د خیبر پښتونخوا په بنو کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله پنځه کسان وژل شوي

د خېبر پښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د ککي تاڼې اړوند شاهري بهرت سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د شخړې پر مهال ډزې شوې، چې په پایله کې یې پنځه کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا؛ شخړه لومړۍ لفظي وه خو وروسته په وسلهواله نښته واوښته او د یوې ډلې کسانو پر بلې ډلې ډزې وکړې.
