• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو عدلیې وزیر د حوزو مسوولانو ته د بې‌نظمۍ د مخنیوي لارښوونه کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په خپل شخصي زندان کې د شیعه‌ګانو تر نیول کېدو وروسته د کابل د څلورو حوزو له امنیتي چارواکو سره ولیدل او هغوی ته یې امر وکړ، چې امنیت ټینګ کړي او د ګډوډۍ مخه ونیسي. هغه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د امرونو پر اطاعت هم ټینګار وکړ.

د طالبانو د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عبدالحکیم شرعي په دغه لیدنه کې د عامه نظم د ساتلو لپاره د امنیتي ادارو همکاري مهمه بللې او د کابل د امنیتي حوزو له مسولینو یې غوښتي، چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي همداراز د طالبانو د امنیتي مسوولینو او د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی. هغه ویلي، چې یاد کمېسیون د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر په «جديت او قاطعیت» سره روان ساتي.

د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا؛ د امنیتي حوزو امرینو ډاډ ورکړی چې د عامه نظم د ټینګښت، د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو او د هبت‌الله اخوندزاده د حکمونو د عملي کولو په برخه کې به همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دوشنبې په ورځ په کابل ښار کې د محرم د بېرغونو او نښو پورته کولو له امله تر۳۰ زیات شیعه وګړي په خپل شخصي زندان کې ساتلي وو.

عبدالحکیم شرعي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د رییس‌الوزرا او د کورنیو چارو د وزیر له لارښوونې وروسته یاد کسان له خپل شخصي زندان څخه خوشې کړل. ورته مهال د طالبانو امنیتي ځواکونو د عدلیې وزیر په امر په کابل کې د خصوصي تلویزیون تمدن مرکزي دفتر ته ورننوتل او خپرونې یې ودرولې.

د یادې رسنۍ مسوولینو پرون ویلي وو، چې ناپېژانده کسان د دغه ټلوېزیون وسایل او تجهیزات له ودانۍ څخه انتقالوي. عبدالحکیم شرعي د طالبانو له پیاوړو وزیرانو څخه شمېرل کېږي. نوموړی د رسمي زندانونو ترڅنګ شخصي زندان هم لري او په تېرو څو کلونو کې یې د ځمکو د شخړو او نورو قضیو په تړاو یوشمېر کسان نیولي او بندیان کړي دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي
۱

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۲
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۳

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده