د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند:امریکا دې د هوکړهلیک له متن سره په ټکر کې تفسیرونه نه کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، له امریکا غوښتي چې د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړهلیک له متن سره په ټکر کې له تفسیرونو او څرګندونو ډډه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، له امریکا غوښتي چې د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړهلیک له متن سره په ټکر کې له تفسیرونو او څرګندونو ډډه وکړي.
بقايي د چهارشنبې په ورځ په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه پیغام کې لیکلي چې امریکا باید «له هغو تفسیرونو څخه ډډه وکړي چې د هوکړهلیک د متن له څرګندو موادو سره په بشپړه توګه مغایرت لري».
هغه ویلي، که څه هم امریکا هېڅکله په خپلو کړنو کې رښتینولي نه ده ښودلې، خو د ایران اسلامي جمهوریت د موجودو شکونو او اندېښنو سربېره، د ښه نیت له مخې ډیپلوماټیک بهیر ته داخل شو او د جګړې د پای ته رسېدو تفاهملیک یې لاسلیک کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړې په اړه د امریکايي چارواکو متضادې او یو له بل سره په ټکر کې څرګندونې د ایرانیانو د راټولو شویو شکونو او بېباوریو په کمولو کې مرسته نه کوي.
بقايي ټینګار کړی چې دا ډول څرګندونې یوازې د امریکا د پخوانیو ژمنهماتوونکو کړنو یاد تازه کوي او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا لا زیاته زیانمنوي.
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهملیک د محتوا او عملي کېدو په اړه د دواړو خواوو د چارواکو بېلابېلې او کله ناکله متضادې څرګندونې شوې دي.