د کندهار په ښاري محکمې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې ۹۰ زره دوسیې ناحله او بې برخلیکه پاتې دي.
دغو سرچینو ویلي چې په یادو دوسیو کې یوه لویه برخه د ځمکو، سرایونو، بڼونو او نورو جایدادونو پر سر د دعواوو دي. دغه راز ځینې پکې جنايي،مالي، سوداګریزې، د طلاق، اداري فساد، سیاسي او امنیتي قضیې دي.
سرچینو د قاضیانو له خوا د دومره ډېر شمېر دوسیو د نه څېړلو لامل په محکمو کې فساد بللی دی.
د طالبانو اړوند یوې سرچینې وویل:« خلک د یوې عادي د پور د قضیې په اړه درې میاشتې یا پنځه میاشتې محکمې ته ځي او راځي. خلکو ته یوه او بله بهانه کېږي. اکثره دوسیې چې پریکړه یې کېږي او له نورو دوسیو څخه مخکې کېږي حتما قاضي، د دیوان رییس او نور قاضیان د دعوه کوونکي سره یولاس وي او هر یو پکې خپل ونډه لري».
د کندهار په ښاري محکمه کې سرچینو د دوسیو د نه څېړلو بل لامل له اداري او قضايي سیستم سره په محکمو کې د طالبانو د قاضیانو او مسوولینو نابلدتیا بولي.
په ورته مهال یو شمېر ښاریان هم په دغه ولایت کې له قضايي ادارو شکایت کوي.
د یاد ښار ځینې اوسېدونکي وايي، دوسيې يې په محکمو کي بندې پاتې دي او ځینې عادي دوسیې، چې د پور یا کومې بلې شخړې وي، پرېکړې یې تر شپږو مياشتو او ان تر څو کلونو وخت نیسي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی وايي:« ځيني قاضيان غوښتنه کوي هغه دوسيې چي شپږ مياشتي مخکي ثبت شوې وي، وایی بېرته یې له سره ثبت کړئ او بیا یې د کتنې لپاره مراجعه وکړئ. په داسې وخت کې زموږ شپږ میاشتې وخت ناحقه ضایع شوی وي او یا هم دا د پیسو اخېستلو لپاره د لارې جوړول دي».
په محکمو کې د دوسیو د څېړلو ځنډ یوازې تر کندهاره محدود نه دی.
د هېواد د ګڼو نورو ولایتونو اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د مولوي هبت الله دفتر ابتدايه، مرافعه او تميز محکمو ته په يوه مکتوب کي لارښوونه کړې وه چې دوسيو ته جدي پاملرنه وکړي، څو د خلکو ستونزې حل او د شکايتونو مخه ونيول شي.
په ياد مکتوب کي راغلي چي ابتدايه محکمه بايد دوسيې په يوه نيمه مياشت کې، مرافعه محکمه په شلو ورځو کې او تميز محکمه له شلو ورځو تر يوې مياشتې موده کي دوسیې خلاصې کړي او که کوم قاضي په ټاکلې موده کې د دوسيې د څېړلو توان نه لري، بايد خپل شرعي عذر سترې محکمې ته وړاندې کړي.