د ماهرنګ بلوڅ د سزا په غبرګون؛ په بلوچستان کې د کاربندیز له امله ټول بازارونه تړل شوي

د بلوچستان په بېلابېلو بلوڅ مېشتو سیمو کې د بلوڅانو د یووالي کمېټې له لوري د اعلان شوي کاربندیز له امله بازارونه او کاروباري مرکزونه تړلي دي. دغه کاربندیز د یادې کمېټې مشرې ماهرنګ بلوڅ او یو بل غړي صبغت الله ته د ترهګرۍ ضد محکمې لهخوا د اورول شوې عمري بند سزا پرضد ترسره کېږي.
