• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن ـ سپین بولدک دروازې بندښت؛ سوداګرو ته ۲۲۰ مېلیون ډالره زیان اوښتی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د چمن سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن ـ سپین بولدک د دوستۍ دروازې تړل پاتې کېدو له امله دواړه خواوو ته درانه اقتصادي زیانونه اوښتي او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او تګ‌راتګ بهیر ورسره سخت اغېزمن شوی دی.

د سوداګرو په وینا؛ د لارې تړل کېدو له امله زرګونه بار وړونکي موټر او د ترانسپورټ اړوند کاروبارونه په ټپه درېدلي او دواړه خواوې له مهمو اقتصادي فرصتونو بې‌برخې شوې دي.
د چمن سوداګرۍ خونې استازو ویلي، چې د یادې لارې د تړلو له امله تراوسه شاوخوا ۲۲۰ مېلیون ډالره اقتصادي زیان اټکل شوی. دوی زیاتوي، چې پاکستان د منځنۍ اسیا له ټرانزیټي سوداګرۍ څخه د ترلاسه کېدونکو بهرنيو اسعارو په برخه کې د پام وړ کموالی تجربه کړی دی.
د راپور له مخې؛ افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه هم د پام وړ راټیټه شوې ده. سوداګر وايي، د لارو تړل پاتې کېدو تر ټولو ډېر د کرنې سکتور اغېزمن کړی؛ ځکه د دواړه خواوو بزګران نه‌دي توانېدلي، چې خپل محصولات دودیزو بازارونو ته ورسوي.
د دوی په خبره؛ د مېوو او سبزیجاتو سلګونه زره ټنه حاصلات یا په ټیټه بیه پلورل شوي او یا هم له‌منځه تللي، چې له امله یې بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. سوداګر او د سوداګرۍ خونې استازي له دواړه خواوو غوښتي، چې د چمن ـ سپین بولدک ستونزه ژر تر ژره حل او د سوداګرۍ او تګ‌راتګ عادي بهیر بېرته فعال کړي.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۳

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۴

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۵
تازه خبر

د ۱۵ هېوادونو استازو د طالبانو له پلاوي سره په ناسته کې ګډون کړی

•
•
•

نور کیسې

پرچمن ولسوالۍ کې ولسي لاریون؛ خلکو د طالب ولسوال د ګوښه کولو غوښتنه کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱
پرچمن ولسوالۍ کې ولسي لاریون؛ خلکو د طالب ولسوال د ګوښه کولو غوښتنه کړې
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د سړک جوړونې د یوې پروژې د لېږد پر ضد اعتراضي لاریون کړی او د یادې ولسوالۍ د طالب ولسوال د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د سرچینو په وینا، دغه پروژه په اصل کې د «تحت پرچمن» سیمې لپاره د یوې موسسې له لوري په پام کې نیول شوې وه، خو طالب ولسوال هغه د «نزګان» سیمې ته، چې د نوموړي د اوسېدو او زېږېدو سیمه بلل کېږي، لېږدولې ده.

لاریونوال وایي چې د پروژې په لېږد سره د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي د سړک له جوړېدو او ورسره تړلو کاري فرصتونو څخه بې‌برخې شوي دي.

دوی ادعا کوي چې د موسسې کارکوونکو هم ورته ویلي چې طالب ولسوال د فشار له لارې هغوی دې پرېکړې ته اړ کړي او د مخالفت امکان ورسره نه لري.

د سرچینو په خبره، طالبانو له دې اعتراض وروسته د یوې سیمې ارباب هم نیولی دی. ویل کېږي چې نوموړي د اعتراض کوونکو په منځ کې وینا کړې وه او له همدې امله د روانې اوونۍ په ترڅ کې ونیول شو.

په هغې ویډیو کې چې د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، اعتراض کوونکي د پروژې د لېږد پرېکړه غندي او خبرداری ورکوي چې که دا پرېکړه عملي شي، د موسسې دفتر به وتړي.

اعتراض کوونکو همداراز د «موږ دا ولسوال نه غواړو» شعارونه ورکړي او د طالب ولسوال د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

پرچمن ولسوالۍ د فراه ولایت له غرنیو او لرې پرتو سیمو څخه ده. د سختو لارو او د ولایت له مرکز څخه د واټن له امله، د سړک جوړونې پروژې د سیمې د اوسېدونکو لپاره ځانګړی اهمیت لري او د تګ راتګ، سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو په اسانتیا کې مهم رول لوبوي.

طالب سفیر او د مالیزیا ځانګړی استازی پر سیاسي او اقتصادي همکاریو غږېدلي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
طالب سفیر او د مالیزیا ځانګړی استازی پر سیاسي او اقتصادي همکاریو غږېدلي
100%

په مالیزیا کې د طالبانو د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم سره لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د کابل او کوالالمپور ترمنځ په اړیکو کې پر مثبتو پرمختګونو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مناسباتو پر پیاوړتیا تفصیلي بحثونه وشول.

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ګډو ګټو پر بنسټ د پیاوړو او دوامداره اړیکو پر پراختیا هیله څرګنده کړې ده. نقیب الله احمدي او داتو احمد اعظم د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره مهمه بللې ده.

له روسیې پرته د مالیزیا په ګډون د نړۍ بل هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو په خپلو پلازمېنو کې د افغانستان سفارتونه دغه ډلې ته سپارلي دي.

د محرم الحرام ورځې؛ پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ د دوو ورځو لپاره تړي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
د محرم الحرام ورځې؛ پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ د دوو ورځو لپاره تړي
100%

په تورخم کې د پاکستان دولتي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د محرم الحرام د رخصتیو له امله د تورخم دروازه د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.

د دغه پرېکړې له امله به افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ او عادي تګ راتګ هم د دوو ورځو لپاره ودرول شي او د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به بېرته پیل شي.

د تورخم پولې تر څنګ، د حمزه بابا د افغان کډوالو کمپ هم د دغو دوو ورځو لپاره د مراجعینو پر مخ تړل شوی دی. لنډي کوتل کې مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر په دې اړه ویلي، چې د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه به په یاد کمپ کې ټول اداري او دفتري فعالیتونه په ټپه ولاړ وي او له افغان کډوالو یې غوښتي چې په دې موده کې دغه مرکز ته له ورتګ څخه ډډه وکړي څو له احتمالي ستونزو او بې‌ځایه انتظار سره مخ نه شي.

پاکستاني چارواکو له کډوالو غوښتنه کړې چې د حکومتي لارښوونو او ټاکل شوي مهالویش پابندي وکړي او د نویو بدلونونو لپاره د چارواکو لخوا خپرېدونکو خبرتیاوو ته پام وکړي. د دغه کمپ د چارواکو په وینا، د محرم الحرام د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به د حمزه بابا کمپ خپل عادي فعالیتونه بېرته پیل کړي او ټول خدمات به د پخوا په څېر وړاندې شي.

د حمزه بابا کمپ په پاکستان کې د مېشتو افغان وګړو د ثبت، د اسنادو د پروسس او نورو اړوندو اداري چارو د ترسره کولو لپاره یو له مهمو مرکزونو څخه دی چې هره ورځ ورته ګڼ شمېر کسان مراجعه کوي. د پولې د بندېدو پر مهال به د کډوالو د ستنېدو بهیر په بشپړ ډول ځنډېدلی وي او د رخصتیو له پای وروسته به بېرته پیل شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم په شدت سره دوام لري او د راپورونو له مخې، تېر کال شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په زوره یا خپله خوښه هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو د پولیسو چاپې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي او یوازې له پنجاب ایالت څخه تر ۳۴ زره ډېر کډوال اېستل شوي دي، چې له امله یې په تورخم کې د کډوالو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

د جرمني لومړی وزیر: له طالبانو سره اړیکي نه عادي کوو بلکې یوازې تخنیکي خبرې ورسره لرو

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
د جرمني لومړی وزیر: له طالبانو سره اړیکي نه عادي کوو بلکې یوازې تخنیکي خبرې ورسره لرو
100%

د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ ميرڅ د چهارشنبې په ورځ پارلمان کې د پوښتنو او ځوابونو په غونډه کې د زرغون ګوند د نیوکو په ځواب کې وویل، چې برلین له طالبانو سره خپلې اړیکې نه عادي کوي. هغه ټینګار وکړ چې له کابل سره هر ډول همکاري یوازې په تخنیکي کچه او د جرمني د ملي ګټو پر بنسټ ده.

ښاغلي ميرڅ وویل چې دوی دا رژیم نه عادي کوي او زیاته یې کړه چې ډیپلوماتیکې اړیکې د هېوادونو ترمنځ وي، نه د حکومتونو ترمنځ او جرمني تل له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې دي. د جرمني لومړي وزیر وویل چې دوی د طالبانو رژیم ته د دوستۍ لاس نه غځوي، بلکې همکاري یوازې په تر ټولو ټیټه تخنیکي کچه ده ترڅو هغه افغان نارینه بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې په جرمني کې یې جرمونه کړي دي.

فریدرېښ ميرڅ همداراز وویل چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په کابل کې د طالبانو د حکومت له استازو سره په جرمني کې د مجرمو افغانانو د بېرته اېستلو په اړه خبرې اترې کوي. ميرڅ ټینګار وکړ چې د کورنیو چارو وزیر د دغو اقداماتو لپاره د ده بشپړ او بې قید او شرطه ملاتړ له ځان سره لري.

بل لور ته، په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې په جرمني کې د افغانانو د اخراج پروسې د اسانتیا او د نویو پاسپورټونو د صادرولو لپاره به د طالبانو د ادارې تر څلورو پورې نور ډیپلوماتان جرمني ته راشي. د دغه ویاند په وینا، د جرمني حکومت به دغو کسانو ته د ویزو له ورکولو وړاندې د هغوی هویت او مخینه په پوره ځیرکتیا سره وڅېړي.

په بادغیس کې د طالبانو پر توقیف‌خونې د قهرجنو خلکو له برید وروسته یو تورن کس ووژل شو

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۱
په بادغیس کې د طالبانو پر توقیف‌خونې د قهرجنو خلکو له برید وروسته یو تورن کس ووژل شو
100%

ځايي سرچینې وایي چې د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ یو شمېر قهرېدلو اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په لومړۍ نېټه، یو کس چې د غلا او وژنې په تور نیول شوی و، د طالبانو د امنیې قوماندانۍ له توقیف‌خونې راویست او ویې واژه.

د دې پېښې یوه ویډیو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې چې پکې د تورن کس د سخت وهلو او ټکولو دردونکې صحنې ښکاري.

د سرچینو په وینا، درې کسان د یکشنبې په ورځ د څو کیلو تریاکو د پېرلو لپاره یوه کور ته ورغلي وو، خو د بیې پر سر یې له کور خاوند سره هوکړې ته ونه رسېدل. وروسته همدغو کسانو د شپې له خوا د هماغه تریاکو د غلا کولو لپاره بېرته کور ته ننوتل.

سرچینې زیاتوي، کله چې د کور خاوند له خوبه راویښ شو، غلو پرې ډزې وکړې چې له امله یې یو سړی او یو ماشوم ووژل شول.

د وژل شویو کسانو له جنازې او خښولو وروسته، قهرجنو خلکو د غورماچ ولسوالۍ د طالبانو د امنیې قوماندانۍ پر ودانۍ برید وکړ او دوه نیول شوي کسان یې له توقیف‌خونې څخه را وایستل.

په هغې ویډیو کې چې د دې پېښې په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، لیدل کېږي چې خلک په لرګیو او اوسپنیزو میلو د دوو تورنو کسانو له ډلې یو تن وهي او وژني.

سرچینې وایي، هغه کس چې د قهرجنو خلکو له خوا ووژل شو، ملا غیب‌الله نومېده او پخوا یې د طالبانو په لیکو کې هم جګړه کړې وه. د سرچینو په خبره، خلکو د هغه مړی هم اور ته واچاوه.

د دویم نیول شوي کس برخلیک او اوسنی وضعیت لا هم روښانه نه دی.

افغانستان انټرنشنل د بادغیس ولایت د طالبانو د پولیسو له قوماندانۍ سره د دې پېښې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره اړیکه نیولې، خو د دې ادارې ویاند د یادې پېښې او زموږ د پوښتنو په اړه څه ځواب نه دی ورکړی.