د پکتیا ځینې اوسېدونکي: «طالبانو د پکتیا په احمدخېلو کې پر ښوونکو ځیرک موبایلونه بند کړي»

د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي، چې طالبانو پر ښوونکو نوي محدودیتونه لګولي. ددوی په وینا، د ښوونځیو له استادانو څخه ځیرک موبایلونه راټول شوي او د ځینو استادانو موبایلونه مات شوي هم دي.
