• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انالینا بیربوک: ۴۰ سلنه له جګړې وتلي هېوادونه بېرته د شخړو له ګواښ سره مخ کېږي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره انالینا بیربوک وایي چې د شخړو مخنیوی او د سولې جوړونه باید له پراخ نړیوال ملاتړ سره پیاوړي شي، ځکه په وینا یې نږدې ۴۰ سلنه له جګړې وتلي هېوادونه په پنځو کلونو کې بېرته د شخړو له ګواښ سره مخ کېږي.

بیربوک په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د سولې د جوړونې کمیسیون د راپور د ارزونې پر مهال یې ټینګار وکړ چې د شخړو له رامنځته کېدو وړاندې د مخنیوي هڅې تر ټولو مهم رول لري، خو دا برخه لا هم د نړیوالې پاملرنې او تمویل له کمښت سره مخ ده.

هغې ویلي چې د وروستیو معلوماتو له مخې، د جګړو له پای ته رسېدو وروسته نږدې ۴۰ سلنه هېوادونه په پنځو کلونو کې بېرته شخړو ته ستنېږي، په داسې حال کې چې د بشري مرستو تمویل هم په چټکۍ کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې زیاته کړې چې له مرکزي اسیا نیولې تر لایبریا، کولمبیا او د مرکزي افریقا جمهوریت پورې، د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې هڅې ښيي چې د ډیپلوماسۍ، ملي مالکیت او دوامدارو پانګونو په وسیله مثبتې پایلې ترلاسه کېدای شي.

هغې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د سولې جوړونې او د شخړو د مخنیوي هڅو ته لا ډېر تمرکز او ملاتړ ورکړي.

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۳
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۴

نادرا ته د افغان کډوالۍ کارتونو لغوه کولو تر ۲۶زره ډېرې غوښتنې رسېدلې دي

۵

پاکستان: له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره د باور وړ ژمنو ته اړتیا ده

•
•
•

نور کیسې

د ګډو ګټو هېوادونو د سازمان سرمنشي: افغانستان باید له سیمه ییزو همکاریو ګوښه نه کړل شي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱
د ګډو ګټو هېوادونو د سازمان سرمنشي: افغانستان باید له سیمه ییزو همکاریو ګوښه نه کړل شي
100%

د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د سازمان سرمنشي سرګي لبدیف وویل چې افغانستان او منځنۍ اسیا له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او د سیمې هېوادونه باید د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره همکاري وکړي.

هغه د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې یوې ناستې ته وویل چې له سیمه ییزو همکاریو څخه د افغانستان ګوښه کول د دغو ستونزو له حل سره مرسته نه کوي. لبدیف ټینګار وکړ چې د اوراسیا په اقتصادي او ټرانزیټي پروژو کې د افغانستان له ګډون پرته، د سیمې د امنیت تامین ممکن نه دی.

هغه وویل چې د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه د طالبانو له چارواکو سره په اړیکه او خبرو کې دي او هغوی له داعش سره مبارزې او د نشه یي توکو د تولید او قاچاق مخنیوي ته هڅوي. د دغه سازمان د سرمنشي په وینا، له افغانستان څخه پېښېدونکي ګواښونه یوازې پوځي اړخ نه لري، بلکې د ترهګرو ډلو فعالیتونه، افراطیت او د نشه یي توکو قاچاق هم د سیمې د امنیت اصلي ننګونې ګڼل کېږي.

لبدیف زیاته کړه چې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو سازمان له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ترورېزم ضد مرکز له ظرفیت، سرحدي همکاریو او د طالبانو له چارواکو سره له خبرو اترو څخه ګټه اخلي. د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو سازمان (CIS) په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د شوروي د پخوانیو جمهوریتونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د ساتلو په موخه رامنځته شو.

دا سازمان اوسمهال ۹ اصلي غړي لري چې روسیه، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، ارمنستان، اذربایجان او مالدووا یې غړي دي. که څه هم افغانستان د دغه سازمان غړی نه دی، خو له څو غړو هېوادونو سره د ګډې پولې د لرلو له امله، تل د دغه سازمان د امنیتي ناستو په اجنډا کې ځای لري. د دغه سازمان چارواکو په وار وار له داعش سره د مقابلې، د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي او د منځنۍ اسیا د پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره له طالبانو سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

ملګرو ملتونو د هُرمز تنګي د بېړیو د تخلیې لنډمهالې طرحه وځنډوله

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱
ملګرو ملتونو د هُرمز تنګي د بېړیو د تخلیې لنډمهالې طرحه وځنډوله
100%

د ملګرو ملتونو د سمندري چلند ادارې اعلان کړی، چې د هُرمز تنګي د بندښت له امله د بندو پاتې بېړیو او سمندري کارکوونکو د ایستلو لنډمهالې طرحه یې پر یوې بېړۍ تر برید وروسته په لنډمهاله توګه ځنډولې ده.

یادې ادارې ویلي چې هغه بېړۍ چې د پنجشنبې په ورځ د عمان په سمندر کې تر برید لاندې راغله، د ملګرو ملتونو د هغې طرحې برخه نه وه چې د هرمز تنګي له سیمې څخه د بندو پاتې بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره جوړه شوې وه.

د ادارې په وینا، د امنیتي وضعیت د ارزونې او د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب د تضمین لپاره د یادې طرحې عملي کول په موقتي ډول ځنډول شوي دي.

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د نفتو او انرژۍ د لېږد لپاره حیاتي ارزښت لري. په وروستیو کې په دې سیمه کې د امنیتي پېښو زیاتېدو د نړیوالو سمندري شرکتونو او بېړیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

تر اوسه د ملګرو ملتونو د سمندري چلند ادارې د برید د عاملینو او د طرحې د بیا پیل احتمالي نېټې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان: نړۍ باید د افغانستان ښځې هېرې نه کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان: نړۍ باید د افغانستان ښځې هېرې نه کړي
100%

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې د ښځو حقونه د بشري حقونو نه بېلېدونکې برخه ده او نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۴مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه پیغام کې لیکلي: «د ښځو حقونه د بشري حقونو برخه ده، پرته له دې چې د نړۍ په کومه برخه کې وي. نړۍ باید د افغانستان ښځې هېرې نه کړي».

بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د ژوند په بېلابېلو برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د دې سازمان په وینا، د زده‌کړو، کار، له محرم پرته د سفر، په تلویزیوني پروګرامونو کې د ګډون، په عامه ځایونو کې د خبرو کولو او پارکونو او ورزشي کلبونو ته د تګ په برخو کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پر ښځو او نجونو د فشارونو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ځايي سرچینو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو چې په هرات ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو یو شمېر ښځې د هغه څه په تور نیولې چې «بې‌حجابي» یې بللې ده.

د سرچینو په وینا، دغه لړۍ شاوخوا شل ورځې وړاندې پیل شوې او په ځینو مواردو کې د لسګونو ښځو د نیولو لامل شوې ده.

په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو مخکې تایید کړې وه چې له ۱۹ څخه زیاتې ښځې نیول شوې دي. دوی ویلي وو چې دغه اقدامات د «حجاب د رعایت او فرهنګ‌سازۍ» په موخه ترسره کېږي.

ورته راپورونه دا هم ښيي چې دغه محدودیتونه یوازې هرات پورې نه دي محدود پاتې شوي او په فراه ولایت کې هم یو شمېر ښځې په ورته شرایطو کې نیول شوې دي.

د بشري حقونو فعالان او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه نه یوازې د هغوی بنسټیز حقونه تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت هم اوږدمهاله منفي اغېزې لرلای شي.

نرګس نهان: نړۍ دې د افغان ښځو له ګډون پرته د افغانستان په تړاو غونډې نه جوړوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱
نرګس نهان: نړۍ دې د افغان ښځو له ګډون پرته د افغانستان په تړاو غونډې نه جوړوي
100%

د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان ویلي، چې افغان ښځو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له نړیوالې ټولنې سره په بېلابېلو کچو رغنده خبرې اترې کړې دي. د هغې په وینا، ښځو د خپل هېواد او خلکو د حقونو لپاره بې سارې مبارزه کړې او د افغانستان د ریښتینو استازو په توګه یې رول لوبولی دی.

اغلې نهان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو مبارزې په رسمیت وپېژني. هغې ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغان ښځو له مانا لرونکي ګډون پرته، د افغانستان په اړه د هېڅ ډول غونډې کوربه توب ونه کړي.

نرګس نهان زیاته کړې، په داسې حال کې چې افغانستان له نړیوال نظام څخه جلا شوی، افغان ښځو په ستړیا نه منونکي ډول له نړیوالې ټولنې سره تعامل ساتلی او په بېلابېلو سټیجونو او دریځونو کې یې د خپل هېواد او خلکو غږ پورته کړی دی.

د کانونو او پټرولیم دغه پخوانۍ وزیره وایي، افغان ښځو د افغانستان د «بالفعل» استازو په توګه عمل کړی او لږ تر لږه کار چې نړۍ یې د هغوی په حق کې کولای شي، د دغو مبارزو درناوی او منل دي.

له بلې خوا، د بښنې نړیوال سازمان هم ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان ښځې او نجونې هېرې نه کړي. د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو او ازادیو، لکه زده کړو، کار، سپورټ او په عامه ځایونو کې له حضور څخه محرومې شوې دي.

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۱
د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې
100%

د امریکا سترې محکمې د کډوالو په تړاو د ټرمپ ادارې په ملاتړ پرېکړه وکړه. ددې پرېکړې له مخې چارواکي کولای شي پناه غوښتونکي هغه مهال له پولې شاته کړي چې د امریکا د سترې محکمې چارواکي دا وګڼي چې د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ سرحدي تګ راتګ د نوو پناه غوښتنو د ثبت وړتیا نه لري.

محکمې د رایو په اکثریت، چې د محافظه‌کارو قاضیانو له خوا یې ملاتړ کېده، د یوې ټیټپوړې محکمې هغه پرېکړه لغوه کړه چې دا پالیسي یې د فدرالي قانون خلاف بللې وه.

د ټرمپ ادارې ویلي چې ښايي دا پالیسي چې میټرینګ بلل کېږي، بېرته فعاله کړي.

دا پالیسي د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال عملي شوې وه او وروسته د ولسمشر جو بایډن ادارې له خوا لغوه شوې وه.

ددې پالیسي له مخې د امریکا د کډوالۍ چارواکو ته اجازه ورکول کېده چې د سرحد په اوږدو کې پناه غوښتونکي ودروي او د هغوی د غوښتنو د ثبت بهیر تر نامعلومې مودې وځنډوي.

د قانون له مخې، هغه کډوال چې د امریکا خاورې ته رسيږي د پناه غوښتنې حق لري او باید د کډوالۍ له فدرالي چارواکو سره د ارزونې له بهیره تېر شي.