• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۷.۱ درجې یوې زورورې زلزلې کاراکاس ولړزاوه

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۲۰ GMT+۱

د چهارشنبې په ماسپښین د وېنزویلا پلازمینې کاراکاس لوېدیځ کې د ۷.۱ درجې یوه زوروره زلزله وشوه، چې په کولمبیا کې یې هم ټکانونه احساس شول. د کاراکاس اوسېدونکي سړکونو ته وتلي او د ودانیو د زیان، برېښنا او انټرنېټ پرې کېدو راپورونه ورکړل شوي.

د امریکا د ځمک‌پوهنې ادارې په وینا؛ د زلزلې مرکز د کارايیب سمندرګي پر ساحل د مورون ښار ته نږدې د کاراکاس لوېدیځ ته شاوخوا ۱۶۸ کیلومتره لرې و او ژوروالی یې نږدې ۲۲ کیلومتره ثبت شوی دی.

تر لومړۍ زلزلې یوازې یوه دقیقه وروسته په همدې سیمه کې دویمه زلزله د ۷.۵ درجې په ځواک رامنځته شوه، چې د وروستیو لسیزو له پیاوړو زلزلو بلل کېږي. پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې د ودانیو د ځینو برخو نړېدل، د دېوالونو ویجاړېدل او د لوړو ودانیو له لامبو حوضونو څخه د اوبو راوتل ښيي.

ګڼ خلک لاهم په سړکونو کې پاتې دي او د احتمالي ټکانونو له وېرې خپلو کورونو ته نه‌دي ستانه شوي. لومړني راپورونه ښيي، چې د کاراکاس په ښار کې څو ودانۍ نړېدلې او ژغورونکې ډلې د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره عملیات ترسره کوي.

لاتراوسه د مړو شویو او ټپیانو رسمي شمېر نه‌دی اعلان شوی؛ خو ځايي چارواکي د احتمالي مرګ‌ژوبلې او پراخو زیانونو خبر ورکوي. کاراکاس ته نږدې د مایکټیا نړۍوال هوايي ډګر د سختو زیانونو له امله تړل شوی.

د وېنزویلا حکومت بېړنی حالت اعلان کړی او اړوندې ادارې د اوښتو زیانونو ارزونه کوي. دغه سیمه د ځمک‌پوهنې له پلوه فعاله بلل کېږي؛ خو په وېنزوېلا کې د دغه کچې زلزله بې‌سارې ده او د ۱۸۱۲کال د تاریخي زلزلې یاد تازه کوي؛ هغه زلزله چې زرګونه کسان یې وژلي وو.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

مارکو روبیو: امریکا به له ایران سره په مذاکراتو کې د خلیج هېوادونو ګټې خوندي وساتي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱
مارکو روبیو: امریکا به له ایران سره په مذاکراتو کې د خلیج هېوادونو ګټې خوندي وساتي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې واشنګټن به له ایران سره د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره په روانو مذاکراتو کې د فارس خلیج هېوادونو امنیتي او ستراتیژیکې ګټې په پام کې ونیسي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو د چهارشنبې په ورځ کویټ ته د سفر پر مهال د خلیج هېوادونو متحدانو ته ډاډ ورکړ چې امریکا به له تهران سره په خبرو اترو کې «په بشپړه توګه له خپلو خلیجي شریکانو سره همغږې» وي او هغوی به د مذاکراتو اړوند پرېکړو او پرمختګونو څخه خبروي.

نوموړي ټینګار کړی چې واشنګټن به «هېڅ داسې اقدام ونه کړي چې د خپلو متحدانو امنیت کمزوری کړي».

د روبیو دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارک روټه سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال ویلي وو چې د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات «ډېر ښه روان دي».

بل لور ته، روبیو په خپلو خبرو کې د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هم دریځ څرګند کړی او ویلي یې دي چې امریکا غواړي د جګړې له پیل وړاندې حالت وساتل شي او د بېړیو تګ راتګ د اضافي لګښتونو او محصولاتو له اخیستو پرته دوام ومومي.

هغه په کویټ کې وویل چې داسې هېڅ هېواد نه پېژني چې د هرمز تنګی د کارونې په بدل کې د محصول اخیستو ملاتړ وکړي.

ډنمارک د جوماتونو له لوډسپیکرونو د اذان د بندولو قانوني لارې څېړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
ډنمارک د جوماتونو له لوډسپیکرونو د اذان د بندولو قانوني لارې څېړي
100%

د ډنمارک د کډوالۍ وزیر ویلي چې د دغه هېواد حکومت د جوماتونو له لوډسپیکرونو د اذان د عامه خپرېدو د بندولو لپاره د قانوني لارو چارو ارزونه کوي. نوموړي ادعا کړې چې د ډنمارک ځینې سیمې د اذان د خپرېدو له امله د «اسلام‌اباد ښار څنډو» ته ورته شوې دي.

د ډنمارک د کډوالۍ وزیر، مورتن بودسکوف، چې د سوسیال ډیموکرات ګوند غړی هم دی، ویلي حکومت به د دې بندیز د پلي کېدو د امکان په اړه حقوقي ارزونې بېرته پیل کړي.

هغه د ډنمارک له ریتزاو خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «اذان باید د ډنمارک د کورونو له بامونو پورته وانه‌ورېدل شي. دا پدیده په ډنمارک کې ځای نه لري او خلک باید د هېواد په کوڅو او سړکونو کې د ګرځېدو پر مهال دا احساس ونه کړي چې ګواکې د اسلام‌اباد په څنډو کې دي».

اوس مهال هم د ډنمارک په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول پلازمېنه کوپنهاګن کې، د غږیزې ککړتیا اړوند سخت مقررات د جوماتونو له بهرنیو لوډسپیکرونو د اذان خپرول محدودوي.

بودسکوف همداراز ادعا کړې چې د ډنمارک په ځینو سیمو کې د «اسلامي کېدو» بهیر په عامه ډګر کې لا پراخ شوی دی.

دا درېیم ځل دی چې د سوسیال ډیموکراتانو تر مشرۍ لاندې حکومتونه د اذان د بندولو لپاره د قانوني چوکاټ د رامنځته کولو هڅه کوي. ورته وړاندیزونه تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو کې هم مطرح شوي وو.

کارپوهان باور لري چې د اذان پر خپرېدو هر ډول سراسري بندیز ښايي له حقوقي خنډونو سره مخ شي. د ډنمارک اساسي قانون د مذهبي مراسمو د ترسره کولو حق تضمین کړی او حکومت اړ دی چې د مذهبي ازادیو او د جوماتونو د شاوخوا اوسېدونکو د حقونو ترمنځ توازن وساتي.

په جرمني او بریتانیا کې هم د اذان خپرېدل د وخت او د غږ د کچې له پلوه له محدودیتونو سره مخ دي، څو د اوسېدونکو لپاره مزاحمت رامنځته نه کړي.

ډنمارک شاوخوا شپږ میلیونه نفوس لري چې له دې ډلې نږدې ۲۷۰ زره مسلمانان دي او شاوخوا ۱۰۰ جوماتونه پکې فعالیت کوي. د جامع جومات کوپنهاګن مسوولانو هم د سیمه‌ییزو چارواکو له موافقې سره سم په ازاده فضا کې د اذان د خپرولو له ترسره کولو ډډه کړې ده.

د ناټو سرمنشي له ټرمپ سره په ليدنه کې له ایران سره د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱
د ناټو سرمنشي له ټرمپ سره په ليدنه کې له ایران سره د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی
100%

د ناټو عمومي منشي مارک روټه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال هڅه وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د جګړې پر سر رامنځته شوی تاوتریخوالی کم کړي.

روټه په دې لیدنه کې وویل، د ناټو د ځینو غړو هېوادونو مخالفت د امریکا له ملاتړ څخه «استثنايي پېښې» وې او په ټولیزه توګه اروپايي متحدینو د واشنګټن ملاتړ کړی دی.

د ناټو عمومي منشي د غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو زیاتوالي او په دې جګړه کې د اروپايي اډو څخه د امریکا د زرګونو پوځي الوتکو کارولو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې اروپايي متحدینو په ټولیزه توګه د امریکا تر څنګ ولاړ وو. هغه ډونالډ ټرمپ ته وویل، دی پوهېږي چې ځینې داسې محدودې قضیې وې چې واشنګټن یې په رښتیا ناامیده کړی، خو په مجموع کې متحدین د امریکا تر څنګ درېدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځواب کې وویل چې مارک روته ښه کار کړی، خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن د خپلو متحدینو له کړنو ناامیده شوی دی. ټرمپ زیاته کړه، که د روته پر ځای بل څوک وای، ښايي دا لیدنه نن بیخي نه وی شوې او زیاته یې کړه چې امریکا په دې جګړه کې د چا مرستې ته اړتیا نه درلوده.

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې مارک روته په انقره کې د ناټو د مشرانو د غونډې په درشل کې واشنګټن ته سفر کړی دی. دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د جګړې او د سیمې په امنیت کې د اروپا د رول پر سر د امریکا او ناټو ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.

دا تاوتریخوالی په داسې حال کې زیاتیږي چې طالبانو په دې جګړه کې د اسلامي جمهوریت ملاتړ کړی دی. بل لور ته، ډونالډ ټرمپ د ایران پر بنسټونو او زېرمو بریدونه ځنډولي دي او د هرمز تنګي د ازادۍ لپاره یې ځانګړې پروژه پیل کړې ده، په داسې حال کې چې سپاه پاسداران په سیمه کې نوې کنټرولي سیمې اعلان کړې دي.

د جرمني لومړی وزیر: له طالبانو سره اړیکي نه عادي کوو بلکې یوازې تخنیکي خبرې ورسره لرو

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
د جرمني لومړی وزیر: له طالبانو سره اړیکي نه عادي کوو بلکې یوازې تخنیکي خبرې ورسره لرو
100%

د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ ميرڅ د چهارشنبې په ورځ پارلمان کې د پوښتنو او ځوابونو په غونډه کې د زرغون ګوند د نیوکو په ځواب کې وویل، چې برلین له طالبانو سره خپلې اړیکې نه عادي کوي. هغه ټینګار وکړ چې له کابل سره هر ډول همکاري یوازې په تخنیکي کچه او د جرمني د ملي ګټو پر بنسټ ده.

ښاغلي ميرڅ وویل چې دوی دا رژیم نه عادي کوي او زیاته یې کړه چې ډیپلوماتیکې اړیکې د هېوادونو ترمنځ وي، نه د حکومتونو ترمنځ او جرمني تل له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې دي. د جرمني لومړي وزیر وویل چې دوی د طالبانو رژیم ته د دوستۍ لاس نه غځوي، بلکې همکاري یوازې په تر ټولو ټیټه تخنیکي کچه ده ترڅو هغه افغان نارینه بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې په جرمني کې یې جرمونه کړي دي.

فریدرېښ ميرڅ همداراز وویل چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په کابل کې د طالبانو د حکومت له استازو سره په جرمني کې د مجرمو افغانانو د بېرته اېستلو په اړه خبرې اترې کوي. ميرڅ ټینګار وکړ چې د کورنیو چارو وزیر د دغو اقداماتو لپاره د ده بشپړ او بې قید او شرطه ملاتړ له ځان سره لري.

بل لور ته، په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې په جرمني کې د افغانانو د اخراج پروسې د اسانتیا او د نویو پاسپورټونو د صادرولو لپاره به د طالبانو د ادارې تر څلورو پورې نور ډیپلوماتان جرمني ته راشي. د دغه ویاند په وینا، د جرمني حکومت به دغو کسانو ته د ویزو له ورکولو وړاندې د هغوی هویت او مخینه په پوره ځیرکتیا سره وڅېړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند:امریکا دې د هوکړه‌لیک له متن سره په ټکر کې تفسیرونه نه کوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۱
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند:امریکا دې د هوکړه‌لیک له متن سره په ټکر کې تفسیرونه نه کوي
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، له امریکا غوښتي چې د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړه‌لیک له متن سره په ټکر کې له تفسیرونو او څرګندونو ډډه وکړي.

بقايي د چهارشنبې په ورځ په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه پیغام کې لیکلي چې امریکا باید «له هغو تفسیرونو څخه ډډه وکړي چې د هوکړه‌لیک د متن له څرګندو موادو سره په بشپړه توګه مغایرت لري».

هغه ویلي، که څه هم امریکا هېڅکله په خپلو کړنو کې رښتینولي نه ده ښودلې، خو د ایران اسلامي جمهوریت د موجودو شکونو او اندېښنو سربېره، د ښه نیت له مخې ډیپلوماټیک بهیر ته داخل شو او د جګړې د پای ته رسېدو تفاهم‌لیک یې لاسلیک کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړې په اړه د امریکايي چارواکو متضادې او یو له بل سره په ټکر کې څرګندونې د ایرانیانو د راټولو شویو شکونو او بې‌باوریو په کمولو کې مرسته نه کوي.

بقايي ټینګار کړی چې دا ډول څرګندونې یوازې د امریکا د پخوانیو ژمنه‌ماتوونکو کړنو یاد تازه کوي او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا لا زیاته زیانمنوي.

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهم‌لیک د محتوا او عملي کېدو په اړه د دواړو خواوو د چارواکو بېلابېلې او کله ناکله متضادې څرګندونې شوې دي.