• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په باړه کې د نښتو له امله لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د باړې سیمې لسګونه کورنۍ د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي. ځايي اوسېدونکي وايي، د ډرون او توپچي بریدونو له وېرې یې خوندي سیمو ته کډه کړې ده.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ بې‌ځایه شوې کورنۍ د باړې د ستوري‌خېلو سیمې اوسېدونکي دي، چې د خیبر او اورکزیو ولسوالیو پولې ته نږدې پرته ده. ځايي سرچینو ویلي، چې د مېرو درې، سل ګزۍ، ساوي کوټ او پروان کلیو اوسېدونکي د ورځې او شپې له پرله‌پسې ډرون بریدونو او توپچي ډزو وروسته د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
یو بې‌ځایه شوي اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «موږ ځانونه خوندي نه احساسوو، نو پرېکړه مو وکړه چې د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې د بند پاتې کېدو پر ځای خپل کورونه پرېږدو».
ځینو بې‌ځایه شویو خلکو ادعا کړې، چې وسله‌والو هڅه کړې دوی د بشري سپر په توګه وکاروي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا؛ په وروستیو ورځو کې ځینې وسله‌وال د تیراه درې څخه باړې ته ورغلي دي.
د ۲۰۲۵کال په وروستیو او د ۲۰۲۶کال په لومړیو کې هم د تیراه ګڼ اوسېدونکي د احتمالي پوځي عملیاتو له وېرې د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي وو. سرچینې وايي، په ستوري‌خېلو سیمه کې نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل.
د راپور له مخې؛ ډېری بې‌ځایه شوې کورنۍ د خپلو خپلوانو کورونو ته په باړه کې تللې دي، خو ځینې نورې بیا پېښور ته کډه شوې دي. بلخوا د ستوري‌خېلو قومي مشرانو یوې جرګې د خیبر ولسوالۍ له ادارې سره لیدلي او غوښتنه یې ترې کړې، چې دوی دې د کورنیو بې‌ځایه شویو کسانو په توګه ثبت او اړینې مرستې ورسره وکړي.
د جرګې غړو ویلي، دوی به له امنیتي چارواکو سره هم وګوري؛ څو د سیمې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري