• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د انرژۍ وزیر: ایران به په راتلونکي کې د هرمز تنګي د تړلو توان ونه لري

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله خام نفت د هرمز له تنګي تېر شوي او د نفتو لېږدونکې بېړۍ لا هم د دې ستراتیژیکې اوبیزې لارې تګ راتګ کوي.

رایټ د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د رویټرز د نړیوالې انرژۍ غونډې پر مهال وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۷۲ نفت‌لېږدوونکې بېړۍ د هرمز له تنګي څخه تېر ې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د انرژۍ د نړیوالو بازارونو لپاره د هرمز تنګي پرانیستی پاتې کېدل مهم دي او اوسنۍ شمېرې ښيي چې د نفتو لېږد په عادي ډول روان دی.

د امریکا د انرژۍ وزیر همداراز ادعا وکړه چې ایران به په راتلونکي کې د هرمز تنګي د تړلو وړتیا ونه لري. د هغه په وینا، د هرمز تنګی د ایران لپاره یو مهم فشار اچوونکی اهرم بلل کېږي، خو امریکا هڅه کوي دا اهرم ترې واخلي.

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالو نفتو د پام وړ برخه د همدې تنګي له لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي. د سیمې د هر ډول کړکېچ او امنیتي ګواښ له امله د انرژۍ نړیوال بازارونه د دې لارې وضعیت له نږدې څاري.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې له لوري طالبانو سره ناسته د شرم وړ بللې ده

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې له لوري طالبانو سره ناسته د شرم وړ بللې ده
100%

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي کمیسیون د مرکزي دفتر مخې ته په یوه لاریون کې ویلي، چې افغانستان د کډوالو لپاره خوندي هېواد نه دی او هلته ستانه شوي کسان له جدي ګواښونو سره مخ کېږي. دې سازمان له طالبانو سره د اروپايي ټولنې ناسته هم د شرم وړ وبلله.

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې او د هغې د غړو هېوادونو هغه پلانونه په کلکه غندلي او د شرم وړ یې بللي چې غواړي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي. دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو خراب وضعیت او د ښځو سخت ځپل ښيي چې دا هېواد د ستنېدو لپاره خوندي نه دی.

د دغه بنسټ فعالانو د اروپايي کمیسیون د مرکزي دفتر مخې ته لاریون کړی ترڅو دا پیغام ورسوي چې د افغانانو بېرته شړل د اروپايي ټولنې له خپلو قانوني ژمنو څخه سرغړونه ده. د بښنې نړیوال سازمان په خپل بیان کې ویلي چې هر هغه څوک چې بېرته افغانستان ته لېږل کېږي، له داسې خطرونو سره مخ کېږي چې په اړه یې اسناد شتون لري.

یاد سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې ژور بشري ناورین او د نجونو او ښځو سیستماتیک ځپل د کډوالو د بېرته شړلو پرېکړه په یو خطرناک ګام بدلوي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو او سیستماتیکو سرغړونو له امله حساب ورکولو ته اړ کړي.

د بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې پر مشرانو غږ کړی چې د کډوالو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو د ساتنې لپاره خپلې قانوني دندې په سمه توګه ترسره کړي او له دغه پرېکړې لاس واخلي.

بل خوا، اروپايي ټولنې په داسې حال کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پلانونه تر لاسه لاندې نیولي چې دغې ټولنې په دې وروستیو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ۲۰ میلیونه یورو نوې مالي مرسته ځانګړې کړې ده. دغه بودیجه په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او د هغوی د کوربه ټولنو د لومړنیو خدماتو او حرفوي زده کړو د ملاتړ لپاره کارول کېږي.

نصیر احمد فایق: د افغان مېرمنو له حقونو پرته له طالبانو سره اړیکې نه شي توجیه کېدای

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱
نصیر احمد فایق: د افغان مېرمنو له حقونو پرته له طالبانو سره اړیکې نه شي توجیه کېدای
100%

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق، بروکسل ته د طالبانو د استازو سفر ته په غبرګون کې ویلي، تر هغه وخته چې میلیونونه افغانې ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو او اساسي ازادیو محرومې وي، هېڅ فرد او هېڅ هېواد نه شي کولای له طالبانو سره تعامل او یا هم د اړیکو عادي کول توجیه کړي.

فایق د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳مه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «د طالبانو د مشروعیت ورکولو پر وړاندې درېدل، د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېدل دي».

نوموړي زیاته کړې چې طالبان نه د افغانستان د کلتور استازولي کوي او نه هم د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو. د هغه په وینا، د ښځو او د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د هېواد په تاریخ کې د شرم یوه داغداره او د ناپوهۍ، افراطیت او ځپنې ښکاره بېلګه ده.

فایق د اروپا د پارلمان له غړو، په ځانګړې توګه د اروپا پارلمان له غړې روچل ګارسیا ، او هغو ټولو کسانو مننه کړې چې د افغان ښځو او وګړو په ملاتړ یې خپل غږ پورته کړی او د داسې رژیم سره د اړیکو د عادي کولو پر وړاندې ولاړ دي چې د هغه په وینا په سیستماتیک ډول بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د ټولنې نیمایي برخه یې له عامه ژوند څخه ایستلې ده.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو یوه پلاوي د اروپا کمېسیون په بلنه د سې‌شنبې په ورځ بروکسل ته سفر وکړ او هلته یې له اروپايي چارواکو سره افغانستان ته د کډوالو د ایستلو او ستنولو په اړه خبرې وکړې.

د دغه سفر په تړاو د افغانانو او د اروپا د پارلمان د یو شمېر غړو له لوري پراخې نیوکې وشوې. د راپورونو له مخې، د اروپا پارلمان غړې روچل ګارسیا له افغانانو بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې ونه توانېده د طالبانو د پلاوي د سفر مخه ونیسي.

فایق په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو، نجونو او د افغانستان د خلکو د حقونو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي او له هغو ګامونو ډډه وکړي چې د طالبانو د نړیوال مشروعیت د پیاوړتیا سبب کېږي.

امریکا د ایران له بریدونو څو میاشتې وروسته په کویت کې خپل سفارت بېرته پرانیست

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۱
امریکا د ایران له بریدونو څو میاشتې وروسته په کویت کې خپل سفارت بېرته پرانیست
100%

خلیج ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له سفرسره هممهاله، په کویت کې د امریکا سفارت خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل. دغه سفارت څو میاشتې مخکې د ایران د بریدونو له امله تړل شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې په کویت ښار کې ددوی سفارت به سملاسي د امریکايي وګړو لپاره بېړني کونسلي خدمات بېرته پیل کړي او نور خدمات به په تدریجي ډول فعال کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په مارچ میاشت کې په کویت او سعودي عربستان کې د خپلو سفارتونو فعالیتونه هغه مهال وځنډول، چې ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته د دغو ماموریتونو پر لور بې‌پیلوټه الوتکې واستولې.

مارکو روبیو د امریکا د بیرغ د پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

روبیو له مراسمو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «د امریکا بیرغ، چې د ازادۍ، یووالي او ازاد ژوند سمبول دی، یو ځل بیا په ویاړ سره د کویت ښار پر سر رپېږي. کویت د سیمې د امنیت او ثبات لپاره یو نه جلا کېدونکی شریک دی».

روسیې د اوکراین جګړې یو مخالف سیاستوال په ۷ کاله بند محکوم کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱
روسیې د اوکراین جګړې یو مخالف سیاستوال په ۷ کاله بند محکوم کړی
100%

په مسکو کې یوې محکمې د دغه هېواد د لېبرال ګوند مرستیال مکسیم کرګلوف پر ټولنیزو رسنیو د روسیې پوځ په اړه د ناسمو معلوماتو خپرولو په تور په ۷ کاله بند محکوم کړی دی.

دغه روسي سیاستوال چې د مسکو د ښاري شورا پخوانی غړی هم دی، تېر کال په اکتوبر کې ونیول شو. پر نوموړي تور و چې په ۲۰۲۲ کال کې یې پر اوکراین د روسیې د برید پرمهال پر خپل ټلیګرام شبکه په خپلو دوو لیکنو کې د روسیې پوځ د بدنامولو هڅه کړې وه.

هغه په محکمه کې ځان بې‌ګناه بللی دی او ویلي یې دي چې د اوکراین جګړه یوه لویه تراژیدي ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.

نوموړي یوه لیکنه کې د کېف په شمالي بوچا ښارګوټي کې د ملکي وګړو د وژنو په اړه اشاره کړې وه.

دغه روسي سیاستوال پرداسې مهال په ۷ کاله بند محکوم شوی چې دوه میاشتې وروسته په روسیه کې پارلماني ټاکنې پیلږي.

پزشکیان د سیمې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې وستایلې

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
پزشکیان د سیمې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې وستایلې
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: «ایران او پاکستان په ارمانونو او هیلو کې ژورې ګډې موخې لري». هغه د سیمې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې او دا یې د دغه هېواد د فرهنګ محصول ګڼلې دي.

پزشکیان په خپله اېکس پاڼه لیکلي «پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې مې د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو د ستاینې په موخه، له خپلو وروڼو اصف علي زرداري، شهباز شریف او عاصم منیر سره د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.»

د ایران ولسمشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پرون د پاکستان په بلنه دغه هېواد ته تللي وو.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي لانجې په تړاو د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کړی او د دواړو لورو ترمنځ یې د خبرو اترو او هوکړې لپاره د اسانتیا برابرولو غوښتنه کړې ده.