ټېلګراف ورځپاڼه: د افغانستان انزوا د افراطیت، کډوالۍ او اقتصادي ناورين د ژورېدو لامل کېږي

ټېلګراف ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د نړۍوالې ټولنې د نه تعامل تګلاره نهده توانېدلې چې د افغان ښځو، بشري حقونو او امنیتي ستونزو په برخه کې بدلون راولي؛ بلکې د دغه هېواد اقتصادي او بشري وضعیت یې لا پسې ستونزمن کړی دی.
