ازادۍ جبهې طالبان د عاشورا مراسمو پر محدودولو او د مذهبي کرکې پر خپرولو تورن کړي

د طالبانو مخالفې ډلې، ازادۍ جبهې ویلي چې طالبان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د عاشورا د مراسمو پر ترسره کېدو محدودیتونه لګوي او د دې ډلې په وینا، دا اقدامات د مذهبي تاوتریخوالي او فرقهيي کړکېچونو د زیاتېدو لامل شوي دي.
