• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د انټرنېټ بیو ټیټولو لپاره ضرب الاجل ټاکلی خو مخابراتي شبکې له لوړو مالیو سر ټکوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د انټرنېټي کڅوړو د بیو د ټیټولو په تړاو مخابراتي شبکو ته درې ورځې وخت ور کړی دی. مخابراتي شبکو له اترا سره په ناسته کې د لوړو مالیاتو او تخفیف نشتوالي یادونه کړې، خو د طالبانو چارواکو د بیو پر ټیټولو ټینګار کړی.

د دوو مخابراتي شبکو غړو، چې د طالبانو د مخابراتو وزارت و اترا ادارې له استازو سره د مخابراتي شبکو د استازو د ناستې له بهیره خبر دي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ناسته کې د طالبانو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مخابراتي شبکو ته درې ورځې وخت ورکړ، چې د خپلو انټرنیټي کڅوړو بیو ټیټې کړي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د مخابراتو وزارت مسوولانو شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې تر راتلونکې یکشنبې ورځې پورې باید د انټرنېټي کڅوړو او مخابراتي خدماتو بیې راټیټې او پخوانیو نرخونو ته یې بېرته وګرځوي.

یوې سرچینې وویل، چې د اترا ادارې استازو د پېرونکو د حقونو خوندیتوب لپاره پر مخابراتي شبکو د خدماتو د کیفیت د تضمین، د تعرفو د تنظیم او نورو معیارونو د پلي کېدو ټینګار کړی دی. همدارنګه له شبکو غوښتنه شوې چې شرکتونه باید د مشتریانو ټول شکایتونه ثبت، تعقیب او حل کړي.

سرچینو زیاته کړې چې د مخابراتي شرکتونو استازو په غونډه کې ژمنه کړې چې د بیو د تعدیل لپاره به لازم اقدامات وکړي، خو په ورته وخت کې یې د خدماتو د وړاندې کولو د لګښتونو د زیاتوالي ستونزه هم مطرح کړې ده.

د شرکتونو د استازو په وینا، د طالبانو حکومت له مخابراتي خدماتو او تجهیزاتو څخه شاوخوا ۱۶ سلنه ټولیزه مالیه اخلي، چې د خدماتو پر وروستیو بیو مستقیم اغېز لري. دوی همداراز ویلي چې د سیمې د اقتصادي او امنیتي وضعیت، د نړیوالو بازارونو د بدلونونو او د تجهیزاتو د واردولو د لګښتونو د زیاتوالي له امله د شبکو عملیاتي مصارف لوړ شوي دي.

خو د طالبانو اترا ادارې چارواکو د شرکتونو دغو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې د جمهوریت د دورې په څېر د مالیاتو په برخه کې د تخفیف یا ځانګړو رعایتونو امکان نه شته او شرکتونه باید خپلې مالي او عملیاتي ستونزې د خپلو داخلي تګلارو له لارې حل کړي.

په کابل کې د یوه مخابراتي شرکت یو تن پخواني سلاکار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جمهوري حکومت پر مهال به د مخابراتي سکتور د ملاتړ په موخه په ځینو مواردو کې په مالیاتو او فیسونو کې نرمښتونه راوستل کېدل، څو شرکتونه د بیو له لوړولو څخه را وګرځول شي.

د نوموړي په وینا، هغه مهال حکومت د فریکونسۍ فیسونو، د ځینو عملیاتي لګښتونو او د وارداتي تخنیکي تجهیزاتو په ګمرکي تعرفو کې تخفیفونه یا معافیتونه ورکول، چې له امله یې مخابراتي شرکتونو ته د بیو د ثابت ساتلو زمینه برابره وه. هغه زیاته کړه، چې «اوس د طالبانو اداره ټول مالیات اخلي او هیڅ ډول تخفیف نه مني».

په وروستیو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د انټرنېټي کڅوړو د بیو د لوړېدو په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي دي. یو شمېر کاروونکي وایي چې د انټرنېټ کیفیت لا هم د تمې وړ کچې ته لوړ نه دی، خو د خدماتو بیې لوړې شوې دي.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۳

نادرا ته د افغان کډوالۍ کارتونو لغوه کولو تر ۲۶زره ډېرې غوښتنې رسېدلې دي

۴

پاکستان: له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره د باور وړ ژمنو ته اړتیا ده

۵

ایران: د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د «ډېرو افغانانو د ګډون» لپاره تدابیر نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

شیخ مدارعلي کریمي: چې د رییس الوزرا خبره نه منل کېږی د خلکو راتلونکی ښه نه وینم

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱
 شیخ مدارعلي کریمي: چې د رییس الوزرا خبره نه منل کېږی د خلکو راتلونکی ښه نه وینم
100%

د طالبانو د کور او ښارجوړونې وزارت مرستیال شیخ مدارعلي کریمي د محرم د مراسمو نمانځغونډې پرمهال د شیعه‌‌‌وو په وړاندې د طالبانو ځینو چلندونو ته په اشاره ویلي، « کله چې د رییس الوزرا خبره نه منل کېږی، نو د افغانستان د خلکو لپاره ښه راتلونکی نه وینم».

نوموړی وايي د شیعه‌وو په وړاندې د ځینو قصدي برخوردونو په تړاو یې د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن سره ناسته کړې او هغه امر وکړ چې د شیعه‌وو په وړاندې اقدامات دې وردول شي.

مدارعلي کریمي وايي:« کله چې د رییس االوزرا خبره نه منل کېږي، نو دا ډېر د خواشنۍ وړ ده.د دغه ډول کړنو راتلونکی به ډېر خواشینکوی وي او د افغانستان د خللکو لپاره ښه راتلونکی نه وینم».

یاد طالب معین ویلي چې له دې وړاندې یې د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره په خبرو کې هم ویلي و:« چې که تاسو د خلکو چوپتیا پر زور وکړی، نو دا به ستاسو تېروتنه وي. زموږ خلک ډارن نه دي».

نوموړی خبرداری ورکړی که د شیعه مذهبو په وړاندې اقدامات دوام ولري، ښايي شیعه مذهبي د خپلې ارادې خلاف پرېکړه وکړي.

مدارعلي کریمي د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي له‌خوا د ځینو شیعه‌وو بندي کولو خواشینونکی اقدام بللی دی او وايي، چې یاد اقدام د شرعي د دندې اړوند نه و .

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې چې د محرم په میاشت کې طالبانو د شیعه‌ مذهبو پر مذهبي مراسمو محدودیتونه لګولي دي.

ایراني چارواکي وايي له افغانستان سره سوداګریزه راشه درشه ۱۸ سلنه ډېره شوې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
ایراني چارواکي وايي له افغانستان سره سوداګریزه راشه درشه ۱۸ سلنه ډېره شوې
100%

ایراني چارواکي وايي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو موټرو تګ راتګ له۱۴۰۰ کال څخه د ۱۴۰۴ کال تر پایه پورې په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۱۸ سلنه زیات شوی دی.

د ایران د دوغارون سرحدي بندر مدیر محسن رکني ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د دوغارون له پولې د نړیوالو باروړونکو موټرو تګ راتګ هر کال په اوسط ډول ۱۸ سلنه وده کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په ۱۴۰۴ کال کې د تګ راتګ شمېر ۲۹۳ زرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۳ کال کې د۲۲۹ زره موټرو تګ راتګ ثبت شوی و، چې ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

هغه همدارنګه وویل چې د روان کال د پسرلي په درې میاشتنۍ دوره کې له دوغارون سرحدي بندر څخه د نړیوالو ترانسپورتي وسایطو ۸۲ زره او ۴۰۴ تګ راتګونه ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۲ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

دغه ایراني چارواکي د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي مهم لامل له ګاونډیو هېوادونو سره د تهران د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا تګلاره وبلله.

هغه ویلي چې دا زیاتوالی له افغانستان سره د دوغارون په پوله کې په څرګند ډول لیدل کېږي.

رکني زیاته کړې چې که په پوله کې ځینې اداري ستونزې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی نه وای او ټولو ادارو د ځمکنیو سرحدونو د داخلېدو او وتلو د مدیریت اړوند لارښوونې په بشپړه توګه عملي کړې وای، نو د سوداګرۍ کلنۍ وده به تر ۵۰ سلنې پورې رسېدلې وای.

د شکنجې نړیوال شاخص افغانستان د شکنجې له پلوه د «ډېر لوړ خطر» هېواد بللی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۱
د شکنجې نړیوال شاخص افغانستان د شکنجې له پلوه د «ډېر لوړ خطر» هېواد بللی
100%

د شکنجې نړیوال شاخص په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان د شنجکې، خپلسرو نیونو او د بشري حقونو د سرغړونو له پلوه د «ډېر لوړ خطر» هېواد بللی. په راپور کې راغلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې شکنجه، خپل سرې نیونې، د ښځو او لږکیو ځپل او د مدني ازادیو محدودیتونه پراخ شوي دي.

د ۲۰۲۶ کال د شکنجې نړیوال شاخص په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کنوانسیون په ګډون خپلې نړۍوالې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي. په راپور کې راغلي چې طالبانو په خپل قانون کې د شکنجې او ناوړه چلند ځینې بڼې قانوني کړې او د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د خلکو د چلند، جامو او ټولنیزو فعالیتونو د څار او خپلسرو نیونو کې مهم رول لري.

په دغه راپور کې راغلي، د طاللبانو له ۸۰ څخه ډېر فرمانونه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تبعیض، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او شکنجې ته قانوني بڼه ورکړې ده او په ۲۰۲۶ کال کې د طالبانو د جزايي اجرااتو قانون د کورني تاوتریخوالي ځینې بڼې هم قانوني کړې دي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د خلکو د نیولو، توقیف او پلټنو پر مهال له شکنجې، فزیکي او رواني ځورونې، جبري ورکېدو او سپکوونکي چلند څخه کار اخلي. د شکنجې نړیوال شاخص د طالبانو دغه چلند ته د «ډېر لوړ خطر» درجه ورکړې ده.

په راپور کې راغلي:«طالبان په پراخه کچه شکنجه او ناوړه چلند کاروي. خپلسري نیونې، په عام محضر کې په دُرو وهلل او اعدامونه ترسره کېږي. خلک د جامو، ږیرې او یا هم د حجاب د نه مراعتولو له امله نیول کېږی. د وهلو ټکولو، جبري ورکیدو، رواني شکنجې او دوامداره څار ترڅنګ د کورونو تلاشي او امنیتي پلټنې په منظم ډول تر سره کېږي».

په راپور کې د طالبانو د توقیف پرمهال له شکنجې څخه د خوندیتوب حق په برخه کې هم د «خطر کچه لوړه» ښودل شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې توقیقونه له قانوني بهیر پرته ترسره کېږي، د حقوقي وکیل حق له منځه تللی، د استخباراتو په توقیف ځایونو کې وحشیانه شکنجه، جنسي تاوتریخوالی او رواني شکنجه ترسره کېږي.

په دغه راپور کې د ښځینه بندیانو یادونه هم شوې او ویل شوې، چې د طالبانو په توقیف ځایونو کې د ښځینه بندیانو شمېر هم د ۲۰۲۱ کال له ۸۴۰ تنو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۸۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.

سرچینې: د کندهار په محکمو کې ۹۰ زره بې برخلیکه دوسیې پرتې دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۹ GMT+۱
•
عبدالله همیم
سرچینې: د کندهار په محکمو کې ۹۰ زره بې برخلیکه دوسیې پرتې دي
100%

په کندهار کې د طالبانو اړوند سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ددغه ولایت په محکمو کې شاوخوا ۹۰ زره دوسیې بې برخلیکه او د قاضیانو پرېکړو ته په تمه پاتې دي. د سرچینو په وینا، د دغو دوسیو د ځنډېدو موده له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو رسیږي.

د کندهار په ښاري محکمې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې ۹۰ زره دوسیې ناحله او بې برخلیکه پاتې دي.

دغو سرچینو ویلي چې په یادو دوسیو کې یوه لویه برخه د ځمکو، سرایونو، بڼونو او نورو جایدادونو پر سر د دعواوو دي. دغه راز ځینې پکې جنايي،مالي، سوداګریزې، د طلاق، اداري فساد، سیاسي او امنیتي قضیې دي.

سرچینو د قاضیانو له خوا د دومره ډېر شمېر دوسیو د نه څېړلو لامل په محکمو کې فساد بللی دی.

د طالبانو اړوند یوې سرچینې وویل:« خلک د یوې عادي د پور د قضیې په اړه درې میاشتې یا پنځه میاشتې محکمې ته ځي او راځي. خلکو ته یوه او بله بهانه کېږي. اکثره دوسیې چې پریکړه یې کېږي او له نورو دوسیو څخه مخکې کېږي حتما قاضي، د دیوان رییس او نور قاضیان د دعوه کوونکي سره یولاس وي او هر یو پکې خپل ونډه لري».

د کندهار په ښاري محکمه کې سرچینو د دوسیو د نه څېړلو بل لامل له اداري او قضايي سیستم سره په محکمو کې د طالبانو د قاضیانو او مسوولینو نابلدتیا بولي.

په ورته مهال یو شمېر ښاریان هم په دغه ولایت کې له قضايي ادارو شکایت کوي.

د یاد ښار ځینې اوسېدونکي وايي، دوسيې يې په محکمو کي بندې پاتې دي او ځینې عادي دوسیې، چې د پور یا کومې بلې شخړې وي، پرېکړې یې تر شپږو مياشتو او ان تر څو کلونو وخت نیسي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی وايي:« ځيني قاضيان غوښتنه کوي هغه دوسيې چي شپږ مياشتي مخکي ثبت شوې وي، وایی بېرته یې له سره ثبت کړئ او بیا یې د کتنې لپاره مراجعه وکړئ. په داسې وخت کې زموږ شپږ میاشتې وخت ناحقه ضایع شوی وي او یا هم دا د پیسو اخېستلو لپاره د لارې جوړول دي».

په محکمو کې د دوسیو د څېړلو ځنډ یوازې تر کندهاره محدود نه دی.

د هېواد د ګڼو نورو ولایتونو اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د مولوي هبت الله دفتر ابتدايه، مرافعه او تميز محکمو ته په يوه مکتوب کي لارښوونه کړې وه چې دوسيو ته جدي پاملرنه وکړي، څو د خلکو ستونزې حل او د شکايتونو مخه ونيول شي.

په ياد مکتوب کي راغلي چي ابتدايه محکمه بايد دوسيې په يوه نيمه مياشت کې، مرافعه محکمه په شلو ورځو کې او تميز محکمه له شلو ورځو تر يوې مياشتې موده کي دوسیې خلاصې کړي او که کوم قاضي په ټاکلې موده کې د دوسيې د څېړلو توان نه لري، بايد خپل شرعي عذر سترې محکمې ته وړاندې کړي.

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۱ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
 طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي
100%

پر کابل له واکمنېدو پنځه کاله وروسته طالبان اوس په دې هڅه کې دي، چې خپل جنګي جوړښت د یوه منظم پوځ بڼې ته واړوي او د زغره‌والو قطعاتو، توپخانې، هوايي ځواک او لوژستیکي شبکو تامیناتو ته نوې لارې ومومي.

په همدې موخه د غبرګولي پر شپږمه د مسکو امنیتي ناستې په څنډه کې د طالبانو دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره د پوځي- تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې مسکو د طالبانو په واک کې د شوروي اتحاد د پېر پوځي تجهیزات بېرته رغوي.

دغه تړون داسې مهال لاسلیکیږي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ له تېرې فبروري میاشتې راهیسې اړیکې ترینګلې دي او پاکستاني الوتکې په مکرر ډول د افغانستان پلازمېنه او سرحدي ولایتونه په نښه کوي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د موندنو له مخې، طالبانو د نوي تړون په اډانه کې له مسکو څخه د وسلو، زغره‌والو وسایطو، هوايي دفاعي سیستمونو او حتا د جنګي الوتکو او چورلکو د ترمیم او بیا فعالولو غوښتنه کړې ده.

د شوروي میراث بیا راژوندي کول

د طالبانو د دفاع وزارت، د چارو ادارې د دفاع او امنیت ریاست او د بهرنیو چارو وزارت له بېلابېلو سرچینو سره د خبرو پر بنسټ، د دواړو لوریو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پنځه بنسټیزې برخې لري چې د ځواکونو روزنه، د وسلو تخنیکي ملاتړ، استخباراتي همکاري، د روسیې لپاره د ګواښ بلل کېدونکو وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات او لوژستیکي همکاري پکې شامل دي.

د سرچینو په وینا، د دغې همکارۍ اصلي تمرکز د داعش - خراسان ډلې پر ضد دی، چې مسکو یې د منځنۍ اسیا او روسیې امنیت ته جدي ګواښ ګڼي.

مولوي یعقوب مجاهد د روسیې د امنیت شورا له منشي سره په مسکو کې د ناستې پرمهال
100%
مولوي یعقوب مجاهد د روسیې د امنیت شورا له منشي سره په مسکو کې د ناستې پرمهال

روسیې د کوچنیو وسلو د ترمیم او اکمال ژمنه کړې، څو د ډیورنډ کرښې او د منځنۍ اسیا له پولو سره نږدې د طالبانو پوستې پیاوړې شي.

خو د طالبانو غوښتنې تر دې ډېرې او پراخې دي.

د طالبانو د چارو ادارې د دفاع او امنیت ریاست یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو هڅه کړې د روسیې له نظامي-صنعتي کمپلکس سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي، څو د وسلو د پېر او ترمیم دواړه امکانات برابر کړي.

طالبانو د AK کورنۍ د ۱۴زره او ۸۰۳ بېلابېلو ډولونو نوملړ چمتو کړی، چې له مخې به یې روسیه دغه وسلې ترمیموي او د مهماتو مرسته به یې کوي. په دغو وسلو کې AK-47، AKM، AKMS او AK-74 شامل دي، چې په افغانستان کې په «کلاشنکوف» مشهور دي.

سربېره پر دې، ۸۶۳۲ میله AKS-7 لنډي(کرینکوف)، SKS نیمه‌اتومات ټوپک او SVD دراګونوف سنایپر ټوپک هم په نوملړ کې شامل دي چې باید ابتدايي ترمیم او پالش شي. په دغه نوملړ کې ۲۱ زره او ۳۲ ماکاروف، TT-33 او Stechkin اتوماتې تومانچې هم غوښتل شوې دي.

د پوځي چارو کارپوهان وايي، د دغو وسلو ډېری برخه د شوروي اتحاد، د پخوانيو حکومتونو او یا هم د څو لسیزو جګړو پر مهال افغانستان ته رسېدلې ده.

د طالبانو په لاس کې موجودې امریکایۍ وسلې سره له دې، چې تر روسۍ هغو پرمختللې دي، خو د پرزو، مرمیو او ترمیم د محدودیتونو له امله یې د دې ډلې په جنګیالیو کې استعمال ورځ تر بلې کمیږي.

طالبانو د درندو وسلو د ترمیم په برخه کې هم ځینې وسلې په نښه کړې، چې ۷۶۵ دهشکې(DShK)،پیکا (PKM)، زیکویو، KPVاو ار، پي، کېRPK ، پکې شامل دي. دا وسلې د ساحوي جګړو او د پوستو د دفاع لپاره مهمې ګڼل کېږي.

په زغرضد وسلو کې د راکټ (RPG-7)، ټانک ضد SPG-9 او B-10 توپونو تر څنګ، طالبانو د لارښودو توغندیو لکه 9M14 Malyutka او 9K111 Fagot غوښتنه هم کړې ده.

مالیوټکا او فاګوټ د شوروي جوړ ټانک ضد توغندي (ATGM) د درنو هدفونو د له منځه وړو لپاره تر ټولو مرګونې وسلې ګڼل کیږي. ماليوتکا د لومړي نسل توغندی دی چې په لاسي جاسټیک کنټرولېږي او تر ۳ کیلومتره پورې ټانکونه ویشتلی شي، خو فاګوټ د دویم نسل پرمختللی سېستم دی چې له لولې یا ټیوب څخه توغول کېږي او د دوربین په مرسته په خپلکاري ډول هدف په نښه کوي.

سرچینه وايي چې د دغو وسلو لېست په دفاع وزارت کې شته خو تر اوسه یې موجودیت نه دی تثبیت شوی، نو ځکه یې له روسیې غوښتنه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو په ځانګړې توګه د اوږې هوایي دفاعي سیستمونو لکه سټریلا (Strela) او ایګلا (Igla) د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده. دغه توغنديشوروي اتحاد او وروسته روسیې جوړ کړيچې په اوږه د لېږد وړ دي.

دا وسلې د انفرارېډ (تودوخې تعقیب) ټکنالوژۍ پر بنسټ کار کوي او د هدف د انجن د تودوخې نښه تعقیبوي او ځان ورسره سموي.

دا سیستمونه ډېری د ټیټې ارتفاع الوتکو لکه چورلکو، پوځي ټرانسپورټي الوتکو او ځینو جنګي الوتکو د ویشتلو لپاره کارول کېږي.

د دغو وسلو غوښتنه داسې مهال کېږي چې د شنونکو په باور، د افغانستان هوايي حریم لا هم خوندي نه دی او په مکرر ډول د هېواد په فضا کې د ناڅرګندو بې پیلوټه الوتکو د الوتنو خبرونه ور کول کیږي.

د طالبانو په دفاع وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ترمیم کېدونکو تجهیزاتو په ډله کې دغه زغره وال ګاډي هم شامل دي، چې ۲۱ ترې روغ دي او نور یې ترمیم او رغونې ته اړتیا لري.
100%
د طالبانو په دفاع وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ترمیم کېدونکو تجهیزاتو په ډله کې دغه زغره وال ګاډي هم شامل دي، چې ۲۱ ترې روغ دي او نور یې ترمیم او رغونې ته اړتیا لري.

طالبان زاړه زغره‌وال ټانکونه او وسایط بېرته رغوي

د افغانستان د دفاع وزارت په تجهیزاتو کې ۷۶BTR-60او BTR-70 اته ټایره پرسونل وړونکي زغره وال ټانکونه او د پلو ځواکونو جګړه ییز وسایطBMP-1، BMP-2او دغه راز T-55 او T-62 ټانکونه تثبیت شوي دي. له دې وړاندې ددې وسایطو شمېر د ۴۶۰ په شاوخوا کې شمېرل کېده.

د طالبانو په دفاع وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ترمیم کېدونکو تجهیزاتو په ډله کې دغه زغره وال ګاډي هم شامل دي، چې ۲۱ ترې روغ دي او نور یې ترمیم او رغونې ته اړتیا لري.

د شوروي اتحاد او افغان مجاهدینو د جګړې (۱۹۷۹–۱۹۸۹) په کلونو کې د BMP-1 او BMP-2 زغره والو جنګي وسایطو رول د شوروي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې مهم بلل کېده. دغه جګړه د دې لامل شوه چې د BMP-1 د ډیزاین ځینې مهمې نیمګړتیاوې ښکاره شي او په پایله کې د پرمختللي BMP-2 کارول ګړندي شي.

د پوځي شنونکو په وینا، BMP-1 چې په اصل کې د اروپا د اوارو میدانونو د جګړو لپاره جوړ شوی و، په افغانستان کې له ستونزو سره مخ شو. د دغو وسایطو د۷۳ ملي متري توپ اغیزپه غرونو او لوړو ساحو کېد مجاهدینو پر اهدافو محدود و. همدارنګه زغره یې د RPG-7 راکټونو او درندو ماشینګڼو په وړاندې کمزورې بلل کېده، چې له امله یې د زیان منلو کچه لوړه وه، خو په دویم نسل کې یې دغه نیمګړتیاوې لرې شوې دي.

طالبانو دغه راز د یودېرشو ۱۵۲ ملي‌متره موټري توپخانې او ۲۷ویشتګرو یا راکټ لانچرود ترمیم غوښتنه هم کړې ده.

د سرچینې په وینا، د طالبانو تر کنټرول لاندې په دفاع وزارت کې۳۰۲۰روسي کاماز، توپ لېږدوونکي موټر، ټیلر او ټانک ټیلر هم موجود دي، خو تراوسه روښانه نه ده، چې په دغو وسایطو کې څومره هغه رغونې او څومره نور یې نوي کولو ته اړتیا لري.

د کاماز موټرو موضوع د غویي میاشتې په وروستیو کې په کازان اقتصادي فورم کې د طالبانو استازو له روسي او تاتارستاني چارواکو سره مطرح کړه.

د «شیطان ارابه» بېرته الوځي؟

د طالبانو د غوښتنو تر ټولو مهمه برخه ښايي هوايي ځواک وي.

طالبانو د ۱۱ مېګ-۸اومېګ-۱۷ (Mi-17) ترانسپورتي چورلکو او څلور Mi-24 جنګي چورلکو د ترمیم غوښتنه کړې ده.Mi-24، چې په افغانستان کې د «شیطان ارابه» په نوم پېژندل کېږي، د نږدې هوايي ملاتړ لپاره کارول کېږي.

سربېره پر دې، د ۱۲ نورو MiG-21، MiG-23، Su-22 او Su-25 جنګي الوتکو د ترمیم غوښتنه هم شوې ده.

دا الوتکې د کابل، هرات، جلال اباد، خوست، بګرام او کندهار هوايي ډګرونو په هنګرونو کې ولاړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دا غوښتنې د «دفاعي اړتیاوو» پر بنسټ دي. د سرچینې په وینا، طالبان هڅه کوي له روسیې سره اړیکې له سیاسي هغو نه امنیتي او اقتصادي اړخونو ته هم وغځوي.

یاده سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو او روسیې د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون اصلي محور د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه ده چې روسیې ته مطلوبې دي.

طالبانو د ۱۱ مېګ-۸اومېګ-۱۷ (Mi-17) ترانسپورتي چورلکو او څلور Mi-24 جنګي چورلکو د ترمیم غوښتنه کړې ده.Mi-24، چې په افغانستان کې د «شیطان ارابه» په نوم پېژندل کېږي، د نږدې هوايي ملاتړ لپاره کارول کېږي.
100%
طالبانو د ۱۱ مېګ-۸اومېګ-۱۷ (Mi-17) ترانسپورتي چورلکو او څلور Mi-24 جنګي چورلکو د ترمیم غوښتنه کړې ده.Mi-24، چې په افغانستان کې د «شیطان ارابه» په نوم پېژندل کېږي، د نږدې هوايي ملاتړ لپاره کارول کېږي.

د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پاتې شویو وسلو بیا ترمیم ډېر مصرف لري او که چېرې ترمیم هم شي یوازې او یوازې په داخلي کچه د استفادې وړ دي.

نوموړی وايي: “دا وسلې که جوړې هم شي د دې لپاره نه دي چې د نورو هېوادونو سره دې پرې مقابله وشي، ښايي د داعش د خطر لپاره په کورنۍ کچه استفاده شي خو د جبهه يي جګړې لپاره یې استفاده نه شي کېدی”.

د میاخېل په خبره، د هوايي دفاع د وسلو د تر لاسه کولو لپاره د طالبانو غوښتنه یوازې یوه غوښتنه ده او روسیه په داسې حساسو شرایطو کې پر طالبانو باور نه شي کولی.

هغه وايي، روسیه یوازې غواړي چې تعامل هم ولري او بشپړه مرسته هم ونه کړي.

د پوځي چارو شنونکی ډګروال شریف اڅکزی په دې نظر دی، چې طالبان د شاوخوا درې لسیزو چریکي جګړې له تجربې وروسته هڅه کوي خپل ځواکونه د یوه منظم او کلاسیک پوځ بڼې ته واړوي.

د پخواني جمهوري نظام له سقوط وروسته، که څه هم د امریکايي وسلو او تجهیزاتو پراخې زېرمې د طالبانو لاس ته ولوېدې، خو د دغو تجهیزاتو ساتنه، تخنیکي ملاتړ او ترمیم د دوی لپاره لویه ستونزه پاتې شوې ده.

روسیې تر اوسه په رسمي ډول د دغو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي، خو روسي رسنیو د طالبانو او مسکو ترمنځ همکاري د منځنۍ اسیا د امنیت، د داعش د نفوذ د مهارولو او د لویدیځ له نفوذ سره د سیالۍ په چوکاټ کې ارزولې ده.

داسې ښکاري چې کرملین له طالبانو سره محدودې تخنیکي او استخباراتي همکارۍ ته لېوالتیا لري، خو د درنو وسلو خرڅلاو به د نړیوالو حساسیتونو او احتمالي غبرګونونو له امله له احتیاط سره مل وي.