوکې کړې دي.

شهرزاد اکبر: د طالبانو سره اړیکې عادي کول د افغان ښځو د حقونو سپکاوی دی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۱
شهرزاد اکبر: د طالبانو سره اړیکې عادي کول د افغان ښځو د حقونو سپکاوی دی
100%

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د طالبانو د عادي کولو پر هڅو سخته نیوکه کړې او دا کار یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او وقار د تر پښو لاندې کولو په مانا بللی دی.

هغې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د عادي کولو هڅې د دغې ډلې د ښځو ضد پالیسیو د منلو په مانا دي.

اغلې اکبر په خپلو څرګندونو کې روښانه کړې چې افغان ښځې او نجونې اوسمهال په څو بېلابېلو جبهو کې مبارزه کوي. د هغې په وینا، د دغې سختې مبارزې یوه جبهه د اروپایي ټولنې د هغو حکومتونو پر وړاندې ده چې ځانونه د بشري حقونو او د ښځو د وقار مدافعین بولي، خو په عمل کې د طالبانو د عادي کولو لاره تعقیبوي.

د بشري حقونو دغه فعالې خبرداری ورکړی چې د طالبانو د چلند او پالیسیو تدریجي منل د افغان ښځو په ژوند او راتلونکي ناوړه اغېز کوي. هغې پر نړیوالو ځواکونو او په ځانګړې توګه پر اروپایي هېوادونو غږ کړی چې د افغان ښځو حقونو او غوښتنو ته پام وکړي او د طالبانو له عادي کولو څخه ډډه وکړي.

د شهرزاد اکبر دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو د حکومت له لوري ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتېږي. تر دې وړاندې هم د بشري حقونو ګڼو نړیوالو سازمانونو او فعالانو پر نړیواله ټولنه نیوکه کړې وه چې د افغان ښځو د حقونو په دفاع کې یې اغېزناک ګامونه نه دي پورته کړي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ښځو په دیپلوماسۍ کې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د افغان ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی. یوناما غوښتنه کړې چې افغان ښځې باید په سیاسي پرېکړو او عامه ژوند کې په معني لرونکي ډول ګډون ولري، ځکه چې د ښځو حضور او غږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پراختیا لپاره حیاتي ارزښت لري.

طالبانو له مخابراتي شرکتونو غوښتي چې د انټرنېټي بنډلونو بیې راټيټي کړي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۱
طالبانو له مخابراتي شرکتونو غوښتي چې د انټرنېټي بنډلونو بیې راټيټي کړي
100%

د طالبانو په ولکه کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له مخابراتي شرکتونو سره په یوه ناسته کې د انټرنېټي او مخابراتي بنډلونو د بیو کمولو، د خدمتونو د کیفیت لوړولو، د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، طالب مسوولینو په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د مصرفوونکو د حقونو ساتنه، د باکیفیته خدمتونو وړاندې کول او په مناسبه بیه د مخابراتي بنډلونو عرضه کول د مخابراتي شرکتونو اساسي مسوولیتونه دي.

د ناستې ګډونوالو همداراز د مخابراتي خدمتونو د لا ښه والي او د خلکو شکایتونو ته د چټکې رسېدنې پر اړتیا خبرې کړې دي.

اترا ویلي چې ټول مخابراتي شرکتونه مکلف دي خپلې چوپړتیاوې د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو له مخې وړاندې کړي. ادارې خبرداری ورکړی چې که کوم شرکت د قوانینو او مقرراتو سرغړونه وکړي، له هغه سره به قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د کیفیت او د بنډلونو د لوړو بیو په اړه د خلکو شکایتونه دوام لري.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر مخابراتي شرکتونو کاروونکو د انټرنېټي کڅوړو د لوړو بیو او د خدمتونو د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه کړي دي. دوی ویلي چې د انټرنېټ بیې د خلکو د اقتصادي وضعیت په پرتله لوړې دي او په ځینو سیمو کې د انټرنېټ سرعت او د شبکو کیفیت هم له ستونزو سره مخ دی.

د اروپا پارلمان غړې د طالبانو له استازو سره د بروکسل غونډې له امله له افغانانو بښنه وغوښته

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
د اروپا پارلمان غړې د طالبانو له استازو سره د بروکسل غونډې له امله له افغانانو بښنه وغوښته
100%

د اروپا پارلمان د افغانستان د اړیکو د پلاوي مشرې راکِل ګارسیا هرمیدا فان‌در‌والې، د اروپایي کمېسیون له لوري په بروکسل کې د طالبانو له استازو سره د ترسره شوې غونډې په تړاو له افغانانو بښنه غوښتې ده.

نوموړې د خپلو څرګندونو پر مهال پر دې پرېکړې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې کله اروپايي هېوادونه له طالبانو سره تعامل او خبرې اترې کوي، په عملي توګه هغوی ته یو ډول نړیوال مشروعیت وربخښي.

هغې خبرداری ورکړی چې هر څومره طالبان په نړیواله کچه زیات ومنل شي، هومره به لا زړور شي او د افغان ښځو پر وړاندې به خپلو محدودیتونو او ځپونکو تګلارو ته دوام ورکړي.

د اروپا پارلمان دغې غړې ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه نه شي کولای د بشري حقونو او جنسیتي اپارتاید پر ضد د مبارزې ادعا وکړي، خو په ورته وخت کې په بروکسل کې له طالبانو سره د خبرو لپاره غونډې جوړې کړي.

راکل ګارسیا هرمیدا وان‌در‌وال ویلي چې د ښځو او نجونو د حقونو دفاع باید د اروپايي سیاستونو اساسي برخه وي او له هغو اقداماتو باید ډډه وشي چې د طالبانو د نړیوال مشروعیت د پیاوړتیا لامل ګرځي.

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د طالبانو یوه پلاوي د اروپا کمېسیون په بلنه بروکسل ته سفر وکړ او له اروپايي چارواکو سره یې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د دغه سفر په تړاو د افغانانو، د بشري حقونو فعالانو او د اروپا پارلمان د یو شمېر غړو له لوري پراخې نیوکې شوې دي.