• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګډو ګټو هېوادونو د سازمان سرمنشي: افغانستان باید له سیمه ییزو همکاریو ګوښه نه کړل شي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د سازمان سرمنشي سرګي لبدیف وویل چې افغانستان او منځنۍ اسیا له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او د سیمې هېوادونه باید د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره همکاري وکړي.

هغه د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې یوې ناستې ته وویل چې له سیمه ییزو همکاریو څخه د افغانستان ګوښه کول د دغو ستونزو له حل سره مرسته نه کوي. لبدیف ټینګار وکړ چې د اوراسیا په اقتصادي او ټرانزیټي پروژو کې د افغانستان له ګډون پرته، د سیمې د امنیت تامین ممکن نه دی.

هغه وویل چې د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه د طالبانو له چارواکو سره په اړیکه او خبرو کې دي او هغوی له داعش سره مبارزې او د نشه یي توکو د تولید او قاچاق مخنیوي ته هڅوي. د دغه سازمان د سرمنشي په وینا، له افغانستان څخه پېښېدونکي ګواښونه یوازې پوځي اړخ نه لري، بلکې د ترهګرو ډلو فعالیتونه، افراطیت او د نشه یي توکو قاچاق هم د سیمې د امنیت اصلي ننګونې ګڼل کېږي.

لبدیف زیاته کړه چې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو سازمان له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ترورېزم ضد مرکز له ظرفیت، سرحدي همکاریو او د طالبانو له چارواکو سره له خبرو اترو څخه ګټه اخلي. د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو سازمان (CIS) په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د شوروي د پخوانیو جمهوریتونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د ساتلو په موخه رامنځته شو.

دا سازمان اوسمهال ۹ اصلي غړي لري چې روسیه، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، ارمنستان، اذربایجان او مالدووا یې غړي دي. که څه هم افغانستان د دغه سازمان غړی نه دی، خو له څو غړو هېوادونو سره د ګډې پولې د لرلو له امله، تل د دغه سازمان د امنیتي ناستو په اجنډا کې ځای لري. د دغه سازمان چارواکو په وار وار له داعش سره د مقابلې، د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي او د منځنۍ اسیا د پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره له طالبانو سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۳
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۴

نادرا ته د افغان کډوالۍ کارتونو لغوه کولو تر ۲۶زره ډېرې غوښتنې رسېدلې دي

۵

پاکستان: له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره د باور وړ ژمنو ته اړتیا ده

•
•
•

نور کیسې

هبت‌الله په کندهار کې زده‌کړیالانو ته؛ د امرونو نه عملي کول فتنې راپاروي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱
هبت‌الله په کندهار کې زده‌کړیالانو ته؛ د امرونو نه عملي کول فتنې راپاروي
100%

د طالبانو مشر هبت الله په کندهار کې زده کړیالانو ته په خپل تازه پیغام کې خبرداری ورکړی چې د اطاعت نه شتون او د امرونو نه عملي کول د فتنو د راپورته کېدو سبب ګرځېدای شي او په پایله کې د هغه په وینا اسلامي نظام له کمزوري کېدو او له منځه تلو سره مخ کېدای شي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په کندهار پوهنتون کې د ۱۱ پوهنځیو د ۷۵۴ محصلانو د فراغت غونډه د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده ځانګړی پیغام ولوستل شو او د اسلامي نظام د پیاوړتیا، اطاعت او د راتلونکو نسلونو لپاره د جهاد د ارزښت د رسولو پر اړتیا ټینګار پکې شوی دی.

په دغه غونډه کې د کندهار طالب والي ملا شیرین اخند، د طالبانو د مشر ورور مولوي عبدالله، ترڅنګ لوړپوړ چارواکو، ګډون کړی و.

په غونډه کې د طالبانو د مشر له لوري رالېږل شوی پیغام د هغه د دفتر ځانګړي استازي شیخ مولوي روح‌الله ولوست، چې پکې د طالبانو حکومت د مسولیت، د شرعي نظام د تطبیق او د مسلمانانو د سیاسي چارو د سم مدیریت پر اهمیت ټینګار شوی و.

په پیغام کې راغلي چې اوسنی طالبانو نظام د «جهاد» په نتیجه کې رامنځته شوی او باید د دین د لوړوالي لپاره هڅې دوام وکړي. همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو د شرعي موقف دفاع، د فرمانونو او حکمونو عملي کول او نورو ته د هغوی د منلو بلنه د مسوولیت مهم اړخونه دي.

په پیغام کې دا هم خبرداری ورکړل شوی چې د اطاعت نه شتون د «فتنو» د راپورته کېدو لامل کېدای شي او په پایله کې د نظام د کمزوري کېدو خطر رامنځته کوي. د طالبانو مشر له ګډونوالو غوښتنه کړې چې د «جهاد ارزښت» راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي.

په خبرپانه کې راغلي چې، په همدې غونډه کې د کندهار والي ملا شیرین اخند وویل چې اوس د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن له منځه تللی او په وینا یې د جهاد په دوره کې له پوهنتونونو څخه هم «ځانمرګي» موجود وو.

هغه له فارغانو وغوښتل چې خپل علم د دین، هېواد او ټولنې د خدمت لپاره وکاروي او د اسلامي او افغاني ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ د ټولنې د پرمختګ لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

طالب چارواکي: د ټاپي پروژې ۹۱ کیلومتره پایپونو نصب او ۱۳۰ کیلومتره مسیر هوار شوی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۱
طالب چارواکي: د ټاپي پروژې ۹۱ کیلومتره پایپونو نصب او ۱۳۰ کیلومتره مسیر هوار شوی
100%

په هرات ولایت کې د ټاپي د ګازو د سترې نل‌لیکې پروژې طالب مسوولین وایي چې د دې پروژې عملي چارې په چټکۍ روانې دي او تر اوسه شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره مسیر هوار شوی او ۹۱ کیلومتره پایپونه نصب شوي دي.

د طالبانو د هرات ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هرات طالب والي د ټاپي پروژې د مسوولینو په ګډون د رباط سنګي ولسوالۍ په سیمه کې د دې پروژې د پرمختګ بهیر له نږدې وکتل شو، چې په ترڅ کې یې د نل‌لیکې د غځولو روان کارونه وارزول شول.

طالب والي مولا اسلام جار ټاپي پروژه د هېواد له مهمو اقتصادي او بنسټیزو پروژو څخه وبلله او ویې ویل چې دا پروژه به د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.

هغه زیاته کړه چې د پروژې چارې په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی او د نل‌لیکې غځولو بهیر تر دې مهاله د هرات ښار د ورودي سیمو ته رسېدلی دی.

اسلام جار د دې پروژې پر مسیر د پرتو سیمو له خلکو، قومي مشرانو، امنیتي ځواکونو او اړوندو ادارو د همکارۍ مننه وکړه او د کار د دوام پر اسانتیاوو یې ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ټاپي پروژې عمومي رئیس محمد امانوف وویل چې د پروژې کارونه په منظم ډول روان دي او تر اوسه ۱۳۰ کیلومتره مسیر هوار شوی او ۹۱ کیلومتره پایپونه نصب شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پروژې ټول اړین تجهیزات سیمې ته لېږدول شوي او د نصب بهیر دوام لري.

ملګرو ملتونو د هُرمز تنګي د بېړیو د تخلیې لنډمهالې طرحه وځنډوله

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱
ملګرو ملتونو د هُرمز تنګي د بېړیو د تخلیې لنډمهالې طرحه وځنډوله
100%

د ملګرو ملتونو د سمندري چلند ادارې اعلان کړی، چې د هُرمز تنګي د بندښت له امله د بندو پاتې بېړیو او سمندري کارکوونکو د ایستلو لنډمهالې طرحه یې پر یوې بېړۍ تر برید وروسته په لنډمهاله توګه ځنډولې ده.

یادې ادارې ویلي چې هغه بېړۍ چې د پنجشنبې په ورځ د عمان په سمندر کې تر برید لاندې راغله، د ملګرو ملتونو د هغې طرحې برخه نه وه چې د هرمز تنګي له سیمې څخه د بندو پاتې بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره جوړه شوې وه.

د ادارې په وینا، د امنیتي وضعیت د ارزونې او د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب د تضمین لپاره د یادې طرحې عملي کول په موقتي ډول ځنډول شوي دي.

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د نفتو او انرژۍ د لېږد لپاره حیاتي ارزښت لري. په وروستیو کې په دې سیمه کې د امنیتي پېښو زیاتېدو د نړیوالو سمندري شرکتونو او بېړیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

تر اوسه د ملګرو ملتونو د سمندري چلند ادارې د برید د عاملینو او د طرحې د بیا پیل احتمالي نېټې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

ضیاالحق امرخېل: ‏په افغانستان کې د انټرنېټ بیې لوړې او کیفیت یې خورا ټیټ دی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۱
ضیاالحق امرخېل: ‏په افغانستان کې د انټرنېټ بیې لوړې او کیفیت یې خورا ټیټ دی
100%

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل په افغانستان کې د انټرنېټ پر لوړو بیو او ټیټ کیفیت نیوکې کړې او د مخابراتي خدماتو د ښه والي او حساب ورکونې د جدي اړتیا غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي امرخېل په خپل خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې په افغانستان کې د انټرنېټ بیې واقعاً لوړې دي، خو په مقابل کې یې کیفیت خورا ټیټ دی. د هغه په وینا، د انټرنېټ د مصرف په اړه هېڅ ډول شفافیت نشته او هره لحظه دا امکان شته چې د کاروونکو کریډیټ بې له کوم واضح دلیل څخه صفر شي.

بل لور ته، د دغو شکایتونو هم‌مهاله، د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له مخابراتي شرکتونو سره په یوه ناسته کې د انټرنېټي او مخابراتي بنډلونو د بیو پر کمولو او د خدمتونو د کیفیت پر لوړولو خبرې کړې دي. په دې ناسته کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو پر څرنګوالي بحث شوی دی.

د اترا ادارې د معلوماتو له مخې، طالب مسوولینو په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د مصرفوونکو د حقونو ساتنه، د باکیفیته خدمتونو وړاندې کول او په مناسبه بیه د مخابراتي بنډلونو عرضه کول د مخابراتي شرکتونو اساسي مسوولیتونه دي. د ناستې ګډونوالو همداراز د خلکو شکایتونو ته د چټکې رسېدنې پر اړتیا خبرې کړې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اترا ادارې ویلي چې ټول مخابراتي شرکتونه مکلف دي خپلې چوپړتیاوې د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو له مخې وړاندې کړي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې که کوم شرکت د قوانینو او مقرراتو سرغړونه وکړي، له هغه سره به جدي قانوني چلند وشي.

طالبانو د ماشومانو د حقونو د بنسټ راپور ناسم او بې اساسه وباله

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
 طالبانو د ماشومانو د حقونو د بنسټ راپور ناسم او بې اساسه وباله
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه د هالنډي بنسټ «کېډزرایټس» راپور ناسم او بې اساسه بللی دی. دغه هالنډي بنسټ د ۲۰۲۶ کال په نړیوال شاخص کې افغانستان د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو ترمنځ په وروستي مقام کې راوستی دی.


حمدالله فطرت ادعا کړې چې د دوی حکومت د ماشومانو حقونو، ښوونې، روزنې او روغتیا ته ځانګړې پاملرنه لري او پر هغوی د درنو کارونو د منع قانون یې په کلکه پلی کړی دی. د طالبانو دغه ویاند زیاته کړې چې ګڼ بې سرپرسته ماشومان له سړکونو او واټونو راټول شوي او په رسمي روزنتونونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ماشومانو د حقونو د ملاتړ دغه هالنډي بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د ماشومانو د حقونو د درناوي له پلوه په نړۍ کې تر ټولو بد وضعیت کې دی او د ۰،۲۱۴ نمرو په ترلاسه کولو سره یې په ۱۹۴م ځای کې قرار اخیستی دی. له افغانستان وروسته چاد په ۱۹۳م او ګینه په ۱۹۲م مقامونو کې دي، په داسې حال کې چې لوګزامبورګ، ایسلنډ او موناکو د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې تر ټولو غوره فعالیت درلودلی دی.

د ماشومانو د حقونو دغه نړیوال شاخص د اراسموس روټرډام پوهنتون په همکارۍ د ۲۲ معیارونو پر بنسټ چمتو شوی دی. په دغه ارزونه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام او د ماشومانو د حقونو د کمېټې له رسمي معلوماتو څخه ګټه اخیستل شوې ده.